د سهار په نهاره شیر ګرمې اوبه څښل مو له ډېرو ناروغیو ساتلی شي
روغتیا نړيوالې ادارې له قوله په سهار کې په نهاره شیر ګرمې اوبه څښل د ډېرو ناروغیو لکه نری رنځ، سردرد، د هډوکو درد، د زړه
د ناروغیو او د وزن په کمېدو کې پوره سل سلنه مرسته کولای شي.
د همدې ترڅنګ د ټولو هغو ناروغیو چې په انسان راتلونکې وي او په خاص ډول د معدې، کولمو او د ښځو
د میاشتنۍ ناروغۍ څخه د خلاصي اسانه لاره ده.
د دغو اوبو اندازه د روغتیا چارو ماهران ۴ ګیلاسونه ښایي او که څوک نه شي کولای چې ۴ ګيلاسونه
اوبه په یوځلوڅښي نو په کرار کرار دې ځان ورسره بلد کړي او بله اړینه خبره دا ده چې د اوبو څښلو
وروسته دې ۴۵ دقیقې څه نه خوري او د ۴۵ دقیقو وروسته دې په عام ډول خپله سهارنۍ وکړي.
فکر مو وي چې دغه کار ته ادامه ورکړئ ځکه دا کار هېڅ قسم جانبي عوارض نه لري د ځينو ناروغیو علاج په
کمو ورځو او ځینو نورو بیا تر ۱۸۰ ورځو پورې د وخت اخیستو امکان هم شته.
یادونه : اوبو دومره ګرمې کړي څه خوله مو وه نه سوځي .
او نورو وختو کې سړې اوبه څښي .