۳۶۰خبرې/ اووهٔ شپېتمه برخه

لیکنه: امین وردګ


۳۴۱ تمه خبره/ خرهٔ قاضي ته داسې و ویل

خرهٔ قاضي صاحب ته و ویل: کهٔ چېرې انسانان له موږ څخه بهتر وي نو ولې تر خپل منځ یو بل ته د خرهٔ لقب کاروي؟ قاضي ورته و ویل چې کومو کسانو ته د خرهٔ لقب کاريږي هغوی له تاسو ګڼل شوي دي نهٔ تاسو له هغوی څخه! خرهٔ بیا ورته و ویل چې نو د هغو کسانو پهٔ هکله څهٔ وايې کوم چې تکړه انسان ته هم خر یا د خرهٔ زوی وايي؟ قاضي و ویل چې دلته بیا کیسه بالعکس ده؛ یانې پهٔ دغهٔ ځای کې متکلم له تاسو څخه بلل کیږي نهٔ مخاطب! خرهٔ غوږونه شخ کړل، لکۍ يې و ښوروله او غلی روان شو.

 

۳۴۲مه خبره/ موفق دوکاندار څوک دی؟

موفق دوکاندار همغه دی چې سودا یې پۀ دوکان کې مېلمنه وي.

 

۳۴۳مه خبره/ علم او اخلاق مستقیم تړاو نهٔ سره لري

نۀ علم له اخلاقو سره نېغ تړاو لري او نۀ هم اخلاق له علم سره، بلکې دا دواړه پۀ انسان کې بېلې بېلې خصیصې دي چې لومړۍ یې له تکاسب او تعامل سره تړلې او دویمه یې له فطرت او طبیعت سره، له همدې امله هم پۀ عالمانو کې بد اخلاقه ښۀ ډېر دي او هم پۀ اخلاقي اشخاصو کې بې علمه کسان؛ اخلاق خپل مسیر لري او علم خپل مسیر، ځکه خو اخلاق تقلیدیږي مګر علم حاصلیږي او تحصیلیږي.

 

۳۴۴مه خبره/ هغو ته چې وايي سر وي خولۍ ډېرې دي

خدای خبر چې د خلکو پام نۀ دی او کۀ زۀ نۀ پوهېږم؟! دوی وایي چې (سر وي خولۍ ډېرې دي) خو د برېتانیا پۀ شاهي ماڼۍ کې داسې خولۍ ایښې چې بلها سرونه یې خوړلي  او چې لابۀ څومره وخورې؟! د هر هېواد موزیم ته چې ورشې د خدای زور خولونه او خولیانې پکې ایښې چې دنیا سرونه یې له سر څخه تېر کړي دي! نو خلک ولې داسې نۀ وایي چې (خولۍ وي سرونه ډېر دي؟) کۀ نه دوی د شاهانو سرونو ته سرونه نهٔ وايي او خولیو ته یې خولیانې چې کار یې فقط د سرونو خوړل دي! ممکن د دوی هدف د شاهانو خولۍ نه بلکې د خادمانو یې وي؟ نۀ پوهېږم چې دا ځینې خلک ولې داسې ګډې وډې وايي؟.

 

۳۴۵مه خبره/ د طبیعت آزادي مه غواړئ تباه کوي مو!

پۀ نړۍ کې اوس ځینې د دنیا پۀ مینه مست کسان کوښښ کوي ترڅو ځانونو او نورو ته پۀ دې سره قناعت ورکړي چې ګني پۀ انساني ټولنه کې باید یوازې طبیعت حاکم وي او همدغه د انساني ټولنو د تمدن معیار او انساني کرامت ګڼي او همدا د نجات لاره بولي خو دوی سخت تېروتلي دي! ځکه چې طبیعت مخلوق دی نۀ خالق، نو کوم شی چې ذاتاً مخلوق وي هغه هېڅکله هم معیار نهٔ شي کېدی مګر هغه مهال چې د خالق له خوا یې پر ټاکل شوي مسیر حرکت وکړي؛ مطلب پۀ کامله توګه د انساني طبیعت حاکمول ټولنه فاسدوي او له منځه یې وړي، ځکه خو پهٔ دې هکله پوهانو ته کلکه اړتیا ده چې لاس پر کار شي او د دغې شومې شیطاني انګېزې او نظریې مخه و نیسي، کنه نو انسان بۀ پۀ راتلونکي کې د خیالي تمدن، دروغین ثقافت او غولوونکي پرمختګ پۀ نوم ټول ارزښتونه او کرامات له لاسه ورکړي بیا بهٔ لاسونه ټکووي خو وخت بهٔ تېر وي.

دعوت نیوز در شبکه های اجتماعی

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.