د #ډبرین استنادي دیوال برآورد
د انجيیرانو لپاره ګتوره لیکنه ده.
مثال: په یوه سیمه کې ډبرین استنادي دیوال د موادو په تناسب (سیمنټو او شګو 1:4) 50 متره اوږدوالی، 0.6 متره پلنوالی او 2 متره لوړوالی اړین دی، د لاندې معلوماتو په نظر کې نیولو سره، د دیوال براورد تر سره کړئ.
معلومات:
» د یو متر مکعب ډبرې بیه ۸۰۰ افغانۍ ده
» د یو متر مکعب ریک بیه ۵۰۰ افغانۍ ده
» د ۵۰ کیلو ګرامه سیمنټو بیه ۳۸۰ افغانۍ ده
» د یو لیتر اوبو بیه ۰.۵ افغانۍ ده
» د غیر مسلکي کارګر مزدوري، ۳۵۰ افغانۍ
» د ماهر کارګر مزدوري ۷۵۰ افغانۍ
حل:
الف: د موادو محاسبه:
د ډبرو د کار حجم: (50×0.6×2=60m3)
د غیر مسلکي کارګرانو شمېر: د هر متر مکعب ډبرې کار لپاره 1.2 غیر مسلکي کارګران اړین دي، او په ټولیزه توګه (60×1.2 = 72 md)
پدې معنی چې 72 کارګران اړین دي
د ماهرو کارګرانو شمیر: ( md 36 =.06*60) پدې معنې چې 36 کسان یا د 36 ورځو لپاره مهارت لرونکي کارګرو ته اړتیا ده.
د سیمنټو مقدار: د موادو لپاره 128 کیلوګرامه سیمنټ ته اړتیا ده چې په تناسب (1:4) کې، البته، د هر متر مکعب معمارۍ لپاره.
د سمنټو اندازه: (60×128 = 7680 کیلو ګرامه) ځکه چې د سمنټو یوه بوجۍ 50 کیلوګرامه ده، نو د بوجیو شمېر د 153.6 بوجیو سره برابر دی.
د شګې اندازه : (60×0.34 = 20.4 m3)
د اوبو اندازه: (60×57 = 3420 لیټره)
ب: د پیسو محاسبه:
د غیر مسلکي کارګر پیسې: (72×350 = 25200 افغانۍ)
د ماهر کارګر پیسې: (36×750 = 27000 افغانۍ)
د ډبرو پیسې: (60×800 = 48000 افغانۍ)
د سمنټو پیسې: (154×380 = 58520 افغانۍ)
شګې پیسې: (20.4×500 = 10200 افغانۍ)
د اوبو پیسې: (3420×0.5 = 1710 افغانۍ)
د پروژې ټول قېمت: که پورتنۍ ټولې پیسې جمع شي، نو دا به د (۱۷۰۶۳۰ افغانیو) سره مساوي وي، چې د دې پروژې ساختماني بیه ده.
د یادولو وړ ده چې نورمونه مختلف دي او په ځینو نورمونو کې د سمنټو، شګو، ماهرو او غیر مسلکي کارګرانو اندازه یو له بل سره توپیر لري، خو دا محاسبه هم سمه ده او د ټاکل شوي نورم سره سم ګڼل کیږي.
ژباړن ..انجینر فضل غني فضلي