ډاکټر رحمن ملکزوئ
د زړه ټکان (د قلبي حادثې) لاملونه معمولاً د د زړه رګونو ناروغي (Coronary Artery Disease)سره تړاو لري، چې په لاندې عواملو پورې اړه لري:
۱-د زړه رګونو تنګي (Atherosclerosis): د کولیسټرول او نورو موادو په رګونو کې د پلاک جوړېدل، چې د رګونو داخلي ساحه تنګوي او د وينې جریان کمزوری کوي. که دا پلاک ټوټه شي او د وينې د جریان مخه ونیسي، د زړه برخې ته اکسیجن نه رسېږي، چې د زړه ټکان لامل ګرځي.
۲-رګونو د وينې پرې قطعیدل (Thrombosis): د وينې د ټوټو (Blood Clot)جوړېدل چې په تنګو رګونو کې د وينې جریان بندوي. هغه کسان چه په کمه اندازه اوبه څښي نو د وخت په تیریدو سره وینه په تدریجي ډول کلکیږی ،چه بیا په راګونو کې دا وینه په خپل سریت نه ځئ ،نو طبیعی ته ده چه وینه او اوکسیجن زړه ته په سم ډول نه راسږي او د زړه د تکاڼ سبب ګرځي
۳-د زړه د رګونو سپاسم (Coronary Artery Spasm):د زړه رګونه ناڅاپه تنګېږي او د وينې جریان کمزوري کوي، حتی که پلاکونه نه وي.
۴- هغه کسان چه زیاتې اندیښنې ،سترس ،تشویش،او انزایټي لري یا یی د ماشومتوب څخه یو دردونکي صدمه او پیښه لیدلي چه ترډیره دا ویره ورسره مل وي.
#رېسک فکتورونه (هغه عوامل چې د زړه ټکان خطر زياتوي) :
۱- سګرټ څکول
۲- ورزش نه کول
۳- ناسمه تغذیه (د ډیر چربي، مالګې او پروسس شوي خوړو کارول)
۴- د الکولو ډیر مصرف
۵ – لوړ فشار (High Blood Pressure)
۵- د شکرې ناروغي (Diabetes)
۷- د کولیسټرول لوړه کچه
۸- غټوالي (زیات وزن لرونکي خلک ) (Obesity) او داسې نور عوامل لکه د کورنۍ په تاریخچه کې د زړه ناروغۍ ،عمر (د ۴۵ کلونو څخه د زړه ټکان خطر زياتېږي)
نو که چیرې تاسو د زړه ټکان سره د سینې په برخه کې درد ،خوله کیدل ،سرګرځیدنه ،سټړیا اخساس کوئ او یا پورتنئ نښې لرئ ،نو ښه به دا وي چه یو ښه ډاکټر ته لاړ شئ ،او اړین معینات وکړئ
پوښتنه: ایا تاسو د زړه ټکان لرئ ؟ کوم ډول درمل خورئ ؟