د ځینې دلایلو څخه لاندې یادونه کوو:
1) په ساختماني پروژو کې د موادو قیمت یو اساسي رکن دی چې د موادو قیمت باید ټیټ وي په دې اساس د بلوکو په منځ کې د سیوریو پرېښودلو سره د بلوکو مقعع د (25–50)% پورې کم موادو ته اړتیا لري نو کم مواد کم قیمت
2) د اواز او حرارت له تېریدو څخه د مخنوي لپاره هم په بلوکو کې سوري پرېښودل کېږي د بلوکو تر منځ یو بل محیط ایجادېږي چې دا کار د اواز او حرارت د تېریدو مخنوی کوي
3) انتقال او همدا ډول په ساحه کې یې استعمال نسبت ډکو بلوکو ته اسانه دی ځکه چې وزن یې کمېږي
4) د تولید پر وخت ژر وچېږي چې په دې سره په کم وخت کې ډېر بلوک د کار ساحې ته وړاندې کېږي
5) د پردې دیوال او همدا ډول د دخلي دیوالونو پر وخت دبرق د لینونو د تېرولو کار اسانه کوي
6) نن سبا د انرژۍ ساتل ډېر مهم کار دی د بلوکو تر منځ سوري پرېښودل دا کار ممکن کوي چې ودنۍ په ژمې کې ګرمه او اوړې کې یخه وساتي