مذهبی ځوانان او د سایبری جهاد سراب!

دلته په ځانګړي ډول هغو مذهبي ځوانانو ته خطاب دی چې له احساساتي هیجان (جذباتي پارېدنې) سره مخ دي. د الحاد (بې دینۍ)، لبرالیزم او مارکسزم په وړاندې په سنګر کې ناستو دغو ځوانانو څخه زما پوښتنه دا ده چې: «وروره! ستا علمي بنسټ څه دی؟» هغه ځوانان چې نه د خپلې دیني مخینې او روایت په اړه ژور فهم لري، نه د علمي تاریخ درک او نه هم د دغو مکتبونو (isms) له ژبې او منطق څخه خبر دي، نو هغوی په کوم اساس د سایبري مجاهدینو په توګه میدان ته راوتلي دي؟ ایا دا د «کیبورډ» جګړې، د لایکونو او کمنټونو تعقیبول او پر مغالطو ولاړې احساساتي ویډیوګانې واقعاً د دین خدمت دی؟

حقیقت خو دا دی چې دا د دین د خدمت پر ځای د نفساني انا د تسکین او خړوبولو وسیله ښکاري. د افسوس خبره دا ده چې د دې بې هدفه جګړې پایله خورا بوږنوونکې ده؛ په سلګونو ځوانان د خپلې ناپوهۍ له امله په داسې فکري پیچلتیاوو کې ښکېل شول چې په پای کې له دین څخه لرې او ډیری یې په ښکاره ډول د الحاد په تورو کندو کې وغورځېدل.

د انکار ارواپوهنه: شبهات که شهوات:

نن سبا د والدینو لخوا دا شکایت په مکرر ډول اوریدل کیږي چې د هغوی اولادونه بې لارې شوي دي. له داسې ځوانانو سره د خبرو پر مهال د داعي (مبلغ) زړه هم لړزیږي؛ دا وېره ورسره وي چې هسې نه زموږ ځواب د هغه ضد او عناد نور هم ټینګ کړي او هغه دا ګمان ونه کړي چې «یو بل مولوي یې هم مات کړ». حقیقت دا دی: چا چې د حق نه منلو هوډ کړی وي، هغه ته د نړۍ هیڅ دلیل قناعت نشي ورکولای. داسې خلک د کومې فکري غلط فهمۍ ($intellectual\ confusion$) ښکار نه دي، بلکې د شعوري انکار په حالت کې دي. د اوسني عصر اصلي غمیزه شبهات (شکوک) نه، بلکې شهوات (نفساني غوښتنې) دي. د انسانانو زړونه د مادي خوندونو اسیر شوي دي او ټولنیزو رسنیو د هوس پرستۍ داسې دروازې پرانیستې دي چې انسان د حق په پوهیدو سره هم ځکه حق نه مني چې باید د خپلو غوښتنو قرباني ورکړي.

دجالي فتنې او د ځانباورۍ سراب:

رسول الله صلی الله علیه وسلم د دجال له فتنې څخه د لرې پاتې کیدو لپاره د ارواپوهنې د اصولو پر اساس په ټینګار سره فرمايي:

مَنْ سَمِعَ بِالدَّجَّالِ فَلْيَنْأَ عَنْهُ، فَوَاللّٰهِ إِنَّ الرَّجُلَ لَيَأْتِيهِ وَهُوَ يَحْسِبُ أَنَّهُ مُؤْمِنٌ فَيَتَّبِعُهُ، مِمَّا يَبْعَثُ بِهِ مِنَ الشُّبُهَاتِ ( سنن ابی داود.

«څوک چې د دجال په اړه واوري، نو له هغه څخه دې لرې شي. په خدای قسم! یو سړی به دجال ته ورشي او دا ګمان به کوي چې زه خو مؤمن یم، مګر د هغه د شبهاتو تر اغېز لاندې به راشي او د هغه پیروي به پیل کړي.»

نن موږ په خپلو سترګو دا دردونکی منظر ګورو، هغه ځوانان چې ځانونه یې په فکري لحاظ پیاوړي ګڼل، د یوټیوب د یوې عادي ویډیو یا د کوم ملحد د یوې سرسري پوښتنې پر وړاندې لړزیږي. د هغوی ایمان داسې ښکاري لکه د شګو د دیوال، ځکه چې بنسټ یې پر احساساتو ولاړ وي، نه پر علم. په داسې کړکېچنو شرایطو کې د شریعت لومړۍ غوښتنه تهاجمي مبارزه نه ده، بلکې د ځان ساتنه ده. د قرآن کریم ښکاره حکم دی:

قُوْٓا اَنْفُسَکُمْ وَاَھْلِیْکُمْ نَارًا ( سورت تحریم.

