۳۶۰خبرې/ دوه شپېتمه برخه

لیکنه: انجنیر امین وردګ

***********************

۳۰۶مه خبره/ هسې دې ځان نا ارامه کړی!

پوهېږم چې ټوله ورځ خپلې ستونزې او د نورو آرام ژوند سره پرتله کوې ځکه خو ځورېږې هم، اما نور نو داسې مه کوه؛ کوم څۀ چې لرې، لومړی پۀ همغو کې فکر وکړه او بیا دې ځان له هغو کسانو سره پرتله کړه چې دا ستا شیان هم نۀ لرې.

خلاصه دا چې له ځان څخه دې پۀ پورته خلکو کې فکر مه کوه، ځکه چې همدا بې ځایه فکر دی؛ ستړی کوي دې او ځوروي دې، بلکې له ځان څخه دې کښته خلکو ته ګوره بیا د خپل حال پهٔ ارزښت ډېر ښهٔ پوهېږې.

۳۰۷مه خبره/ بدیه ځوانه تاته وایم!

بدیه ځوانه اوس خو ټول خلک پوهیږي چې نېکی له تا څخه پوه دی! نو تۀ هم پوه شه او ویې منه؛ خیر کۀ له تا کشر دی خو ورور دې دی! پۀ سخته ورځ کې بۀ پرته له دۀ څخه بل څوک خپل څنګ ته و نۀ ګورې، نو پام ورسره کوه او پام پرې کوه.

۳۰۸مه خبره/ ځینې بهٔ مخ در اړوي او ځینې بهٔ مخ درنه اړوي

منم چې کله دې قدرت یا ثروت زیات شي نو ډېر خلک مخ در اړوي او تازه ملګرۍ درسره پیلوي، خو دې ته دې هم پام وي چې ځينې بیا باالعکس دي! یانې مخونه درنه اړوي، عیناً لکه ستا موقف چې نهٔ شي زغملی! نو فکر دې مه خرابوه؛ دا پېښې پهٔ انساني ټولنه کې حتمي او طبعي دي، هغوی چې مخ در اړوي تمه درته لري او چې درنه اړوي یې لوره یې نشته؛ حسد کهٔ نهٔ پېژنې نو همدغه دی.

۳۰۹مه خبره/ الله ولې ځینو ته قدرت یا ثروت نهٔ ورکوي؟

تاسو د اللهﷻ پر دې پرېکړو کار مه لرئ چې ولې یې ځينو ته ثروت نهٔ دی ورکړی؟ ځینو ته قدرت او ځینو نورو ته صحت؟ آیا تاسو هغه پښتو متل نهٔ دی آورېدلی چې وايي: (ښه خو دا ده چې اللهﷻ خرهٔ ته ښکر نهٔ دي ورکړي! کنه نو د غوایي بهٔ یې کولمې ایستلې وې) خو دا تاسو ته هغه وخت ثابتیږي چې کله راز پاش شي او د دوی پټ رذالتونه ووینئ، بیا بهٔ ووايئ چې خدایه پاکه مننه.

۳۱۰مه خبره/ پوهانو ته وخت ورکړئ

پوهان لومړی وپېژنئ او بیا پر دې باریکه نکته هم ځانونه پوه کړئ چې هغوی له تاسو  زیات پوهیږي، له هغې وروسته کافي وخت او فرصت ورکړئ چې هم تاسو نېکبخت کړي او هم مو ټولنه! کوښښ وکړئ چې پهٔ ژوند کې د پوهانو له افعالو څخه عیناً داسې ګټه پورته کړئ لکه وروسته له مرګه یې چې د هغوی له اقوالو څخه پورته کوئ.

دعوت نیوز در شبکه های اجتماعی

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.