دارالافتاء

په روژه کې ګټور او مضر خواړه

لیکنه : ډاکټر ش میره کی  د روغتیايي کارپوهانو په وینا د ګرمۍ په موسم  کې د مختلفو ناروغیو خطر له اندازې زیات وي. د ګرمۍ موسم پهنظر کې نیولو سره باید په پیشلمي او روژه ماتي کې د غوښې له استعمال څخه ځان وژغورل شي ځکه چې د ګرمۍپه موسم کې د غوښې زیات استعمال انسان په مختلفو ناروغیو اخته کولی شي. د روغیتايي څيړونکو او کارپوهانو په وینا د ګرمۍ په موسم کې په ځانګړې ډول د روژې په میاشت کې باید د غوښېځای سابه ته ورکړل شي او کوښښ وشي چې سابه له زیات نه زیات استعمال شي. د ګرمۍ په موسم کې د تروې یاشړومبې استعمال هم ډیرې زیاتې روغتیايي ګټې لري. د ګرمۍ په موسم کې د روژه ماتي پر مهال له اندازې زیات خواړه خوړل خیټه خرابوي نو له همدې امله خپل روژه لهتړمو اوبو او یا خرما سره ماته کړئ. د روژه ماتي پر مهال ساړه مشروباتو له استعمال څخه ځان وژغورئ ځکه چېدغه مشروبات مو د معدې په مختلفو ناروغیو اخته کولی شي. د روژه ماتي پر مهال د ساړه او ګاز لروونکي مشروباتو استعمال د معدې تیزابیت زیاتوي. د ځينو روغتیايي کارپوهانو په وینا له ام سره د روژې ماتول ډیرې زیاتې ګټې لري. ام په طبیعي ډول ډیر شمیر داسېویټامینونه لري چې د بدن د اړتیا وړ انرژي تولیدوي. د ام جوس هم ډیرې زیاتې ګټې لري خو پام کوئ که چیرې د امجوس د اوږدې مودې لپاره په یخچال کې کیښودل شي نو خپل ګټور خاصیت له لاسه ورکوي. روغتیايي کارپوهانوايي چې د پیشلمي په وخت کې د میوې استعمال ډیرې زیاتې ګټې لري. میوه او سابه د فایبر (Fiber) نومې موادو تر ټولو غوره منبع ګڼل کیږي. فایبر لروونکي خواړه زیات اوبه جذبوي او دورځې په اوږدو کې بدن ته د اړتیا وړ اوبه ورکوي. په پیشلمي کې د سپینې اوړه پر ځای سبوس لروونکې اوړه استعمال کړئ. سبوس لروونکې اوړه د روغتیا لپاره ډیرزیات ګټور وي ځکه چې سبوس هم خپل ترکیب کې زیاته اندازه فایبر لري او د ورځې په اوږدو کې بدن ته د اړتیا وړاوبه ورکوي. د ګرمۍ په موسم کې په پیشلمي او روژه  ماتي کې تړمې اوبه او لیمو زیات وکاروئ، زیات غوړ لروونکي خوړو څخهځان وژغورئ او خپلو خوړو کې یوازې اړینه اندازه  مالګه واچوئ.

په روژه کې د ځینو ناروغیو عوامل او حل لارې يې

لیکنه : ډاکټر ش میره کی دا واضح ده چې په روژه کې د ژوند کولو سبک بدلېږي، د غذا خوړلو او خوب وختونه هم ورسره تغییر کوي. د شکرې ناروغان د روژې او هایپوګلیسیمیا (د وینې ټیټ شکر) ترمنځ د اړیکو له امله، د شکر ناروغۍ خلک د ډیروزیان منونکو ډلو څخه دي. په هرصورت، څیړنې ښودلې چې د شکر ناروغۍ ناروغان کولی شي د لومړني تغذیې او دډاکټرانو سپارښتنو سره روژه ونیسي او د دوی په ناروغۍ مثبت اغیزه ولري. مګر د شکرې ځینې ناروغان انسولین تهاړتیا لري او د ډاکټر له اجازې پرته روژه نشي نیولی. ډاکټر تاسو سره مرسته کوي پرته له کومې ستونزې روژه ونیسئد کارول شوي درملو دوز تنظیمولو او د خواړو ټاکلو سره. سر دردي، د معدې مشکلات , بې خوبي، بې حالي او د بدن لږ فعالیت هغه موارد دي چې روژه‌نیونکي ورسره د روژېپه میاشت کې مخ کېږي. موږ کولای شو داسې ستونزې درک او حللارې ورته وګورو. د روژې سر  دردي  د روژې په میاشت کې ډېری اشخاص د سردردي او یا هم میګرین باندې اخته کېږي.�دا کېدای شي بېلابېل عواملولري، لکه ولږه، بې خوبي، د وینې لوړ فشار، سګریت څکول، د قهوې زیات څښل او په بدن کې د معایاتو کمښت. په روژه کې د سردردۍ د مخنیوي لپاره ښه ده د تورو چایو پرځای شین چای ډېر وڅښئ او هڅه وکړئ د ماښامه ترپیشلمي څو ګیلاسه وڅښئ. همدارنګه د لمر له وړانګو څخه ځان وساتئ، هغوی چې سګریت څکوي، نو دا يې د پرېښودلو ښه میاشت ده، بایدپرېږدي.…

په پیچکارۍ باندې روژه ماتیږي او که نه ؟

پوښتنه: مفتي صاحب په ستن (پیچکاري) لګولو سره روژه ماتیږي که نه ؟ (پوښتنه کونکی:   –…

د لونګۍ او نکتایي ترمنځ افراط!

ټولنیز بدلون هغه وخت برکت لري چې د عقل، عدالت او تدریج پر بنسټ وي. خو…

صدقه فطر را با احکام و تفصیلاتش از نو بیاموزید!

 ضیاءاحمد فاضلی مسوول مدرسه احیاءالعلوم واستاد پوهنتون هرات صدقه فطر عبارت است از مقداری خوراکي و…

۳۶۰خبرې/ شپږ پنځوسمه برخه

۲۷۶یمه خبره/ کاسب آیا تاسو پرته له حضرت محمد (صلی الله علیه و آله و سلم)…

که یو کس خپلې ښځې ته په یوه کوټه کی دوه ځلی واضح د طلاق لفظ استعمال کړي څه حکم لري؟

السلام علیکم ورحمة الله پوښتنه می پدې توګه ده چې که یو کس خپلې ښځې ته…

د اسلام له مخې د جبري کوژدې او واده حکم څه ده؟

❓ پوښتنه یوې نجلۍ چې په زور کوژده شوې او د هلک یا کورنۍ سره هیڅ…

که څوک د سهار لمونځ لپاره استنجاء وکړي، مګر تر ماسپښین پورې تشې بولې…؟

السلام علیکم و رحمة الله و برکاته زه په اول قدم کې د دعوت نیوز.کام ټولو…

د یو هلک کوژده شوې وي، آیا په دې حالت کې هلک او نجلۍ کولای شي په موبایل کې خبرې وکړي؟

❓ پوښتنه السلام علیکم و رحمة الله و برکاته زه په اول قدم کې د دعوت…

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.