ليکنه: انجنیر فضل الحق مومند
د انسانانو د ژوند لپاره د هوا تر څنګ اوبه خورا زيات ارزښت لري اوبه د الله ج له لوري انسانانو لپاره يوه داسې طبيعي وړيا ډالۍ ده چې پرته له هغې نشي کولای خپل ژوند په ښه توګه پرمخ يوسي.
الله جل جلاله په طبيعت کې اوبه په بيلابيلو بڼو سره پيدا کړي دي لکه د سيندونو اوبه، جهيلونو اوبه، ويالو او نور.
د اوبو له ارزښت څخه جوتيږي، چې د نړۍ په هره ګوټ کې چې کوم ښارونه منځته راغلي هلته د اوبو يو ډول نه يو ډول زيرمې خامخا شتون لري. اوبه کيدای شي په مايع، جامد او يا هم د غاز په بڼه پيدا شي او انسانان کولای شئ له پورته درې واړو ډولونو څخه د خپل ژوند هوسا تيرولو لپاره ګټه ترې واخلئ.
باراني موسم د اوبو د زيرمو او سرچينو په غني کولو کې زيات ارزښت لري ځکه د پشکال په موسم کې باران زيات وريږي او د همدې باران يوه برخه پر ځمکه کې جذبيږي.
د اسلام له پلوه هم اوبو ته زيات ارزښت ورکول شوی دی لکه په قرآنکريم کې چې راغلي (وَجَعَلْنَا مِنَ الْمَاءِ كُلَّ شَيْءٍ حَيٍّ).
اوبه د انسانانو، څارويو او نباتاتو په واسطه په ټوله نړۍ کې په پراخه پيمانه کاريږي، اوبه په حقيقت کې د هر ژوي يا ساه لرونکي د ژوند تيرولو لپاره اړينه ماده ده، اوبه د خوراکي توکو، د کرنيزو فارمونو او د ژوند د نورو اړتياوو د پوره کولو لپاره تر ټولو اړينه او مهمه ماده ده.
د يادولو وړ ده چې اوبه په طبيعت کې په دوو بڼو پيدا کيږي اول سطحي اوبه او دوهم د ځمکې لاندې اوبه.