آیا په زِلزِلو کې د زیانونو مخه نیول کېدای شي؟ ‎‎

امین وردګ

تر ټولو وړاندې باید زلزله وپژنو!

د زِلزلو په هکله مو په ماشومتوب کې ډول- ډول تعریفونه او داستانونه آورېدلي دي؛ چا به ویل: ((ځمکه د غوایي پر ښکرو ولاړه ده، کله چې غویی سر وښوروي نو ځمکه هم وښوريږي)) یعنې زلزله وشي.

ځینو به بیا ویل چې: نه! ((ځمکه پر اوبو ولاړه ده او اوبه پر ماهي، نو کوم وخت چې ماهی لکۍ وښوروي اوبه هم وښوريږي، چې اوبه وښوري نو ځمکه هم ښوريږي ځکه خو زلزله رامنځته شي))

خو نه! کیسه داسې نه ده؛ د ځمکې فزیکي جوړښت تیکه ئي، یا پارچئي دی (یعنې واحد جسم نه لري) بلکې داسې جوړه شوې لکه: هګۍ چې لومړی ماته او بیا په جوشو اوبو کې و ایشوول شي.

په بل عبارت: د ځمکې فزیکي جوړښت عیناً هغو وړوکو نمائشي غرونو ته ورته دی، چې په کورونو او پارکونو کې یې تعمیراتي مهندسین او انجنیران (د تیږو له مختلفو ټوټو څخه د سریښو، سیمینټو او یا ګچو په واسطه) جوړوي، یعنې له طبیعي جوړښت سره یو ډول شباهت ورکوي.

ګواکي د ځمکې اندامونه ټوټه- ټوټه دي او یادې ټوټې په حقیقت کې جسماً سره بېلې مګر هره یوه یې پر هغې بلې ورتکیه ده، د یادو ټوټو ترمنځ یو ډول اتصالي ماده هم شته چې د سریښو په توګه کار کوي؛ خو زما په ګمان دغه سریښوالی همغه د ځمکې هستوي جاذبه ده چې: یوه له بلې څخه بېلتون ته نه پرېږدي.

نو دا چې ځمکه دوه بیروني ( وضعي او انتقالي) حرکتونه لري، همدا ډول یې داخلي حرکتونه هم شته چې تر ټولو ستر حرکت یې هستوي حرکت دی؛ یاد حرکت همغه د آلن کمربند، یا مقناطسي ډګر جوړوي.

کله چې د ځمکې داخلي حرکات رامنځته کیږي او په ساده اصطلاح سره ((ځمکه خپله شخي باسي)) نو صفحات یې هم یو پر بل نیرو او قوه واردوي چې دغه قوه ځینې وختونه تر حد اوړي؛ نو ځکه خو کله کله د صفحاتو ژۍ هم یوه له هغې بلې خطا کیږي ؛ عیناً لکه یو شی چې پر بل تکیه شي او هغه لاندينی يې د دغه پاسني د نیرو او فشار تاب را نوړي، نو په نتیجه کې پاسنی شی ترې خطا کیږي او دغه حالت یو ډول ضربان تولیدوي، چې همدغه ضربان زلزله ده.

خو تر ټولو ساده بېلګه د زلزلې به بیا دا وي چې: د دېوال په سنکارۍ کې (د فشار له امله) کومه تیږه ووزي نو څه پېښيږي؟ معلومه ده چې دېوال به یا نړیږي او یا خو به لږ ترلږه ښوري او درځونه به کوي. بس بس! زلزله همدغه ده.

یعنې ځمکه عیناً د دېوال لاندینۍ سنکارۍ ته ورته ده، چې د ټولو ډبرو زور یو پر بل ورغلی وي او د هرو دوو ډبرو تر منځ اصطکاکي قوه شته، خو ځینې وختونه (د زیات فشار له امله) بعضې ډبرې کمزورې او بې تابه شي، نو ځکه خو د وارېدې قوې په مقابل کې د مقاومت پر ځای عکس العمل ښیي او تيږې سره بېلې غوندې شي، بیا نو خامخا یو ډول ښورښ رامنځته کیږي چې همدغه ښورښ ته زلزله وایي.

