د وینې غوړ او د طبي حجامې اغېزې

 ایا د شپې لخوا مو پښې سوځیږي

 آیا د پښو تلې او بدن مختلف ځایونه مو میګي میګي کيږي

 ایا سر ګنګسي لرئ

 آیا په غوږونو کې د زُنګ زُنګ آوازونه اورئ

په وینه کې د کولسټرول ، ټرایګلیسراید‌‌‌ او د نورو شحمیاتو په غیر نورمال‌‌‌‌‌‌ ډول لوړوالي ته د وینې د غوړ ناروغي ویل کیږي . ددغې ناروغۍ مهمې نښې په لاندې ‌‌‌‌‌‌ډول دي .

 د بدن دروندوالی او تل د ستړیا احساس .

 په غوږونو کې د ګُزګُز آوازونه.

 د سر دائيمي ګنګسوالی .

 د شپې لخوا د پښو د تلو سوځیدل او په ټول وجود کې د ګرمۍ احساس .

د زنګانه لاندې په نرمه غوښه کې د شدیدو دردونو احساس .

 د خولې وچیدل او د خولې د مزې دایمې تریخوالی .

 د زړه د ضریانو اوریدل .

ناروغ تل د خوب او دروندوالي احساس کوي .

 په ځینو ناروغانو کې د وینې فشار لوړیږي .

د وزن ‌‌‌‌‌‌ډیروالی مګر په دې معنی نه ده چې د کم وزن لرونکی تر دې ناروغۍ معاف دي .

 د سترګو د شاخوا پړسوب .

 د وینې د غوړو بدې پایلې :

 د وینې د کوچني رګونو بندیدل چې د زړه د حملاتو او د مغزي سکتو یا فلج کیدو سبب ګرځي .

 د وینې د فشار لوړیدل چې دا هم په مغزو ، زړه ، پښتورګو او د بدن په نورو حساسو سیمو کې د وینې د کوچنیو رګونو د چویدو سبب ګرځي .

 د تریخې کاڼي جوړوي .

د معدې د زخم سبب ګرځي .

 د حافظې د کمزورۍ سبب ګرځي .

 که د لوړ فشار له کبله د سترګو د کوچنیو رګونه وچوي نو د ړندیدو سبب ګرځي .

 د لړمون یا ځیګر د غوړوالي او  التهاب سبب ګرځي .

د معدې د سرطان خطر ‌‌‌‌‌‌ډیروي .

 په نارینه کې د پروسټاټ د سرطان خطر ‌‌‌‌‌‌ډیروي .

 په ښځو او نارینه و کې د پانکراس د غدې د سرطان خطر ‌‌‌‌‌‌ډیروي .

 تشخیص  : په وینه کې د شحمیاتو کچې کتل یا lipid profile  .

دعوت نیوز در شبکه های اجتماعی

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.