د #رنګمالۍ برآورد
د رنګمالۍ براورد عموماً د متر مربع (M2) او یا هم فټ مربع(Ft2) په اساس ترسره کیږي، مونږ د رنګ دوه ډوله سټندرد ګیلنونه (Gallons) لرو، چې عبارت دي له
د Uk Gallon: ددې ډول ګیلنونو حجم 4.54 لیتره وي
د :US Gallon چې ددې ډول ګیلنونو حجم 3.785 لیتره وي
یو UK Gallon د 200ft2 مربع نوی سطحې د رنګولو لپاره کفایت کوي
مګر که ساحه یو ځل پخوا رنګ شوي وي، او وغواړو چې دوباره یې ترمیم(بیا ځلې) رنګمالي کړو، نو بیا یو ګیلن رنګ د 350ft2 سطحې د رنګولو لپاره کفایت کوي
مثال : یو دیوال چې پخوانی رنګ یې له کاره لویدلی غواړو چې دوباره یې رنګمالي کړو تاسې ورته د ضرورت وړ مقدار رنګ محاسبه کړئ،په هغه صورت کې چې د دیوال طول 60 فوټه او لوړوالی ېې 11 فوټه وي؟
حل: لومړی ددیوال مساحت پیداکوو
Area of wall = L × h
Area of wall = 60 Ft × 11 Ft
Area of wall = 660 Ft2
د بلې خوا لرو چې
1 UK Gallon Cover = 350 Ft2
نو لرو چې
660 Ft2 / 350 Ft2 = 1.88 Gallons
لیدل کیږي چې 1.88 ګیلنه رنګ ته ضرورت دی، چې کولی شو دوه ګیلنه یې هم په پام کې ونیسو