د انسان له خوا د داسې سیستم جوړول غټ کار دی چې ځمکه تر ډېره د اسماني کاڼو د راغورځېدو له خطره ساتلای شي.
پر ځمکه د اسماني کاڼو لګېدل خورا برخلیک ټاکونکې پېښه ده. کله چې تقریباً ۶۶ میلیون کاله مخکې ځمکه د یوه کاڼي له خوا وویشتل شوه، د ځمکې په اتموسفیر او اقلیم کې لوی بدلون د دې سبب شو چې دلته د ډایناسورانو نسل ختم شي.
په ۱۹۰۸ کال په روسیه کې هم یو کاڼی راوغورځېد، چې مالي او ځاني تلفات یې لرل.
دا او دغسې نورې ډېرې پېښې واقع شوې دي، مثالونه یې زیات دي.
له نورو اغېزو ور هاخوا، د اسماني کاڼو راغورځېدل یو لوی رواني تاثیر هم لري چې زیاتره خلک ډاروي او وارخطا کوي.
زموږ په لمریزه منظومه کې د مریخ او مشتري تر منځ د نامنظمشکله کاڼو یو کمربند دی. دغه کاڼو ته اسټرویډز وایي. کوم کاڼي چې کله کله په ځمکه لګېږي او یا د ځمکې مدار ته نزدې تېرېږي، اصلاً د دغه ځای دي. خو، مشتري سیاره له دغو کاڼو څخه د ځمکې په ساتنه کې خورا لوی کومک کوي، ځکه کله چې دغه کاڼي له مداره ووځي، نو د مشتري جاذبه قوه یې د ځان خوا ته ورکشوي. د مشتري جاذبه قوه د ځمکې د جاذبې قوې په نسبت شاوخوا ۳ ځلې لویه ده.
د روان ۲۰۲۲ کال د سپټمبر په ۲۶ نېټه د امریکا د متحده ایالاتو ملي فضایي ادارې په بریالیتوب سره خپله یوه فضایي بېړۍ له یوه اسماني کاڼي سره قصداً ټکر کړه. دغه اسټرویډ یا په اصطلاح اسماني کاڼی چې ډیمورفوس نومېږي له ځمکې څخه شاوخوا ۱۱ میلیون کیلومتره لیرې و او اوږدوالی یې ۱۶۳ متره و. د فضایي بېړۍ ټول اوږدوالی ۱۹ متره و او منځنی سرعت یې په ساعت کې 22500 کیلومتره و. دا د دې پړاو لومړنۍ تجربه وه چې اغېزناکه هم تمامه شوه.
د دغه ټکر له وجې د یاد کاڼي په مدار کې بدلون راغی، مانا دغه چاره د اسماني کاڼو د لارې په بدلولو کې مهم رول لري.
دا یوه لویه لاس ته راوړنه بلل کېدای شي چې په خورا لوی واټن کې یو فضایي راکټ یو کاڼی په نښه کوي او له ځمکې څخه یې ممکنه لار چپوي.
که د اسماني کاڼو پر وړاندې ځمکوال دغه دفاعي سیستم قوي کړي، غټه خبره ده.
نوټ: په تصویر کې د کاڼي پخوانی مدار په سپین رنګ ښکاري، خو له فضایي بېړۍ سره تر ټکر وروسته یې په مدار کې بدلون راغلی دی چې په زېړ رنګ کې ښکاري.