«خپل ځانونه او خپل اهل عیال له اور څخه وژغورئ.؛

د فتنې په دې دوره کې د هوښیارۍ غوښتنه دا ده چې انسان له هر کس او ناکس او په هره ناچيزه خبره د خلکو سره د مناظرې کولو پر ځای، رباني علماوو، د پاکو زړونو خاوندانو او په علم کې راسخو خلکو ته پناه یوسي؛ د هغوی تر سیوري لاندې د خپل عقل تهذیب او د زړه روزنه وکړي، ځکه چې په یوازې ځان لاروی د شیطان اسانه مړۍ وي.

دا یوه بنسټیزه پوښتنه ده چې بالاخره موږ ته دا واک چا راکړی چې د هرې نابللې نظریاتي جګړې سرتیري شو؟ چا دا مسؤلیت پر موږ اچولی چې د هر ملحد او مستشرق ځواب ورکول زموږ کار دی؟ په هره پوښتنه کې ښکېلېدل او په هر بحث کې په یوازې ځان ځان غورځول پوهه نه ده، بلکې د ځان ښودنې یو رنځ دی. د دین خدمت د احساساتو په بې لګامه څرګندولو سره نه، بلکې د استادانو تر څارنې لاندې د علمي استقامت په پیدا کولو سره کیږي.

تزکیه او د دين اقامت: متضاد نه بلکې تکمیلي اړخونه دي

په اوسني عصر کې د دین د تعبیر او تفهیم په اړه ځینې عجیب او غریب تضادونه رامنځته شوي دي. یوه ډله دین یوازې تر فردي تزکیه نفس (د نفس پاکوالي) پورې محدودوي، پداسې حال کې چې بله ډله بیا یوازې د دین اقامت (د ټولنیز نظام پلي کول) ټول دین ګڼي. غمیزه دا ده چې دا دواړه اړخونه د یو بل سیالان ګرځول شوي او یو غیر متوازن حالت يې رامنځته کړی دی. حقیقت دا دی چې د نفس تزکیه او د دین اقامت د یو بل ضد نه دي، بلکې د یوې حقیقي سکې دوه مخونه دي. دین لکه څنګه چې د انسان د باطن پاکوالی غواړي، داسې د ټولنیز ژوند بنسټونه هم د عدالت، خیر او توحید پر نړیوالو اصولو ودرول غواړي.

په ډېرې خواشینۍ سره باید ووایو چې نن د سرسري مطالعې او خام فهم پر بنسټ امت ته د دین د اقامت پروګرام وړاندې کونکي په ډیریدو دي. دا هغه خلک دي چې نه د دیني اصطلاحاتو په ژورتیا پوهیږي او نه یې په سمه توګه تلفظ کولای شي، مګر دعوه یې دا ده چې د ټول امت فکري لارښوونه کوي. اکبر الٰه آبادي د دغه ډول ازادۍ په اړه په تمسخر سره وايي:

ملګرو! د حکومت د خیر دعا کوئ، هر هغه بې ځایه غږونه چې خولې ته مو راځي پورته کوئ يې؛ داسې ازادۍ کله ترلاسه کيږي ؟ چې د منصور غوندې انا الحق هم ووایه او په دار هم مه خېژه.

نن وضعیت دا دی چې د څو کلمو په تکرارولو سره خلک ځانونه د امت مفکرین ګڼي، په داسې حال کې چې هغوی د تزکیې له اصلي مفهوم او د دین د اقامت له پراخې دایرې څخه په بشپړه توګه ناخبره دي. د دین اصلي غوښتنه دا ده چې په انفس (د فرد ذات) او آفاق (ټولنه او دولت) دواړو کې د الله د دین غلبه قایمه شي. د نفس تزکیه هم لازمي ده او د یوې عادلانه ټولنې جوړول هم ضروري دي. دلته اصلي علمي بحث دا نه دی چې له دې څخه کوم یو ترسره شي، بلکې اصلي پوښتنه د پیل او ترتیب ده چې سفر له کومه ځایه پیل شي. د دغه ترتیب د پوهیدو لپاره د اکبر الٰه آبادي دا شعر یو بشپړ فلسفه وړاندې کوي:

خدا کے کام دیکھو بعد کیا ہے اور کیا پہلے

نظر آتا ہے مجھ کو بدر سے غارِ حرا پہلے

د خدای کارونو ته وګوره چې وروسته څه دي او لومړی څه؛ ما ته د بدر له میدانه وړاندې د حرا غار لومړی ښکاري.