آیا دا ممکنه ده چې ځانونه له زلزلو وژغورړ؟

بلې! تر ډېره ځایه امکان لري چې د زلزلو پر مهال له ځانونو محافظت وکړو، مګر هغه مهال نه! چې تقدیر مو مرګ یا ژوبله حتمي پکې مقدر کړي وي.
د پکتیکا په ګیان ولسوالۍ او شاوخوا سیمو کې تر زرو د زیاتو کسانو ژوند ولې زلزلو واخیست؟

ځواب یې څو لاندې لاملونه دي:

ا- د کوټو دېوالونه خام وو (یعنې کار یې خام شوی ؤ)

ب – د دېوالونو بر کم ؤ.

ج- د کوټو اوږدوالی او بر لږ، مګر لوړالی یې نسبتاً ډېر ؤ.

د- په دېوالونو کې زیاتره ښویې ډبرې کار شوې وې.

ه- کورونه د غرونو په ډډو کې جوړ شوي وو.

و- د چتونو لرګي پر دېوالونو کم تکیه وو.

ز- زیاتره زیان دوه منزله کورونو لیدلی دی.

ح- تخریب شوي دېوالونه تهدابونه نه لري.

ط- خلک ویده وو.

ی- د وتلو لارې پېچلې وې.

ک- د کورونو څنګ ته خلاص میدانونه کم، یا بیخي نه وو.

ل- باران شوی ؤ او دېوالونه لانده وو.

م- ځینو کسانو زلزله جدي نه وه ګڼلې ، ځکه خو له کوټو څخه وتلي نه وو.

که چېرې موږ پاسنۍ تشې ډکې کړو، نو بل وخت به له دومره سترې غمیزې سره نه مخ کېږو ان شاءالله.

موږ باید کوټو ته لږ تر لږه اتیا سانتۍ ژور تهداب وباسو، که ځمکه کلکه وه نو باید همدغه کچه دېوالونه پورانه کړو.

– د دېوالونو بر مو باید له اویا، نهایتاً او لږترلږه له شپېتو سانتیو کم نه وي.

– یو منزل یا یو پوړ کور کفایت کوي، باید له دویم چت څخه ډډه وکړو.

په دېوالونو کې لومړی باید تیږه بیخي کار نه کړو، که وي! نو باید یوه برخه یې تیږه وي او دوې نوره یې پخه خټه.

ښه دا ده چې لرګي د دېوال له بر څخه ووزي او که نه وي نو د دېوال له بېرونۍ خوا سره به یې خامخا برابروو.

– موږ باید په کورونو کې اضطرارې لارې ولرو او نقشې مو هم باید ساده وي.

چې کله زلزله پیل شي خامخا باید بیرون ته ووزو او له دېوالونو څخه ځانونه لیرې وساتو.

آیا مخکې د زلزلې له پېښې سړی خبرېدای شي؟

نه! دا بلکل امکان نه لري، ځکه چې سړی د ځمکې له هغو صفحاتو څخه نه خبریږي چې کومه یوه به یې کله او په کوم ځای کې له هغې بلې خطا کيږي؟

نو هر څوک چې وړاندې له وقوع د زلزلې څخه خبرداری ورکوي هدف یې په خلکو کې وېره خپرول دي.

هو! داسې کېدای شي چې کله په کوم ځای کې زلزله وشي نو تر راتلونکو څرویشتو ساعتونو کم زیات پورې دویم کله هم دریم ټکان هم رامنځته کیږي ؛ ځکه چې کله د صفحاتو څوکې له یوه ځای څخه خطا شي ممکن له هغه دویم موقعیت څخه هم خطا شي او دریم یا څلورم وار پخې ولګیږي، خو د هغو ساعت معلوموول عیناً حماقت دی او مني به یې هم احمقان.

دعوت نیوز در شبکه های اجتماعی

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.