لیکنه:ډاکټر رحمن ملکزوی
د پوزې مینځل یو ساده، ګټور او اغېزمن عادت دی چې د انسان د روغتیا لپاره ډېر اهمیت لري. پوزه د بدن هغه برخه ده چې موږ پرې ساه اخلو، نو ځکه تل له دوړو، مکروبونو، الرجۍ او وچې هوا سره مخامخ وي. که پوزه پاکه ونه ساتل شي، نو د زکام، حساسیت، سر درد او د ساه اخیستلو ستونزې رامنځته کېدای شي.
#د پوزې مینځلو لپاره اکثره وخت مالګینې اوبه کارول کېږي. دا اوبه د پوزې دننه ککړتیا، دوړې، اضافي بلغم او میکروبونه وباسي. کله چې پوزه ومینځل شي، ساه اخیستل اسانه کېږي او انسان د سپکوالي احساس کوي. دا کار په ځانګړي ډول د زکام، الرجۍ، سینوسونو درد او وچې هوا په وخت کې ډېر ګټور وي.
#د پوزې مینځل باید په ارامه او سمه طریقه ترسره شي. لومړی پاکې اوبه د لږې مالګې سره ګډې شي، بیا د ځانګړي بوتل یا لوښي په مرسته اوبه یوې پوزې ته واچول شي، ترڅو له بلې پوزې ووځي. وروسته همدا کار د بلې پوزې لپاره تکرار شي. دا مهمه ده چې اوبه پاکې او د بدن د تودوخې په اندازه وي، تر څو پوزه ونه ځورېږي.
دا عادت نه یوازې د ناروغۍ په وخت کې، بلکې د ورځني ژوند په برخه کې هم ګټور دی. هغه کسان چې په ګردونو ،فابریکو یا ګڼه ګوڼه ځایونو کې کار کوي، باید پوزه منظمآ ومینځي. همدارنګه، د ژمي په موسم کې چې هوا وچه وي، د پوزې مینځل د وچوالي او خارښت مخه نیسي.
په ټوله کې، د پوزې مینځل یو ساده خو مهم کار دی چې د انسان روغتیا ته ګټه رسوي. که دا عادت په سمه او پاکه طریقه ترسره شي، نو د ساه لارې پاکې ساتي، د ناروغیو مخه نیسي او انسان ته د آرام او روغتیا احساس وربخښي.