د یو ساحوي انجینر په حیث لاندې کارونو ته باید اجازه ورنکړئ

1. د اوبو او برق پیپونه باید د ساختمان د اساسي عناصرو لکه بیم او پایې څخه تېر نشي
2. په ساحه کې دکانکرېټ اچولو پر وخت اجازه مه ورکوئ چې له یو نیم متر ارتفاع څخه په لوړه ارتفاع کانکریټ واچوي
3. سطحي ډبرې چې په یو وار څټک وهلو سره څو ټوټې کېږي همدارنګه د سیند کردې او ښویه ډبرو ته په دېوال کې د کارولو اجازه مه ورکوئ
4. په یوه دایروي پایه کې حد اقل شپږ سیخان باید واچول شي له دې کمو سیخانو ته اجازه مه ورکوئ
5. که چېرته سیخان د بینډ کولو پر وخت مات شول د استعمال اجازه یې مه ورکوئ
6. کانکریټ باید تر 90 دقېقو پورې واچول شي تر 90 دقېقو ورسته یا د استعمال اجازه نه لري یا یې NCR اخلي
7. د کانکرېټ تر ټولو کم کور (پوښ) په کانکرېټو کې د استعمالېدونکې تر ټولو د لوړ قطر د سیخ څخه باید کم نه وي
8. په کانکرېټو کې استعمالېدونکې شګې که له 5 فیصدو څخه زیاتې خاورې ولري د استعمال اجازه نه لري
9. په پایو کې د استعمالېدونکې سیخ قطر باید 12mm څخه کم نه وي
10. که تعمیر له درې منزلونو څخه لوړ وي اجازه مه ورکوئ چې لومړی دېوالونه جوړ او بیا وروسته د پایو کانکرېټ واچوي.
دوستانو مننه چې زمونږ فيسبوک پاڼه څاری.
دعوت نیوز در شبکه های اجتماعی

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.