د غيرتي زلمي (40) خويونه‎

ليکوال : امين وردګ

مېړني به له خويونو ، عادتونو او کړنو څخه پېژنئ !

په غيرتي سړي کې ارو مرو لاندې خويونه شتون لري :

1- مېلمه دوست وي.
2-سخي وي.
3- جدي وي.
4- په ځان اتکاء لري.
5- په وعده وفا کوي.
5- دروغ نه وايي.
6- چل نه کوي.
7- امانت نه خيانت کوي.
8- د چا ناموس ته سترګې نه نيسي.
9- له کمزورو خلکو سره جګړې نه کوي.
10- د کبرجنو په وړاندې د سپر غوندې دريږي.
11- کله چې چېرې د دوو کسانو تر منځ جګړه پيل شي نو دى د مظلوم لورى نيسي.
12- له کسات اخيستلو نه بښنې(بخښنې) ته ترجح ورکوي.
13- چې دښمن يې ماتې وخوري / بيا زور نه ورسره وهي.
14- چې دښمن يې ټپي شي د خپل ملګري په توګه يې درملنه کوي.
15- مجبور دښمن ته د ترحم لاس ورکوي.
16- پرته له الله (ج) نه بل چا ته تمه نه کوي.
17- ځان له نورو بهتر نه بولي.
18- د حق په لاره کې له لښکرو هم نه ډاريږي.
20- چې ناحقه واوري تحمل نشي کولاى.
21- د سختيۍ په وجه ملګرى نه خوشې کوي.
22- څه چې لري هغه له اړو خلکو نه سپموي.
23- غوڅې خبرې کوې.
24- په ناحقه د خپل پلار پلوي هم نه کوي.
25- په بدن يې بلکل د ډار پوست نه هواريږي.
26- د زمري غوندې تحمل لري او د زمري غوندې حملې کوي.
27- حق وايي ، حق آوري او پر حق باندې هم خپل سر ماتولو ته ورکوي او هم د نورو سرونه پرې ماتوي !
28- ډېرى يې تند خويه وي.
30- بخيل نه وي.
31- د دنيا محبت نه لري.
32- د ټولې نړۍ په امتياز سره هم له حق ويلو نه تيريږي.
33- د ملګري سره تر مرګه وفا کوي.
34- د چا جيب ته سترګې نه پټوي.
35- له اړو خلکو سره په اخلاص مرسته کوي.
36- چاپلوسي نه کوي.
37- احسان په چا نه اچوي.
38- هر چاته په ډېر اخلاص سره لاره ښيي.
38- غيبت نه کوي.
39- پردى حق يې خوب پرې تښتوي.
40- له بې وزلو سره مرسته يې ډېره خوښيږي.

دا د مېړنيو خلکو ځينې هغه مهم خويونه وو : کوم چې ما ليکلي / کنه مېړني خلک ډېرى داسې خواص او عادات هم لري چې انسان يې د ليدلو پر مهال په نهايت تأمل او تعجب کې لويږي.

پاس خويونه ټول په کاملو مسلمانانو کې موجود وي ، اوس تاسو په خپلو ، خپلوانو او ملګرو کې دا خويونه ولټوئ ؛ که يې لرل نو په همت به يې هم يقين کوئ او که نه نو بس ځانونه ترېنه ټول کړئ.

دعوت نیوز در شبکه های اجتماعی

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.