د حرا غار د تزکیې هغه ځای دی چیرته چې د نبوت پیل وشو او بدر د عمل هغه میدان دی چیرته چې د دین ټولنیزه غلبه ښکاره شوه. یعنې تر هغه چې باطن د حرا د غار په رڼا روښانه نشي، د بدر په میدان کې د بریا خوب نیمګړی دی. د یو پوه دا وینا خورا ژوره ده چې:

“There cannot be an Islamic state without an inner Islamic state”

د یو کورني (داخلي) اسلامي دولت له رامنځته کېدو پرته، د بهرني اسلامي دولت شتون ناممکن دی.

تر څو چې د فرد په فکر، شعور، زړه او نظر کې د دین حاکمیت قایم نشي، په ټولنیزه کچه د اسلامي نظام خوب نشي رښتیا کیدای. دا یوه لویه فکري غلط فهمي ده چې ګواکې پر تزکیه ټینګار کونکي د دین د اقامت مخالف دي. حقیقت خو دا دی چې د هر مؤمن د زړه هیله د دین غلبه ده، اختلاف یوازې په منهج او تګلاره کې دی، ګنې مقصد د ټولو یو دی چې هغه د «کلمۃ اللہ» لوړاوی دی.

تحريکي ژوند د عبادت په مقابل کې: يو مصنوعي ټګر:

د افسوس خبره دا ده چې په اوسني عصر کې د عبادت او تحریکیت ترمنځ یو مصنوعي جنجال رامنځته شوی دی. د ځینو کړیو لخوا دودیز دیني شعائر او عبادات (بې روحه مذهبي رسوم) په نوم په سپکاوي سره وړاندې کیږي؛ په دې ادعا سره چې مولویانو قوم یوازې په تسبیح او مناجاتو کې ښکېل کړی او له اصلي هدف یعنی سیاسي غلبې څخه یې لرې کړی دی. پوښتنه دا پیدا کیږي چې هغه به کوم اسلامي انقلاب وي چې د بنده ګۍ د توهین او د عباداتو د سپکاوي پر بنسټ برپا شي؟ د بنده ګۍ لومړنۍ او بنسټیزه غوښتنه عبادت دی؛ که د بنده ګۍ دا روح له منځه لاړ شي، نو بیا تحریک یوازې یو بې ساه سیاسي جوړښت پاتې کیږي.

نن سبا یوه ځانګړې ډله د روڼ اندۍ په نوم ځوانانو ته د دې باور ورکولو هڅه کوي چې «د دین اصلي مفهوم خو له امت څخه پټ ساتل شوی و، چې اوس به یې موږ روښانه کړو.» دا تش په نامه روښانفکران په خورا غرور سره دا دعوه کوي چې دین یوازې د یو سیسټم (نظام) نوم دی، پداسې حال کې چې عبادات او تزکیه ثانوي حیثیت لري. باسواده ځوانان د هغوی د سحرانګیزه اسلوب او د نوي سیسټم له اصطلاحاتو اغیزمن کیږي او داسې ګمان کوي چې ګواکې له پیړیو راهیسې تیر شوي اکابر، فقهاء او د تصوف سرلاري د دین په پوهیدو کې پاتې راغلي وو. دا روڼ اندي چې د کوم سیسټم ډول غږوي،همدغه حقیقي دين دی، خو هغه په حقیقت کې د دین یوازې په یو مادي او سیاسي نظریه باندې د بدلولو یوه شعوري یا لاشعوري هڅه ده، چې پکې روح هیڅ برخه نلري.

