.
ليکنه: انجنير نعمت الله اسلام-يار
.
دې پوښتنې ته به له دوه اړخو نه جواب ورکړم.
1. له اقتصادي پلوه سيخ د کانکريټ په نسبت ډير قيمت دی، نو زيات استعمال يې طبعاً د ساختمان قيمت لوړوي. که څوک دا فکر کوي چې د سيخ په زيات استعمال سره به ساختمان مضبوط او د بار په مقابل کې ډير مقاوم شي نو کاملاً په غلطه دی.
.
2. له تخنيکي پلوه که بحث وشي نو په عمومي ډول د ډيزاين په موضوع کې هميش د ډيزاينر کوشش دا وي چې داسې مقطع ډيزاين شي چې د عظيمي بار په وخت کې کانکريټ او سيخ په يو وخت کې خپل نهايي سټرين (strain) ته ورسيږي چې په دی ترتيب سره به سيخ او کانکريټ مونږ په اعظمي ډول استعمال کړی وي، چې دا تر ټولو اقتصادي او مؤثر ډيزاين دی البته دغسې مقطع ډيزاين کول په عملي ډول ممکن نه وي او ددې ډير وجوهات دي چې دلته ترې صرف نظر کوو.
.
مونږ په ډيزاين کې درې ډوله مقطعې لرو..
a. Balance section
b. Over-reinforced section
c. Under-reinforced section
متوازنه مقطع (balance section) همدغه ده چې پورته مې ذکر کړه چې په دې مقطعې کې سيخ او کانکريټ په يو وخت کې اعظمي سټرين (strain) ته ورسيږي.
په over-reinforced مقطع کې سيخ زيات وي او په دې معنې چې د بار د زياتیدو په صورت کې په کانکريټ کې اعظمي سټرين strain د سيخ په نسبت مخکې صورت نيسي او مخکې له دی چې سيخ په مکمل ډول مصرف شي (maximum strain)، کانکريټ په ماتيدو (fail) شروع کوي او چون کانکريټ brittle مواد دي نو مخکې له دې چې مونږ د کانکريټو په ناکاميدو پوه شو يو دم ماتيږي..
.
په under-reinforced مقطع کې چون سيخ د خپل مقدار څخه يوه اندازه کم وي په دې معنې چې د بار د زياتيدو په صورت کې مخکې لدې کانکریټ اعظمي سټرين ته ورسيږي لومړې سيخ په اوږديدو (yielding) شروع کوي دا چې سيخ په کافي اندازه ductile مواد دي نو هيڅکله د کانکريټ په څير يو دم نه ماتيږي مګر مخکې له ماتيدو (fail) څخه مونږ ته پوره خبر راکوي چې زه اوس (fail) کيږم نو مونږ کولې شو چې په وخت له تعمير څخه ځان وباسو..
اوس نو تاسې ووايې چې زيات سیخ استعمال کړو او که نه؟؟؟
.
په ډيرې بښنې سره چې بعضې اصطلاحات په پښتو نشم معنې کولې نو په انګليسي مې ليکلي..