ژباړن: رڼاګل اریوبزی
یو وخت یوې مر منې دوه اولادونه در لودل، یو يې زوی و او دا بله يې لور. یوه ورځ دا میرمن په سفر روانه شوه او اولادونوته يې و ویل چې: « بچیانو! زه په سفر ځم او تاسې د لته یوازې پاتې کیږی، نو ځکه به د ویاړې د روازې ته ډیر پام کوی.» مقصد يې دا و چې دکوچنیانوباید دې ته پام وي چې، غله د ویاړ دروازې له لارې کورته ور نه شي. څه موده چې دا په کور کې نه وه، د کوچنیانو زړونه تنګ شول او ورور يې خور ته و ویل چې:« راځه چې دواړه یوڅه د باندې ځنګل ته لاړ شو، د ویاړې دروازه به له ځان سره یوسو، بیانو څه نه پیښیږي!» دا خوشاله شوه او دواړه د باندې ځنګل ته و وتل، په ځنګل کې يې لوبې کولې، هرې خواته منډې وهلې، په دې کې لار ترې ورکه شوه، شپه په راغله او پوه شول چې کور ته نه شي تللی. له ډاره یوې ونې ته وختل، تر څو چې داړونکي ژوې يې ونه خوري. د واړه یو څه وخت هلته په ونه کې ناست ووچې غله د پنډ و پنډ و پیسو سره راغلل، د همدې ونې لاندې کیناستل او پیسې يې شمیرلې. په دي وخت کې کوچنیانو ځانونه ډیر ارام او غلي ونیول، ترڅو غله پوه نه شي چې دوی دلته په ونه کې دي. لږ څه وروسته ورور خور ته و ویل چې: « متیازې راغلې دي او نه یې شم ټنګولی.» خور ورته و ویل:« نو ويې کړه!» ده خوشې کړې، خو غلو په کرارۍ خپلې پیسې شمیرلې او ویل يې چې:« دا د باران څاڅکې دي چې وریږي.» لږ څه وروسته ورور خور ته بیا و ویل چې: « نور ځان نه شم تم کولی، باید غټ څه وکړم:» خور ورته و ویل چې: « ويې کړه!» ده وکړل، غلو بیا هم د پیسو شمېرلو ته دوام ورکړ او ويې ویل چې :« دا د هغه الوتونکو چټلي ده چې پاس په ونه کې ناست دي.» اوس نو دواړه د ډیر وخت له پاره په ونه کې ارام ناست وو، خو ورور يې بیا وویل چې:« زه د ویاړې دروازه نوره په لاس کې نه شم ټینګولی.» خور ورته وويل چې وايې چوه.» ده دروازه واچوله او دروازه د غلو په منځ کې ولوید له.
غلو په بیړه منډې او چیغې کړې چې:« د اسمان نه تندر راولوید، د اسمان نه تند ر را ولوید.» دوی وتښتیدل او هرڅه يې په ځای پریښودل. اوس نو سهار رانږدې شوی و، خور او ورور دواړه له ونې راکوز شول او د ویاړې دروازه او ټولې د غلو نه پا تې شوې پیسې يې د ځان سره را واخیستې، خوښ او نیکمرغه کور ته راغلل. مور يې مخې ته ور ودانګل او دواړه يې وکنځل چې په دروازې يې پام نه و کړی. که چیرې غله راغلي وای، نو هرڅه به يې غلا کړي وای. کوچنیانو مور ته ټول هغه څه بیان کړل چې په ځنګل کې يې لیدلي او په تیر شوې وو. بیا هغه هم خوشاله شوه. په پیسو يې ښکلې جامې او نور سامان را ونیول او لا دومره پاتې هم شوې چې د ټول ژوند له پاره يې بس کیدې.
Märchen aus Deutschland, Mutabor Verlag, Kindermärchen aus aller Welt, Bild: Cristina Roters