د اوبو د سطحې کمېدنه

په يوه څاه کې د اوبو د سطحې، د ټيټوالي يا کموالي څخه عبارت ده چې وروسته د پمپ کېدو څخه رامنځته کيږي. او يا هم په څاه کې د static water level او pumping water level تر منځ د ارتفاع تفاوت ته drawdown ويل کيږي.
اول static water level:
مخکي د pumping څخه په يو څاه کي د اوبو سطحي ته static water level وايي.
دوهم Pumping water level:
په څاه کي د اوبو سطحه د Pumping په جريان کي د Pumping water level څخه عبارت ده.
نوټ: په څاه کي داوبو سطحه معمولا د ft او يا m متر په واسطه د ځمکي د سطحي څخه اندازه کيږي.
په څاه کې د Drawdown محاسبه کول:
په يو څاه کي د drawdown د محاسبه کولو لپاره لاندي مرحلې په نظر کي نيسو.
لومړۍ مرحله: لومړی په څاه کي static water level پيداکوو، دstatic water level د پيداکولو لپاره لاندي کړنې ترسره کوو.
💧 مخکي تر اندازې اخيستلو. Pumping بايدن بند وي.
💧 د pumping په پروسه باندی بايد په پوره ډول حاکمیت ولرو.
💧 بايد اطمينان ولرو چي د pumping په وخت کي په discharge کي تغير رانشي.
💧 د pump د سويج سره بايد يو stopwatch وصل وي.
💧 بايد څاه په بشپړ ډول Recover شوي وي او وروسته له هغي د اوبو د سطحي ژوروالي پيدا کوو. چي د اوبو دغه سطحه ته Static Water surface يا د اوبو سټاتيکي سطحه ويل کيږي.
دوهمه مرحله (pumping level): داوبو د هغه سطحي په لاس راوړل چي پمپ شوي وي.
🔛 پمپ چالانه کوو.
🔛 د pumping په پروسه بايد په پوره ډول حاکیمت ولرو.
🔛 پمپ تر هغه وخته پوری چالانه ساتو تر څو په څاه کی recharge د discharge سره مساوی شی.
د پمپ د شروع څخه په منظم انټروال سره د اوبو د سطحي ژوروالی اندازه کوو. تر څو د اوبو هغي سطي ته ورسیږو چي نور د اوبو سطحه ثابته پاتي شي همدغي سطحي ته pumping level وایي.
دریمه مرحله: د drawdown محاسبه کول
د static water level څخه pumping level تفریق کوو چی مونږ ته drawdown په لاس راکوی
Drawdown = static level – pumping level
3️⃣ څنګه کولای شو په یوه څاه کی د زیات Drawdown مخه ونیسو؟
د Darcy د قانون په اساس د Discharge (Yield) او Drawdown (Depression head) تر منڅ لاندی رابطه وجود لري.
Q=CAH
H= Drawdown (Depression Head)
Q= Discharge (Yield)
C= Percolation intensity coefficient
A= Area of bottom of well
په داسی حال کي چي : H=Q/CA
د پورتني فورمول څخه په استفادې سره:
💦 هر څومره چي د Q مقدار زیاتیږی نو د H مقدار هم زیاتیږي. کوښښ باید وشي چي د Depression head مخه ونیسو تر څو بحراني حالت ته ونه رسي.
💦 کله چی Depression head زياتيږي په همغه اندازه داوبو د نفوذ سرعت (Percolation velocity) زیاتیږي.
💦 په څاه کي د اوبو د نفوذ زياتوالي د خاورو د ذراتو د بې ځایه کېدو لامل ګرځي. او د خاورو د ذراتو بې ځایه کېدل د منفذو د بندېدو لامل ګرځي. په دغه حالت کي چي کومي اوبه په لاس راځي د critical yield درلودونکي به وي.
💦 د critical drawdown د مخنیوي لپاره باید د normal drawdown څخه استفاده وشي. چي د critical drawdown، د 1/3 برخه ده چي دا ډول drawdown د working depression head په نوم یادیږي. چي په دې حالت کي Safe yield په لاس راځي.
H=Q/CA
د
drawdown او percolation intensity coefficient
تر منځ معکوسه رابطه وجود لري.
د هر ډول موادو percolation intensity coefficient یو له بل سره فرق لري.
د coarse موادو percolation intensity coefficient زیات دی نسبت fine موادو ته. نو ویلای شو چي که چیري د (C) قیمت زیات شي نو د کم drawdown لامل ګرځي. مونږ باید په داسي ساحه کي د څاه لپاره د ځای انتخاب وکړو چي هلته د coarse موادو اندزه زیاته وي تر څو د زیات drawdown څخه مخنیوی وشي. کله چي د څاه چارچاپېره (شاوخوا) ساحه قابل نفوذ وي نو په هغه صورت کي د څاه عمق چي څومره زیاتیږي په همغه اندازه یې آبدیهي (Yield) زیاتیږي.
H=Q/CA
د Area او Depression Head تر منځ معکوسه رابطه وجود لري.
هر څومره چی د څاه د لاندینی برخي مساحت زیاتیږی په همغه اندازه Depression head کمیږي، چي د څاه د لاندنۍ برخي مساحت د لاندي فرمولې په مرسته پیدا کوو. A=Лd2/4
دعوت نیوز در شبکه های اجتماعی

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.