لیکنه: امین وردګ
«««««««««««««««««««««
۳۱۶مه خبره/ له متکبرینو سره دوستي هم یوه نوع تکبر دی
زهٔ خو له متکبرینو سره دوستي او ملګري هم تکبر ګڼم ځکه خو یې پهٔ فاصله کې خیر راته ښکاري.
۳۱۷مه خبره/ بام ته ختلې زینه د بېرته راکوزېدو لاره هم ده!
کومه زینه دې چې بام ته خېژوي، همغه دې بېرته راکوزوي هم؛ مطلب هم پام ورسره کوه او هم پام پرې کوه.
۳۱۸مه خبره/ وايي چې له څهٔ امله مړ شو؟
چې هر سړی مړ شي او له کورنۍ څخه یې د مرګ لامل وپوښتې چې ولې مړ شو؟ نو همغه آخرنی عمل یې لامل ګڼي او هېڅوک هم داسې نۀ درته وایي چې امر د اللهﷻ ؤ، کار د عزرائیل او مسبِب یې بهانه شوه.
۳۱۹مه خبره/ د ګل ښایست له منځه مه وړئ!
ګل ته کتل او بویوول یې خیردي خو رېژوئ او راشکوئ یې مه، ځکه چې بیا یې بوی او ښایست دواړه له منځه ځي.
۳۲۰مه خبره/ له بدیو خلاصون نشته
له بدیو او بدانو کۀ خلاصون ممکن وای، نو د انسانانو پۀ خېټو کې مرداریو څۀ کول.