۳۶۰خبرې/ شپږشپېتمه برخه

لیکنه: امین وردګ

۳۳۱مه خبره/ هم خرما او هم ثواب دغهٔ ته وايي

د (هم خرما هم ثواب) متل خو بۀ مو خامخا آورېدلی وي خو راشئ چې پۀ حکمت مو یې هم پوه کړم؛ وایي کله دې چې خرما خوړله نو پهٔ داسې نیت یې وخوره چې دا د مدینې منورې مېوه ده او د اللهﷻ نازولي بنده بۀ له خپلو خپلوانو، آل او یارانو سره یو ځای خوړله او پهٔ کور کې بهٔ یې هم ساتله…خلاصه دا چې هر کار کوئ نو معنوي اړخ (نیت) یې خامخا پۀ پام کې نیسئ، مادي خو یې هسې هم ستاسو دی عیناً لکه لمونځ؛ لمونځ پهٔ نړیواله سطحه د انساني ابدانو او اجسامو د ظاهري او باطني طلاطم د آرام لپاره بهترین ورزش دی خو مسلمانان یې د عقیدې پر اساس کوي نهٔ د ورزش او آرام او دا یوه اهمه الهي فریضه ده! هغه هم داسې فریضه چې پهٔ عمدي پرېښوولو یې انسان د اسلام له دائرې څخه وزي! نو نیت پهٔ هر عمل او عکس العمل کې مهم دی.

 

۳۳۲مه خبره/ ځان ته ارزښت ورکول مهم کار دی

ځان ته ارزښت ورکول دېته نۀ وایي چې له نورو څخه د احترام تمه ولرې یا ځان پر هغوی بهتر وګڼې، بلکې ځان ته ارزښت ورکول دا دی چې پۀ ناچیزو موضوعاتو کې یې ښکېل او د نورو پهٔ وړاندې یې بې ځایه خوار او ذلیل نهٔ کړې.

 

۳۳۳مه خبره/ حوصله پر خپل او عجله پر خپل ځای کاروئ!

حوصله او عجله پۀ انسان کې هغه دوې عملیاتي وسیلې دي چې کۀ یې هره یوه بې ځایه او یا یې یوه د بلې پر ځای وکارول شي نو زیان او تاوان یې حتمي دي او کۀ پر خپل خپل ځای وکاریږي بیا یې ګټه حتمي ده؛ مطلب دواړه مهمې وسېلې دي خو ځای پېژندل یې مهمتر.

 

۳۳۴مه خبره/ نامرد خلک

نامرد شخص د سختو ورځو ملګرۍ هېروي! ځکه خو چې نوي ملګري پیدا کړي نو زاړو ته شا اړوي.

 

۳۳۵مه خبره/ د لنډو خلکو خبرې هم لنډې وي

د لنډو خلکو خبرې هم لنډې وي نو پهٔ بحثونو او لانجو کې بیخي ډېر احتیاط ورسره کوئ چې تې خرابیږي.

 

۳۳۶مه خبره/ شخصیت پېژندنه

د انسان شخصیت پۀ عادي حالاتو کې نه، بلکې پۀ اضطراري حالاتو کې پېژندل کیږي لکه پۀ قهر او پۀ سختۍ کې! ځکه خو چې چا دغه مراحل نۀ وي طی کړي او تاسو یې نظارت نۀ وي کړی نو شخصیت مو یې هم نهٔ دی پېژندلی.

 

۳۳۷مه خبره/ دښمن او درۍ لارې

د دښمن پۀ هکله درۍ لارې موجودې دي: لومړۍ خو دا چې له دښمنۍ څخه یې دوستۍ ته را واړوې، دویمه دا چې له مخې یې لیرې کړې او کۀ دې زور نۀ پرې رسیږي نو بیا ښه دا ده چې د ځان ملګری یې کړې او دا عیناً ستا بریا او د هغۀ ماتې ده؛ ځکه چې دا حالت هغهٔ ته د تابع او تاته د متبوع دی خو تهٔ باید لومړی (د ځان ملګری) و پېژنې.

 

۳۳۸مه خبره/ یهودۍ شمعه

آیا تر اوسه مو یهودۍ شمعه پېژندله؟ همغه چې نورو ته رڼا کوي او خپله پۀ تیارۀ کې اوسیږي یهودۍ شمعه ده؛ واضح مطلب دا دی چې کۀ د مبلِغ قول او فعل سره یو نۀ وو نو دا سړی د یهودو عمل کوي او د داسې کسانو پۀ هکله رب العالمین پهٔ قرآن کې داسې فرمایلي:((أَتَأْمُرُونَ النَّاسَ بِالْبِرِّ وَتَنسَوْنَ أَنفُسَكُمْ وَأَنتُمْ تَتْلُونَ الْكِتَابَ ۚ أَفَلَا تَعْقِلُونَ)) سوره البقر/ آیه ۴۴

 

۳۳۹مه خبره/ هر ځای واسطې ته ګناه مه وایه!

واسطه هم لکه نور اعمال پۀ نیت پورې اړه لري؛ کۀ مو چاته واسطه کوله نو د اللهﷻ لپاره یې وکړئ هېڅ مشکل نشته پکې او دا ډول واسطې نۀ یوازې دا چې ګناه نۀ لري بلکې ثواب هم پکې شته او کهٔ باالعکس وه نو بیا جرم او خیانت دی.

 

۳۴۰مه خبره/ ژوند او څلور فصلونه

زۀ حیران دې ته یم چې ځینې خلک ولې ژوند سم نۀ پېژني؟ ښۀ پوهیږي چې هرکال ولې څلور فصله دی او پر دې هم پوهېدلي چې پۀ همدغو څلورو فصلونو کې زموږ ژوند نغښتی؛ ګواکي کۀ دا څلور فصلونه نۀ وي نو زموږ ژوند ته هم ژوند مه وایئ! دا چې څلور فصلونه زموږ د ژوند لپاره پیدا شوي ځکه خو دا اصل شو او زموږ ژوند یې فرع ده، نو فرع خو اساساً تابع د اصل وي؛ یانې زموږ ژوند عیناً لکه یاد څلور فصلونه داسې دی چې پسرلی، اوړی، منی او ژمی لري خو دغې نکتې ته هم باید ښۀ ځیر شو چې ژمی بیا د پسرلي اصل دی؛ ګواکي کۀ ژمی سخت ؤ پسرلی او اوړی بۀ یې ډېر خوشالوونکي وي او کۀ ژمی تود تېر شو نو پسرلی بۀ یې خامخا سوړ ګواکي بې خونده وي! عیناً لکه توره شپه چې سهار یې روڼ وي او کومه شپه چې سمه تیارۀ و نۀ لري، سهار یې هم ګردجن غوندې ښکاري! اوس پوه شوئ چې د ژوند سختۍ باید د راتلونکو آسانیو لپاره وزغمو او کۀ مو سختۍ تېرې نۀ کړې نو آسانۍ هم راباندې د ط ټکی دي.

دعوت نیوز در شبکه های اجتماعی

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.