امین وردګ
«««««««««««
۳۴۶مه خبره/ پیسې هېڅ هم نهٔ دي!
ځینې خلک پهٔ دې عقیده دي چې پیسې هر څۀ دي! خو دوی بۀ هغه مهال پوه شي چې کله پیسې وي خو نور هېڅ هم نۀ وي! نو چې دوی بۀ بیا پۀ پیسو څۀ کوي؟ ځکه چې (څۀ) خو بۀ له لویه سره وي لا نه.
۳۴۷مه خبره/ ښهٔ عادت تقلید کړئ او بد نه!
عادت پۀ انسان کې هغۀ تکراري عمل دی چې کله پۀ طبعي او کله هم پۀ تقلیدي توګه پیدا کیږي، بیا پۀ مرور د زمان سره یا تقویه کیږي او یا هم ضعیفیږي، سلبیږي او محو کیږي چې دا حالات پۀ تعشق او تنفر پورې اړه لري خو عادات زیاتره د محیط او ماحول له اثر څخه لاندې وي ځکه خو تاسو د عاداتو پۀ تقلید او ایجاد کې ډېر پام کوئ! د کوم چا له عادت څخه مو چې اندامونه یا اخلاق الهام اخلي یا ترېنه متأثر کیږي نو لومړی د هغۀ کس معنوي موقف او شخصیت ته کلکه توجه کوئ تر څو تاسو یو ښۀ مقلد و اوسئ او داسې کوم عادت تقلید نۀ کړئ چې شخصیت مو تهدید کړي ځکه چې د عادت تغیروول او محو کول نو بیا څهٔ آسانه کار نهٔ دی.
۳۴۸مه خبره/ د مرد او نامرد ملګري
له مرد سره ملګري کوه او له نامرد سره سات تیري! ځکه چې مرد پۀ سختۍ کې یار دی او نامرد پۀ آسانۍ کې.
۳۴۹مه خبره/ موږ د شپون پهٔ قدر نهٔ پوهیږو!
موږ شپون سم نهٔ پېژنو او نهٔ يې هم قدر او قیمت راته معلوم دی حال دا چې شپنۍ پيغمبرانو ته (د سالم مدیریت اړوند) د خدای زور مهارتونه ور زده کړي دي او پهٔ دې خبره بهٔ تاسو هغه مهال پوه شئ چې کله پهٔ غرهٔ کې کومه لویه رمه داسې و وینئ چې شپون یې نهٔ وي او شغالان یا ګيدړې یې پسونه یوې او بلې خوا ته ځغلو.
۳۵۰مه خبره/ ځان له چا بهتر مه ګڼه چې بیا احمق درته وايي
هېڅکله هم ځان له چا بهتر مه ګڼه ځکه چې د کمعقلۍ راز دې پاشل کیږي او عاقلانو ته بیا احمق ښکارې؛ مطلب له خپلې کمعقلۍ او حماقت سره دې ډېر خیال ساته! هسې نه چې پهٔ لوی لاس ځان ته د ویښیارانو در پام کړې.