عصري زده کړې او ذهني زوال:

د علم او ادب د متقابلې اړیکې په اړه یو خورا د اندیښنې وړ اړخ هغه فکري زوال دی چې د نن ورځې په ښوونیز او تعلیمي ډګر کې ننوتی دی. هغه خلک چې په دیني یا دنیاوي هر ډول تدریسي نظام پورې تړلي دي، د هغوی عمومي تجربه دا ده چې په وروستیو څو کلونو کې د زده کونکو ذهني وړتیا په داسې چټکۍ سره راټیټه شوې چې په تیرو وختونو کې یې بیلګه نه لیدل کیږي. دا د نوي عصر (ذهني کچه راټیټول) ستر سوغات دی، چیرته چې په هر نوی تعلیمي کال کې د تیر په پرتله د ډیر فکري زوال ښکارندويي کوي. د پوهنتونونو اصلي وضعیت دا دی چې سایبري ټیکنالوژۍ ذهنونه فلج کړي دي؛ د معلوماتو ډیروالی خو شته مګر د ادراک او پوهې قحط رامنځته شوی دی. د شعور کچه په پرله پسې ډول ښکته روانه ده او د دې سره د ادب جنازه هم ختلې ده.

دکلماتو ډېروالی او د معناګانو نشتوالی:

د امام عبداللہ بن مبارک رحمه الله دا وینا په دې ناوړه وضعیت کې د یوې تازیانې کار کوي چې: «موږ د ډیر علم په پرتله، لږ ادب ته زیاته اړتیا لرو.» نن زموږ په شاوخوا کې د کلماتو هجوم دی مګر د معناګانو قحطي دی. موږ داسې یوې دورې ته ننوتي یو چې په اړه یې رسول الله صلی الله علیه وسلم لا دمخه خبرداری ورکړی و چې: «تاسو په داسې یو وخت کې یاست چې فقهاء پکې ډیر او خطيبان کم دي، مګر داسې وخت به هم راشي چې خطيبان به ډیر وي او فقهاء (په علم کې ژور کسان) به کم وي.» نن چرب ژبۍ او ژبني مهارت ته د بریا معراج ویل کیږي، پداسې حال کې چې بصیرت او تهذیب ته هیڅ څوک نه ګوري.

نبي کریم صلی الله علیه وسلم د خپل امت لپاره چې له ټولو څخه د لوی خطر ښودنه کړې وه، هغه «علیم اللسان منافق» (چرب ژبی او فصیح بیان لرونکی منافق) و. غمیزه دا ده چې د خلکو ژبې خو ډېرې خوږې او تېزې دي مګر زړونه یې د ایماني سوز او بنده ګۍ له تندې خالي دي. اکبر الٰه آبادي دا فکري او روحاني تضاد په یو بیت کې داسې رانغښتی دی: (ژبه ګرمه ده، زړه یخ دی). دا یوازې یو بیت نه دی بلکې د ټول نوي تمدن يو حقیقي انځور دی، چیرته چې د وینا او خطاب ګرمي خو شته مګر د زړه هغه تودوخه نشته چې انسان د الله پر وړاندې ټیټ کړي او هغه باادبه کړي. سبحان الله! اوس ژبه خو ښه روانه ده مګر په زړه کې هغه ایماني سوز نشته چې کردار بدل کړي.

پر دوو دوو او دریو دریو ساعتونو اوږدې ویناوې، سحرانګیزه لحن او پر سټیج داسې هنر ښودل کیږي چې لیدونکي هک پک پاتې کیږي. مګر د دې ټولو فکري او تبليغي هڅو تر شا یو بوږنوونکی حقیقت پټ دی؛ دغو خطيبانو خپله ټوله بیانیه د اسلافو او اکابرو له فهم څخه د اړیکو په پرې کولو ولاړه کړې ده. هغوی پوهیږي چې تر څو نوی نسل له خپل دیني میراث او رباني علماوو سره تړلی وي، د دوی د فکري انفرادیت جادو نشي چلیدای، ځکه نو د دوی بریا پدې کې ده چې ځوانان د خپلو اکابرو په اړه بدګمانه او بې نیازه کړي.

