ډاکټر رحمن ملکزوئ
کله چې وایو «زړه مې تنګ دی» په حقیقت کې زموږ د زړه غړی (Heart) ناروغه نه وي، بلکې دا زموږ د روح او ذهن د ناارامۍ یو کلتوري تعبیر دی. په طبّي علومو کې دا حالت اکثراً له فزیکي ناروغیو ډېر، له ارواپوهنې سره تړاو لري.
#زړه تنګوالی له کومه کېږي؟ (اصلي لاملونه)
١-رواني او احساساتي فشار: کله چې تاسو سخت فکرونه کوئ، له سټرس، وېرې یا خپګان (Depression) سره مخ کېږئ، بدن د اضطراب هورمونونه خوشې کوي. دا کار په سینه کې د دروندوالي، د نفس د لنډوالي او د زړه د چټکې درزا (ټکان) لامل ګرځي.
٢-ځینې وختونه د معدې تیزابیت (Reflux) او ګازونه په سینه کې داسې درد او سوځېدنه رامنځته کوي، چې انسان ته د زړه د ناروغۍ وهم(ډار) پیدا کوي.
نو که ستاسو «زړه تنګوالی» یوازې احساساتي نه وي او له لاندې علامو سره مل وي، نو دا د زړه واقعي ستونزه ده او باید سمدستي ډاکټر ته مراجعه وکړئ ترڅو د زړه ګراف (ECG) وشئ
د زړه ناروغئ اصلی نښې نښانې : د سینې شدید درد چې غاړې، اوږې یا کیڼ لاس ته غځېږي، د نفس داسې سخت تنګوالی چې د لږ مزل یا ناستې پر مهال هم ساه بندوي پرله پسې سرګرځېدل (چکر) یا بې هوښي.او د پښو ناڅاپه پړسېدل …
نو زړه تنګوالی ډېری وخت د زړه د ناروغۍ نښه نه، بلکې ستاسو د ستړي شوي ذهن چیغه(ناره) ده. د ژورې ساه اخیستلو تمرینونه، منظم سپورټ، کافي خوب او له خپګان څخه لیرې والی ستاسو زړه او ذهن دواړه بېرته ارامولای شي.