ایا د شپې لخوا مو پښې سوځیږي
آیا د پښو تلې او بدن مختلف ځایونه مو میګي میګي کيږي
ایا سر ګنګسي لرئ
آیا په غوږونو کې د زُنګ زُنګ آوازونه اورئ
په وینه کې د کولسټرول ، ټرایګلیسراید او د نورو شحمیاتو په غیر نورمال ډول لوړوالي ته د وینې د غوړ ناروغي ویل کیږي . ددغې ناروغۍ مهمې نښې په لاندې ډول دي .
د بدن دروندوالی او تل د ستړیا احساس .
په غوږونو کې د ګُزګُز آوازونه.
د سر دائيمي ګنګسوالی .
د شپې لخوا د پښو د تلو سوځیدل او په ټول وجود کې د ګرمۍ احساس .
د زنګانه لاندې په نرمه غوښه کې د شدیدو دردونو احساس .
د خولې وچیدل او د خولې د مزې دایمې تریخوالی .
د زړه د ضریانو اوریدل .
ناروغ تل د خوب او دروندوالي احساس کوي .
په ځینو ناروغانو کې د وینې فشار لوړیږي .
د وزن ډیروالی مګر په دې معنی نه ده چې د کم وزن لرونکی تر دې ناروغۍ معاف دي .
د سترګو د شاخوا پړسوب .
د وینې د غوړو بدې پایلې :
د وینې د کوچني رګونو بندیدل چې د زړه د حملاتو او د مغزي سکتو یا فلج کیدو سبب ګرځي .
د وینې د فشار لوړیدل چې دا هم په مغزو ، زړه ، پښتورګو او د بدن په نورو حساسو سیمو کې د وینې د کوچنیو رګونو د چویدو سبب ګرځي .
د تریخې کاڼي جوړوي .
د معدې د زخم سبب ګرځي .
د حافظې د کمزورۍ سبب ګرځي .
که د لوړ فشار له کبله د سترګو د کوچنیو رګونه وچوي نو د ړندیدو سبب ګرځي .
د لړمون یا ځیګر د غوړوالي او التهاب سبب ګرځي .
د معدې د سرطان خطر ډیروي .
په نارینه کې د پروسټاټ د سرطان خطر ډیروي .
په ښځو او نارینه و کې د پانکراس د غدې د سرطان خطر ډیروي .
تشخیص : په وینه کې د شحمیاتو کچې کتل یا lipid profile .