۳۶۰خبرې/ شپږ پنځوسمه برخه

۲۷۶یمه خبره/ کاسب

آیا تاسو پرته له حضرت محمد (صلی الله علیه و آله و سلم) څخه د خدای بل حبیب پېژنئ؟ کاسب دی، کاسب! دا زۀ نۀ وایم، بلکې د خدای حبیب ویلي (صلی الله علیه و آله و سلم) نو کسب مه پرېږدئ.

 

۲۷۷یمه خبره/ د نېکۍ بدل

د نېکۍ بدل حتمي شته؛ کۀ دې پۀ دنیا کې و نۀ لید نو پۀ آخرت کې یې انتظار کوه.

 

۲۷۸یمه خبره/ چاپلوسي، مینه او احترام

د چاپلوسۍ، مینې او احترام ترمنځ توپیر یوازې ځيرک خلک کولی شي، ځکه چې هلته فقط یکي یوه باریکي ده (؟)

 

۲۷۹یمه خبره/ نېکي

نېکي یوازې دا نۀ ده چې فقط د نېکۍ پۀ بدل کې ترسره شي، ځکه چې داسې نېکۍ خو حیوانات هم کوي! بلکې واقعي نېکي هغه ده چې د بدۍ پۀ مقابل کې وشي! نو آیا تهٔ داسې نیکي کولی شې؟.

 

۲۸۰یمه خبره/ پر یتیم ګذار

پر یتیم ګذار عیناً د خدای پر حریم ګذار دی! ځکه خو تاسو هغه بدبخت پوه کړئ چې پر یتیمانو ګذارونه کوي.

دعوت نیوز در شبکه های اجتماعی

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.