ډیر ځلې به مو د over Lap په اړه یوڅه آرویدلي وي .

کله چې په ساحه کې ساحوي انجنیر ( Site Engineer) کارکوي ډیر ددې ( Over Lapping Length) موضوع سره مخامخ کیږي او چې کله هم دې باره کې معلومات ونه لري، نو کوم کس چې ارزیابي ترسره کوي هغه ته بیا په عامه اصطلاح سره کم راځي او څوک چې ارزیابي ترسره کوي زیاتره وخت ددې موضوع زیاته پوښتنه کړي، نو ددې لپاره چې چاته کم رانشي انجنیر صاحبان باید دې موضوع باندې حتمي ځان پوئ کړي.
دیوې خادې سیخ طول تقریبا ۱۱،۷ متره پورې رسیږي یعنې مونګ نشو کولای چې یوه خاده سیخ په ټولو عناصرو کې استفاده کړو هدف دا چې دمونګ به 6m سیخ ضروت وي دلته خو نشو کولای چې هغه نور سیخ دلاسه ورکړو یعنې ضایع یې کړو ځکه بیا مو مصارف بې حده زیاتیږي اودپروژې دناکامۍ باعث ګرځي ،خو کله چې سلب، پایې یابیمونو کې سیخ اچونه ترسره کېږي نو دې حالت کې باید یوسیخ دبل سیخ سره ونښلول( Over Lap ) شي چې ترڅو سیخ پواسطه اخیستل شوی بار دده سره نښلیدونکي سیخ ته انتقال شي، ترڅو نوموړئ بار د ساختماني عنصر د ویجاړېدنې باعث نشي.
۱: په سلب کې اورلپ اندازه باید د 60db په اندازه سره په نظر کې ونیول شي، چې دلته db په سلب کې کاریدونکي یا استعمالیدونکي سیخ قطر دی.
مثال؛ یو سلب کې ۱۰ ملي متره سیخان استفاده شوي دي اورلپ یې لاس ته راوړئ ؟
Over Lapping Length = 60db =60*10=600mm
Over Lapping Length = 60cm
یعنې ددې لپاره چې سلب مو تر مجاز اندازې څخه زیات تغیر شکل ونه کړي نو باید سیخان یو دبل سره ۶۰ سانتي متره پورې اورلپ شي.
نوټ ؛ یوه خبره باید په هیڅ صورت کې هیره نه کړو چې اورلپ باید په مختلفو فاصلو کې ورکړل شي نه په مساوي فاصلوکې شکل یې په لاندې شکلونو کې کتلای شئ .
۲؛ ګاډر کې داورلپ اندازه نظر سلب ته متغیره ده، بیا په ګاډر کې دوه زونونه دي لکه څرنګه چې تاسې پوهیږئ چې یو ته یې کمپریش زون( compression Zone) وايي اوبل ته یې ټېنشن زون (Zone Tension) ویل کیږي، کله چې اورلپ ( Over Lap) په فشاري زون کې په نظر کې وي یعنې هلته مونګ اوتاسې مجبور وو چې اورلپ ترسره کړو نو د آورلپ اندازه باید 24db په نظر کې ونیول شي.
مثال: یو ګادرکې ۱۴ ملي متره سیخان استفاده شوي دي که چېرې وغواړدسیخانو نښلونه یې په کمپرېشني زون کې ترسره کړو دآورلپ اندازه یې محاسبه کړئ؟
Over Lapping Length =24db= 24* 14 = 336mm
=33,6Cm
یعنې ۳۳،۶ سانتی متره پورې اورلپ په نظرکی نیول کېږي.
اوکه چېرې اورلپ په تنشن زون کې ضروت وو نو بیا به د اورلپ اندازه د 40db په اندازه سره په نظر کې نیسئ.
که څه هم مونګ ته ډیزاینر یا دسترکچر انجنیر ټولې اندازې په لیکلي بڼه راکوي په ساحه کې چې څومره اورلپ باید ترسره شي یا څومره سیخ قطعه شي اوداسې نور ….خو بیا هم پورته اندازې باید په دقیق ډول سره په نظر کې ونیول شي که چیرې ډیزاینر نومړې اندازې رانه کړي ساحه کې.
خوپه هیڅ صورت کې نه باید د اورلپ اندازه د 75mm څخه کمه په نظر کې ونه نیول شي.
۳؛ پایو کې اورلپ هم دګادر غوندې متفاوت دی نظر سلب ته پایه هم په دریو زونو ویشل کېږي چې 4/L په اندازه سره چې پورتنی اوښکتني زونونه دي چې ورته دتنشین زونونه ویل کېږي، او مابین زون چې ورته د اورلپ زون ( Lapping Zone ) ویل کیږي په نظر کې نیول کیږي د 50db په اندازې سره.
مثال پایه کې ۱۶ ملی سیخان استفاده شوي دي اورلپ یې محاسبه کړئ ؟
Over Lapping Length = 50db = 50* 17 = 800mm= 80cm
سره یعنې که چیری ۱۶ ملی سیخان استفاده شوي وي باید داورلپ اندازه ۸۰ سانتی متره په نظر کې ونیول شي.
بیا هم یادونه کوم چې اورلپ باید په مختلفو فاصلو کې دسیخانو ترمنځ ورکړل شي.
دعوت نیوز در شبکه های اجتماعی

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.