د اپل نړیوال شرکت د دوشنبې پر ورځ، سپټمبر ۹مه خپل نوی ایفون ۱۶ بازار ته وړاندې کړ.
رویټرز خبري اژانس د یاد شرکت د چارواکو له قوله راپور ورکړی چې نوی ایفون به د پخوانیو هغو په پرتله ځانګړې وي، سکرېن بڼه یې، د مخکنیو ایفون موبایلونو په پرتله پراخه او لویه ده.
اپل به د ایفون۱۶ ترڅنګ ایفون۱۶ پرومکس، ایفون۱۶ پلس او ایفون۱۶ پرو یوځای بازار ته په نویو رنګونو سره وړاندې کړي.
تراوسه د ایفون۱۶ بیو په اړه څه نهدي ویل شوي، خو ځینو رسنیو د یادو موبایلونو بیې، له ۸۰۰ ډالرو تر ۱۲۰۰ ډالرو یادې کړې دي.