#په سلب کې د سیخانو براورد
مثال: یو سلب ، چې طول یې 6m او عرض یې 4m په پام کې نیول شوی، تاسې یې د سیخ براورد وکړئ ، په هغه صورت کې چې په سلب کې پکار وړل شوی سیخان 12mm په نظر کې نیول شوي وي، او د سیخانو د مرکز تر مرکزه فاصله 15cm په پام کې نیول شوې وي؟
حل: راکړل شوي ارقام
Diameter of Bar = 12mm
C/C Distance = 15mm = 0.15m
نوټ: مخکې له دی چې د سوال په حل پیل وکړو، دا باید ووایو چې په One way slabs کې اساسي سیخان(Main bar) په لنډ لوري اچول کیږي او ویشلي سیخان (Distribution bar) په اوږد سمت اچول کیږي، خو په دوه اړخیزه سلبونو(Two way slabs) کې اساسي سیخان(M.
په دواړو لوریو اچول کیږي یا M.B او D.B د یو قطر لرونکي وي، چې قطرونه یې یو شان وي
نو مونږ ته راکړل شوي سلب Two way دی ځکه د اوږد او کوچني سمت نسبت یې له دوو کوچنی دی(6/4<2) ځکه مو ورته په دواړه لوریو یو ډول قطر لرونکی سیخ 12mm په نظر کې ونیوه
M.B Numbers = 6m/0.15m + 1 = 41 Nos
D.B Numbers = 4 / 0.15 + 1 = 27 Nos
اوس د M.B اوږدوالی پیداکوو
Main Bar Length = 41 × 4m = 164m
او د D.B اوږدوالی پیداکوو
Distribution bar length = 27 × 6 = 162m
اوس مجموعي اوږدوالی د سیخانو دارنګه پیداکوو
Total length of Steel = M.B length + D.B length
Total length of steel = 164m + 162m = 326m
په یاد ولرئ، چې په سیخ کې ضایعات 5% په نظر کې نیول کیږي، که تاسې یې ضایعات هم په نظر کې نیسئ نو دا مقدار هم د سیخ په مجموعي اوږدوالي کې وراضافه کړئ لکه
5% × 326m = 5/100 × 326m = 16.3m
So Total length of Steel = 326m + 16.3m = 342.3m
اوس که وغواړو د سیخانو مقدار د خادو لمخې پیداکړو نو پورته قیمت د یوې خادې په اوږدوالي (11.75) باندې ویشو، نو د خادو شمیر په لاس راځي
342.3/ 11.75 = 29
همدارنګه که وغواړو د سیخ مقدارد (kg) له جنسه پیداکړو نو مخکې تر هغه باید د 12mm سیخ د یو متر وزن د لاندې فرمول لمخې معلوم کړو او بیا یې به ټول اوږدوالي کې ضربوو
D2/162.162 = (12)2/162.162 = 0.88kg/m
Total weight of Steel for room = L × unite weight
Total Weight of Steel for room = 342.3m ×0.88kg/m = 301.3kg