د انسان نورمال تنفس

تندنفسي یا Tachypnea هغه حالت ته ویل کېږي چې د ساه اخيستلو شمېر له ۳۵ ځلو په یوه دقیقه کې زيات وي. په يو سالم انسان کې د ساه اخيستلو عادي شمېر شاوخوا ۱۲ ځله په يوه دقیقه کې وي. (په حقيقت کې د بالغو کسانو لپاره د ساه اخيستلو نورمال شمېر ۱۲ تر ۲۰ ځلو په يوه دقیقه کې وي، او که له دې څخه زيات شي، دا حالت د Tachypnea پر لور روان وي).

د Tachypnea او Hyperpnea ترمنځ توپير دا دی چې په Tachypnea کې ساه‌اخيستل چټک او سطحي وي، خو په Hyperpnea کې ساه‌اخيستل چټک او ژور وي.

او د دوی توپير له Hyperventilation سره دا دی چې په Hyperventilation کې د وينې CO₂ (Carbon dioxide) اندازه راکميږي.

هغه ټوليز عمل چې له دوو برخو جوړ وي — يعنې د هوا ننوتل د تنفسي دستگاه (دَم) او بيا د هغې وتل (بازدَم) — او موخه يې دا وي چې اکسيجن (O₂) وینې ته ورسوي او Carbon dioxide (CO₂) له وینې وباسي، د ساه اخيستلو عمل (تنفس) بلل کېږي.

په سالم انسان کې د ساه اخيستلو شمېر په هره دقیقه کې ۱۲ ځله وي، چې دې ته د ساه اخيستلو نورمال نظم (Normal respiratory rhythm) ويل کېږي.

که د ساه شمېر زيات شي، دا حالت تندنفسي (Tachypnea) او که کم شي، دا ورو ساه اخيستل (Bradypnea) بلل کېږي، او دواړه د ناروغۍ نښه ده.

د عمر ډله

د آرام تنفس (ساه/په یوه دقیقې)کې

نوی زیږیدلی (0–1 میاشت)

30–60

1–12 میاشتې

25–50

1–5 کلونه

20–30

6–12 کلونه

18–25

12 کلونه او پورته (لویان)

12–20

دعوت نیوز در شبکه های اجتماعی

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.