د خاورې تحکیم کاري(Soil Compaction)

د خاورې تحکیم کاري(Soil Compaction)
په انجینري کې ډېر زیات موارد دي چې په هغې کې خاوره پخپله د یوې ساختماني مادې په ډول کارول کیږي. د انجينري ساختمانونو لکه سرک د ډکون برخې(embankment) او خاورېن بندونو په جوړولو کې ضرور ده چې سستې (loss) خاورې تحیکم شي تر څو د خاورې کثافت او د مقاومت خصوصيات لوړ شي. تحکیم کاري (compaction) د خاورې د خصوصياتو د لوړولو تر ټولو مهم او عام مېتود دی.
د ميخانيکي انرژي په تطبیق سره د خاورې د کثافت لوړولو ته تحکیم کاري وایي. ددې پروسې پواسطه د خاورې ذرات سره نږدې کیږي، د خاورې په سوريو کې د هوا حجم کمیږي او د خاورې کثافت لوړيږي.
تحکیم کاري په عمومي توګه د خاورې غوڅېدنې مقاومت(shear strength) زیاتوي او همدارنګه د خاورې مدامت او د زغم وړتیا (bearing capacity) لوړوي او د خاورې د نفوذ وړتیا او د کمپرېس(کېناستو) وړتیا کموي. تحکیم کاري د زیان رسوونکو کېناستنو(نشستونو)مخنیوی کوي او د پړسېدنې او غونجېدنې په اساس د خاورې د حجم تغیرات کنټرولوي.
ژباړه: م. اقبال ځدراڼ
منبع: Basic and Applied Soil Mechanic
دعوت نیوز در شبکه های اجتماعی

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.