د کانالونو په طرحه او ډیزاین کې د هغوی مقطعې په کوم اساس ټاکل کېږي؟

لومړی تر هر څه وړاندې د کانالونه ظرفیت باید د پروژې د اهدافو مطابق وي تر هغه وروسته لېدل کېږي چې کانال د څه ډول ساحې څخه تېریږي که چېرته ساحه خاورینه وي د کانال لپاره معمولا” ذوذنقي مقطع انتخابېږي په دې خاطر چې په خاورینه ساحه کې نشی کولی چې اړخین میلانونه یې تېره جوړ کړی
د محلي موادو څخه د کانال جوړول که څه هم لومړنی قېمت یې نسبتا” ارزانه دی خو د داسې کانالونو ساتنه زیات لګښت ته اړتیا لري هغه وخت کله چې په کانال کې د مایع جریان د 1.5 m/s څخه زیاتېږي ځکه چې ډېر کم طبعیي مواد دې چې د داسې سرعت په وړاندې ثابت پاتې شي
د محلي موادو څخه جوړ شوي کانالونو بل مشکل د اوبو زیات ضایعات دي یا په بل عبارت د کانال د اړخونو ، تل یا بېخ څخه د سیپیج په واسطه ډېرې اوبه ضایع کېږي د اوبو دا ضایعات نه یوازې د اوبو د کموالي باعث کېږي بلکې کانال ته په نږدې ساحاتو کې د ساختمانونو تهدابونو او همدا ډول زیرزمنیو ته هم توان رسېږي
په خاورینو کانالونو کې د اوبو سرعت نسبتا” کم وي د دې لپاره چې ټاکلی مقدار اوبه انتقال کړي نو پراخې عرضي مقطع ته اړتیا لري چې دا کار د زیاتو مصارفو باعث ګرځي سربېره پر دې په کانال کې د اوبو د سرعت کموالی د دې لامل کېږي چې په کانال کې مواد ترسب وکړي د دې موادو لېرې کول یا صافه کول هم ډېرو مصارفو ته ضرورت دی که چېرته په کانالونو کې د اوبو سرعت د ترسباتو د مخنوي په خاطر لوړ کړل شي نو د کانال د اړخونو او بېخ د تخریب سبب کېږي
تر ټولو ګټوره ذوذنقه یي مقطع هغه ده چې R= h/2 سره وي په دې مانا چې هایدرولیکي شعاع مساوي وي د کانال ارتفاع تقسیم پر دوو سره
له بل طرفه که څه هم تر ټولو ګټوره مقطع نیم دایروي ده خو په ساحه کې د نیم دایروي په شکل د کانال جوړول مشکل کار دی
دوهم: کله چې د کانال مسیر له داسې سیمې څخه تیرېږي چې هغه سیمه سخته او کلکه ځمکه وي هلته معمولا” مستطیلي مقطع انتخابېږي او یا هم کله چې وغواړو چې کانال په مصنوعي شکل سره د کانکرېټ ، ډبرو او داسې نورو موادو څخه جوړ شي نو بیا هم مستطیلي مقطع انتخابېږي
تر ټولو ګټوره مستطلي مقطع هغه ده چې b=2h په دې مانا چې د کانال عرض د کانال د ارتفاع د دوه چنده سره مساوي وي
دریم : کله چې د جریان مقدار کم وي او د کانال په تل کې د موادو د راټولېدو څخه د مخنوي په خاطر مثلثي مقطع انتخابېږي
دعوت نیوز در شبکه های اجتماعی

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.