د سر دردي لامل څه دي؟

ګرانودوستانو ! نن مه  د سر دردي په هكله درته  یو معلومات  برابر کړی ده هيله ده څه خوښ مو  شي.

د سر دردي لاملونه څه دي ؟

 سر دردي یو عام ځورونکي درد ده ،چې هر څوک یې حد اقل په ژوند کې یو ځل تجربه کوي.

که په کال کې یو یا دوه ځله  د سر دردي سره مخ کیږي نو د اندیښنې  وړ خبره نده، ځکه چې کیداي شي د میاشتو په اونیو کې مو پوره خوب نه وي کړي،یا هم یخني (زکام) وي او یا هم کیداي شي د اندیښنې له امله  د یو لنډ مهال لپاره په سر مو درد وي.

خو که تاسې  په اونۍ کې دوه یا درې ځلې سر دردي لري او تاسې  یې نارمل ګڼي پدې وپوهیږي چې دا حالت نارملنده که چیرې تاسي پرته له دې چې د خپلې سر دردي عامل معلوم کړي او د سر دردي تسکېن لپاره په دوام دارهتوګه د درد له ګولیو څخه ګټه اخلي نو پوه شوي چې ځانته په خپله ستونزه جوړوي؛ ځکه د درد ګولیو په کارولو درد نه دوأ کیږي مګر دا چې لا ډیریږي او دوام مومي.

نو اوس هم باید د سر دردي په لاملونو ځان خبر کړو،چې لاندې ۱۰ لاملاونه  د سر دردي لاملاونه ګڼل کیږي.

۱: د آکسیجن کم والی که څه هم ډیر دردونه د آکسیجن له کم والي څخه منځ ته راځي،نو انسان ډیر وخت د سردردي سره هغه مهال مخامخ کیږي کله چې په یو چاپېریال کې د آکسیجن کمښت وي.

۲: خوراکي توکي،او یا هم موسمي الرژي په کال کې څلور مختلف فصلونه دي چې د هوا بدلېدل هم د سر دردي لامل کیدای شي. نو خوراکي توکي باید د موسم سره سم وکارول شي.

۳: اندیښنه د سر دردي یو لامل هم اندیښنه کول دي،نو که غواړي د سر دردي څخه خلاص شي د اندیښنه کولوڅخه ځان وژغوري.

۴: د خلکو ګڼه ګوڼه (ترافیکي غالمغآل) ترافیکي ګنه ګوڼه او شور د سر دردي  یو مهم لامل ده. د هغو سیمو خلک ډیر لږ د سر دردي څخه سر ټکوي کوم چي د ښار له ګڼي ګوڼي څخه لري دي، نظر هغو ته کوم چې د ښار په شور اومزاحم کونکو آوازونو په چاپېریال کې ژوند کوي.

۵: الکول (شراب) الکول د سر دردي تر ټولو لوي لامل ګڼل کیږي، د الکولو په څښاک کې اندازه مهمه نده، که لږ هم وڅښل چې نو د سر درد ترې پیدا کیدای شي. نو که غواړي د سر دردي بد درد ته د پای ټکی کیږدي نو د الکولو څښلوڅخه ډډه وکړي.

۶: لږ خوب د سر دردي یو عام لامل ګڼل کیږي. ځکه چي نارمل خوب (د ۶ ساعتو څخه تر ۸ ساعتو) د انسان بدن ته وخت ورکوي تر څو دماغ بیرته تازه او د راتلونکي ورځې ته ښه په فعالیت پیل وکړي.

۷: ولږه دا به ټولو تجربه کړي وي چې کله هم د وږي والې احساس وکړي نو یو ډول سر دردي سره مخامخ شي، خو خوشبختانه د دې ډول سر دردي حل تر نورو یو څه آسانه ده، هغه داسې چې کله د ولږې له وجهې د سر درد احساس درته پیدا شي نو ژر د خوراکي توکو څخه ګټه واخلي، نو په ډیر کم وخت کې به مو سر دردي له منځه ولاړه شي.

۸:  دماغي ستونزې  د دماغو ستونزه د سر دردي لامل کیدای شي، دغه لامل لپاره د ډاکټر مشوره ضروری ده او باید جدي تشخیص يې وشي.

۹ : تنده ، تنده هم د سر دردي یو لامل کیدای شي،ځکه چې د انسان بدن په کافي توګه اوبو ته اړتیا لري تر څو د بدنغړي سم فعالیت وکړي. چه کله هم تاسې تږي شی نو د سر دردي احساس به حتمی کوي،خو د اوبو په څښلو به مود سر درد ورک شي.

۱۰: د اندازې څخه زیاد د درد درمل څخه ګټه اخېستل څرنګه چې په لمړی سر  کې هم یادونه وشوه، تر هغې چې دسر درد لامل معلوم  نه شي د درد له درملو  څخه ګټه اخېستل د دې پر ځاي چې درد ختم او یا هم کم کړي، برعکسدرد زیاتوي او تر ډیره بریده کیدای شي ترې نورې ستونزي جوړې شي.

نو پدې اساس که تاسو د سر درد څخه ډیر سر ټکوي نو د ډاکټر مشوره او تشخیص یې یو اړین او جدي کار وګڼي.

دعوت نیوز در شبکه های اجتماعی

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.