مارکس خپله خيالي فلسفه د «فيور باج» او «هيجل» له مادي نظريو څخه واخيسته او بيا يې ددې خيالي فلسفې په وسيله هر څه تفسيرول ، تاريخ به يې په مادي توګه تفسيرولو ، اقتصاد او توليداتي توکي به يې په همدې مادي نظريو باندې تفسيرول او په همدې خيالي مادي نظريې به يې د ټولنيز نظام ، کايناتو او اقتصادي نظام لپاره خپل خيالي نظريات وړاندې کول مګر د د سترې ويجاړې او بربادۍ پرته يې هيڅ هم په لاس را نه وړل ، د هغه خيالي فلسفې او نظريات په لاندې توګه وو :
اول: ماده د مارکس له نظره :
ماده هر هغه شي ته ويل کيږي چې د حس وړ وي او دا نظريه په نوولسمه پيړۍ کې خپره شوې وه او دا د مارکس د مادې پيژندنه وه چې نن ورځ د مکتب د ثانوي دورې زده کوونکی هم تر هغه ښه ورباندې پوهيږي .
مګر وروسته علمي انکشافات را منځ شول چې اوسني علم دا ثابته کړي چې هغه مواد چې د حس وړ دي ۷٪ دي او هغه چې د حس وړ نه دي ۹۳ ٪ دي.
او مارکس هغه ته دا ور اضافه کړه چې فکر وروسته دی او د مادې تابع دی او د لنن له نظره ماده هغه موضوعي موجود دی چې د ذهن څخه خارج دی .
او ددې څخه وروسته په چټکۍ سره علمي انکشافات را منځته شول چې مارکسزم او لننيزم نظريه له خجالت سره مخ کړه او په ۱۹۶۳ م کال کې له شلو څخه زيات علماء سره را ټول شول او د مارکسزم او لننيزم نظریه يې ويجاړه کړه او دا پريکړه يې وکړه چې ذهني او فکري فعاليت د مادې له ځانګړتياوو څخه دی مګر د مادې له شکل څخه نه دی او بيا يې دا پریکړه وکړه چې د فکر او مادي يو ځای کول يو فرسوده فکر دی .
دوهم – شخړه ييزه ماده پالنه :
د مادې په اړه د مارکس شجړه ييزه نظريې ته لومړی په نولسمه پيړۍ کې «هيجل» اشاره کړې وه ، د مارکس شجړه ييزه نظريه دا وه چې موجوده کايئينات له دوو عناصرو څخه تشکليل شوي دي : ماده او طاقت (انرژي) او ددې دواړو تر منځ تضاد او شجړه ده يعنې د دغو دوو متضادو قوو څخه کائينات جوړ شوي دي .
مګر علم وروسته ثابته کړه چې طاقت (انرژي) او ماده دواړه يو دي او دا ماده يوازې متمرکزه انرژي ده او انرژي ماده ده ، دا هم نه وايو چې انرژي يوازې د نور په سرعت سره انرژې ده او همدارنګه د مارکس دا وينا درواغ ده چې ويل به يې چې د اتوم يا ذرې د انفجار سبب د مادې داخلي تضاد دی داسې چې الکترون منفي او نيترون مثبت دی نو دا د مادې تضاد او شجړه ييز حالت دی .
يعني د چارچونو اختلاف تضاد نه دی کوم چې په داخل د ذرې يا برښنا يا نبات او يا حيوان او يا انسان کې موجود دي هيڅکله په تضاد کې نه دي .
او د مارکس څخه چې بل څه پاتې دي او هغه پکې خطاء شوی دی تکامل او جوړه والی (نارينه او ښځينه ) جوړې دي کوم چې ژوند ورباندې ولاړ دی او تر منځ هيڅ تضاد نشته.
الله سبحانه وتعالی فرمايي : وَمِنْ كُلِّ شَيْءٍ خَلَقْنَا زَوْجَيْن ” (الذاريات:۴۹).
او همداسې د طبيعت نور اختلافات لکه شپه او ورځ چې په حقيقت کې يو تکامل دی او قرآنکريم داسې اشاره ورته کوي : وَجَعَلْنَا اللَّيْلَ لِبَاسًا، وَجَعَلْنَا النَّهَارَ مَعَاشًا ” (عم ۱۰،۱۱) .
نو کله چې تکامل وي تضاد نشته بلکي ټول په هغه خط سير منظم روان وي کوم چې خالق (جل جلاله) ورته ترسیم کړی دی .
لا الشَّمْسُ يَنْبَغِي لَهَا أَنْ تُدْرِكَ الْقَمَرَ وَلا اللَّيْلُ سَابِقُ النَّهَارِ وَكُلٌّ فِي فَلَكٍ يَسْبَحُونَ (يس :۴۰).
هيڅ تضاد او شخړه يې تر منځ نه رامنځته کيږي مګر دا چې ماده د نظام د پيدا کړي حالت او خاصيت څخه خپل خالق وباسي ، اتوم او ذره چاونده نه کوي مګر دا چې الکترونونه او پروتنونو سره کډ او وډ نشي او د ذرې په شان ټول کايئنات همداسې تضاد او شخړه پکې نه راځي مګر دا چې د خپل حالت څخه ويستل شي ، همداسې د انسان په طبيعت کې د نارينه او ښځينه تر منځ شجړه او تضاد نشته بلکي د هغوی تر منځ تمامل او زواج دی مګر هغه وخت تضاد پکې را منځته کيږي چې د خپل فطري حالت څخه خارخ شي .
وَمِنْ آيَاتِهِ أَنْ خَلَقَ لَكُمْ مِنْ أَنْفُسِكُمْ أَزْوَاجاً لِتَسْكُنُوا إِلَيْهَا وَجَعَلَ بَيْنَكُمْ مَوَدَّةً وَرَحْمَةً (الروم :۲۱).
او همدارنګه د انسان په داخل کې د روح او جسد تر منځ تضاد نشته بلکي د هغوی تر منځ تکامل او جوړه والی دی او تضاد او شجړه نه رامنځته کيږي مګر هغه وخت چې د دوو قوو تر منځ طغيان او تيری رامنځته شي .
أساليب الغزوه الفکري للعالم الاسلامي