کانکریټو ته اوبه ورکول او میتودونه Concrete Curing and methods
هغه پروسه چې د کانکریټ د سطحې رطوبت ساتي او د سمنټو هایدریشن لوړوی د کیورینګ یا اوبه ورکونې په نوم یایږی .د کانکریټو فزیکی خصوصیات د سمنټو په هایدریشن پوري مربوط دی ،که چیرته اوبه په درست ډول ورنکړل شي نو کانکریټ خپل مکمل مقاومت ترلاسه کولو کې ناکامیږی او همدارنګه په کانکریټو کې درزونه پیدا کوی .
د کانکریټو اوبه ورکوني میتودونه (Methods of Concrete Curing)
۱-سیوری کول(Shading)
ددی طریقې په واسطه د کانکریټو د سطحې د اوبو تبخیر بندیږی او همدارنګه سطحه د ګرموالی ،باد او نورو څخه ساتي .په یخ اقلیم کې کانکریټ د سمنټو د ګرم هایدریشن پواسطه د کنګل کیدو څخه ساتي .
۲-د اوبو ضد ورقو پواسطه د کانکریټو سطحه پوښل(Covering the Surface with Waterproof Paper)
په دی طریقه کې د کانکریټو سطحه د لمدو بوجیو یا اوبو ضد ورقو پواسطه پوښل کیږی او کانکریټ د اوبو له کمښت او خرابوالی څخه ژغوري .دا میتود د سلب او نورو غړو لپاره یوه رضایت بخشه نتیجه لري .
۳-اوبه شیندنه (Sprinkling Water)
په دی طریقه کې د کانکریټو په سطحه د نوزل پواسطه د یو مناسب انتروال لاندی اوبه شیندل کیږی .دا طریقه اغیزمنه طریقه نده ځکه د کانکریټو په سطحه هر وخت رطوبت نه ساتل کیږی.
۴-ډنډ کول (ponding)
ډنډ کول د سلبونو ،چتونو او نورو غړو لپاره د اوبو ورکولو یو عام میتود دی،په دی طریقه کې اول د کانکریټ سطحه په یو نمناکه لفافه یا کاغذ د ۲۴ ساعتونو لپاره پوښل کیږي او وروسته کاغذ لرې کیږی او د سطحې شاوخوا پولې تړل کیږي او د پولو منځ کې اوبه اچول کیږي.
۵-د پردي یا غشاء اوبه ورکول(Membrane Curing)
په دی طریقه کې د کانکریټو سطحه د اوبو ضد پردو لکه د قیر محلول،موم،موم ربړ،اوبه وهونکي،پلاستکي پرده او نورو په واسطه پوښل کیږي .پرده د کانکریټو د سطحېد اوبو ضایع کیدلو مخنیوی کوي ،همدارنګه دا پرده د ۲۸ ورځو لپاره پوښل شوی وی او دوه هفتې ورته رطوبت ورکول کیږي.
۶-تبخیر کیدلو کیورینګ(Steam Curing)
په لوند محیط کې د کانکریټو د تودوخې کمولو ته د تبخیر کیدلو طریقه وایې .په دی طریقه کې کانکريټ په کم وخت کې زیات مقاومت لاس ته راوړی او همدارنګه دا کیورینګ په کم وخت کې پای ته رسیږي .دا ډول کیورینګ د فابریکي ساختمانونو لپاره یو ښه میتود دی.