نن سبا یوه ځانګړې ډله خورا مشهوره ده چې په ورځني ډول د ځوانانو په ذهنونو کې دا زهر پاشي چې د دوی د بربادۍ اصلي مسؤلینو کې درې ډلې دي: والدین، استادان او مولویان. ګواکې د نوي نسل د ټولو خرابیو پړه پر همدغو دریو ډلو اچول شوې ده. دا بیانیه اوس یوازې یو نظر نه دی، بلکې د یو منظم تحریک بڼه یې غوره کړې ده. هیڅ څوک دا فکر نه کوي چې که له ټولنې څخه د دغو دریو ستنو درناوی له منځه لاړ شي، نو د دیني او ټولنیزو ارزښتونو ټوله ودانۍ به ونړیږي. دا وضعیت کټ مټ د دغې نبوي وړاندوینې سره سم دی چې: أَنْ تَلِدَ الأَمَةُ رَبَّتَهَا (صحیح مسلم:۸) «چې وینځه به خپله مالکه وزیږوي»، یعنې ارزښتونه به سرچپه شي، د درجو توپیر به له منځه لاړ شي او د اړیکو سپیڅلتیا به تر پښو لاندې شي.

د پخوانیو کلتوري اصولو څخه نیولې تر اسلامي لارښوونو پورې، د ټولنې توازن پر پنځو اړیکو ولاړ دی: والدین او اولاد، مشران او کشران خویندې وروڼه، میړه او ښځه، واکمن او رعیت، استاد او شاګرد. نن د نوي والي او تش په نامه مذهبي روڼ اندۍ تر چتر لاندې دا ټولې اړیکې په نښه کیږي. په پایله کې، هغه ځوانان چې د دین په لټه کې وتلي وو، اوس د خپلو محسنینو (والدین، استادانو او علماوو) پر وړاندې ولاړ دي. دا وضعیت د زړه او نظر لپاره د دروند اضطراب او سختې بې کرارۍ لامل دی، ځکه نو اوس په کلکه د دې اړتیا ده چې پر ادب ټینګار وشي، ځکه علم که له ادب څخه خالي وي، د روح لپاره زهر جوړیږي. علامه اقبال د دغه درد څرګندونه داسې کړې وه:

نوجوانی را چو بینم بی ادب

روز من تاریک میګردد چو شب

هغه رښتیا ویلي وو چې کله ځوان بې ادبه شي نو د ورځې رڼا هم د شپې په تیاره بدلیږي. د نن دورې تر ټولو بوږنوونکې غمیزه په چټکۍ سره د ادب له منځه تلل دي. هغه متقابل درناوی چې کله به یې شاګرد له استاد سره، اولاد له والدینو سره او کشران له مشرانو سره تړل، اوس د تیرو وختونو کیسه جوړه شوې ده. حقیقت دا دی چې کله له زړه څخه مینه رخصت شي، نو د وفا او لحاظ بوی هم نه پاتې کیږي. نن نه په ژبه کې هغه مراعات پاتې دی او نه په لحن کې هغه عاجزي؛ خلک له خپلو خبرو وړاندې د هغې پر اغیزو فکر نه کوي.

څو ورځې وړاندې د ځینو ملګرو د خبرو پر مهال کله چې زما غوږونو ته دا جملې ورسیدې چې «زه د فلانکي فالوور یم او زه فلانکی فالو کوم»، نو له دغه فکري زوال څخه مې زړه ولړزېد. هغه امت چې ځوانانو به یې کله د امام ابو حنیفه، امام شافعي او امام احمد بن حنبل رحمهم الله په څیر د جلیل القدره ائمه کرامو پر پیروۍ ویاړ کاوه، نن د یوټیوبراونو او ټیک ټاکراونو پیروي خپل اعزاز ګڼي! دا له لوړوالي څخه د ځوړتیا لور ته یو داسې سفر دی چې د هغې د خطر شعور له منځه تللی دی. خلک د دغو کلمو پر مفهوم غور نه کوي چې هغوی څوک خپل مقتدا او مشر جوړوي.

ایا کله مو دا فکر کړی چې دا ټول یوازې ساعت تیری نه ده بلکې یوه منظمه لوبه ده؟ یوه داسې لوبه چې په رڼا ورځ ستاسو له شعور سره کیږي. د نایټ کلبونو او نشه يي توکو بربادۍ خو ټولو ته ښکاري، خودغه ذهني یرغل ته ولې د چا پام نه دی؟ دا ډیجیټل فالوورشيپ په اصل کې یوه ژوره تګلاره ده چې ستاسو د اړیکو پرې کولو، ستاسو د هویت د ورکولو او ستاسو د روحاني بنسټونو د لړزولو لپاره جوړه شوې ده. دا یوازې پر سکرین ښکاریدونکی کوم تماشا نه ده، بلکې یو منظم عمل دی چې زموږ ارزښتونه او ټولنیز ترتیب په خاموشۍ سره خاورو ته سپاري. کله چې بشپړ معیارونه بدل شي، نو د ټول کلتور لوری بدلیږي. نن ديته اړتیا ده چې موږ وګورو چې موږ د چا پسې روان یو او زموږ منزل څه دی؟

فقه او فکر: د يو مصنوعي ویش فتنه

د اوسني عصر یو عجیب تضاد د فقهې او فکر ترمنځ رامنځته شوی مصنوعي ویش دی. نن سبا دا تاثر عام کیږي چې له علماوو او مولویانو څخه دې یوازې واړه فقهي مسایل وپوښتل شي، پداسې حال کې چې د فکري خبرو لپاره دې هغو تش په نامه مفکرینو ته رجوع وشي چې ځانونه اسلامي مفکرین بولي. ګواکې د دین پوهه او بصیرت کوم داسې ځانګړي مخلوق ته په لاس ورغلې چې له راسخ علم څخه خالي مګر په نویو اصطلاحاتو مجهز دي.

حقیقت دا دی چې نن د «فکر» کلمه یو فیشن ګرځیدلی دی. دا اصطلاح په اصل کې د ښکیلاک (استعمار) د دورې زیږنده ده، چې د دین له حقیقي او راسخ علم څخه د انحراف لپاره کارول شوې ده. بار بار د «اسلامي فکر» یادونه خو کیږي، مګر هیڅ څوک دا نه ښیي چې د نبوت د علومو په رڼا کې د دې اصطلاح شتون چیرته دی؟ په دنیاوي علومو کې خو د هر چا یو روښانه هویت وي، لکه ارواپوه، بیالوژیست یا جیالوژیست. همدارنګه په دیني ډګر کې هم د محدث، فقیه، مفسر او متکلم په څیر پاخه سرلیکونه شتون لري. مګر نن موږ د «اسلامي سکالر» ( اسلامي کارپوه) او «ریسرچ سکالر» په څیر د مبهمو او له ځانه جوړو شویو هویتونو په ځنګل کې ایسار شوي یو.

له دغو له ځانه جوړو شویو سکالرانو څخه که څوک وپوښتي چې ستاسو علمي سند څه دی، ستاسو استاد څوک دی او ستاسو علمي تړاو له کوم روایت سره دی؟ نو په ځواب کې له خاموشۍ پرته بل څه نه موندل کیږي. بس یو مایک او د ټولنیزو رسنیو یو پلټفارم ورته میسر دی، چې په مټ یې دا ښاغلي پر هرې مسئلې باندې د فتوې ورکولو او په هر ډګر کې د خپل فکر د منلو لپاره چمتو ناست دي. دا ټول په حقیقت کې د فقهې د اهمیت د کم ښودلو او خپل بې بنسټه فکر ته د لوړ مقام ورکولو یوه شعوري هڅه ده. دعوه دا کیږي چې فکري پوښتنې له دغو مفکرینو څخه وشي، پداسې حال کې چې اصلي علم او حقیقي معرفت خو په فقهه کې پټ دی. امام اعظم ابو حنیفه رحمه الله د فقهې کوم تعریف چې کړی، هغه د علم د ژورتیا سیند دی، هغه د فقهې په تعریف کې وایي: (معرفه النفس ما لها و ما علیها) « د انسان د ځان پيژندنه په داسې توګه چې خپل حقوق او مسئولیتونه وپيژني»

همدا تفقُّه (دیني پوهه) حقیقي علم دی چې انسان ته د هغه د بنده ګۍ شعور ورکوي. که فقهه یوازې د عادي مسایلو مجموعه ګڼل کیدای او رد کیدای شي، او د فکر په نوم بې معنا خبرې د علم په توګه وړاندې کیدای شي، نو د دین اصلي روح به مړ شي. موږ ته پکار دي چې په دې فکر وکړو چې که د يوې ودانۍ بنسټونه ونړيږي، نو آیا هغه وداني بیا سالمه او پایداره پاتې کیدای شي؟

لیکوال: ډاکټر رشید احمد ارشد

ژباړن: دکتور محمد نعیم جلیلی


د دعوت نیوز رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت نیوز رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه


Support Dawat News Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the DawatNews Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you

دعوت نیوز در شبکه های اجتماعی

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.