کمونیزم څه ته وایي او کمونیست څوک دی؟

محمدشفیق صادق

د کمونیسم اصطلاح د لاتيني د (Communism) څخه اخیستل شوې چې معنی یې مشترک والی او اشتراکيت دی
په اصطلاح کې هغې فکري ، سیاسي ، علمي او اقتصادي خوځښت او نظریې ته ويل کيږي چې په نولسمه ميلادی پیړۍ کې د کارل مارکس د نظریو په اساس ، د انګلس، هيګل او داروين د نظریاتو په ملاتړ ، را منځ ته شوې او په روسيه کې عملا د لینن په واسطه تطبیق شو.

کارل مارکس خپلې نظریې ته د کارګرو د غورځنګ نوم ورکړ ، او په دې عقيده ؤ چې دا یوه ايډیولوژي نه ده ، بلکه دا یو عمومي اوښتون دی چې د کارګرو د طبقو واک ته رسول به یې موخه وي.

کارل مارکس څوک ؤ او ولې یې دا نظریه رامنځ ته کړه؟ کارل مارکس په خټه یهودي ؤ چې په ۱۸۱۸ میلادي کال په آلمان کې تولد شو او په ۱۸۸۳ کال په انګلستان کي مړ شو، نوموړي خپل کمونستي نظریات په ۱۸۴۷ کال ښکاره او د يوه فکر او ايديولوژی په بڼه یې ټولنې ته وړاندې کړل.

دا چې څه لامل ؤ تر څو کمونیستي فلسفه رامنځ ته کړي؟ تر ډیره د نوموړي تر شخصي ژوند پورې تړاو درلوده ، مارکس په خپل ژوند کې د امپریالیزم یا سرمایه دارۍ نظام د واکمنو (سرمایه داران) له لاسه ډیرې ستونزې وليدې، هغه د یوه سرمایه دارې کورنۍ له یوې نجلی سره کوژده وکړه، کله چې هغوی پوه شول چې مارکس له غریبې کورنۍ څخه دی، نو دا واده یې فسخ کړ.

همدا شان نوموړي د شمشیر زني په یوه سیالی کې د یوه سرمایه دار څخه ماته وخوړه او تندی یې ټپی شو، د تندي دې ټپ یې په زړه داغ جوړ کړ او عقده یې ورسره زیاته شوه، له بل لوري، کارل مارکس په يوه بی وزله کورنۍ کي لوی شو چې ډیرې ستونزې یې له سرمایه دارانو ولیدي، د لویديخ سرمایه دارۍ نظام چې هر څه به د خان، او سرمایه دار په لاس کې ؤ له پیړيو پیړيو همدې خانانو په خوارانو او مزدورانو حکومت درلود ، خوار او کارګر د پیړیو را پدې خوا محکوم او مظلوم ؤ، د خپل واک او حق څخه محروم ؤ، دې حالت هم په مارکس منفې اغيزه وکړه تر څو د کمونیزم مفکوره رامنځته کړي، همدا شان د اروپایي کلیسا کړنې هم د دين او مذهب څخه د مارکس د تیښتې لامل شوې، د هغې زمانې کلیسا چې د قیصر او پاچا په خدمت کې وه، خلکو ته یې دا تلقین کاوه چې دا قیاصره د خدای له لوری د خلکو نمایندګان دی، دوی چې هر څه کوي او هر څه وایي باید په پټو سترګو ومنل شي ، د کلیسا پاپ ، او د سلطنت تخت د عوامو او غرییو په خلاف لاس سره یو کړی ؤ ، هر څه یې چې زړه غوښتل هغه یې د قانون په توګه په خلکو منل ، ځکه کلیسا هم داسې کوم دیني قانون نه درلود چې د الله تعالی له لوری نازل شوی وي ، بس د دوی د ګيډې قوانين د الله قوانيين بلل کيدل او په خلکو د تورې او متروکي په زور منل کيدل .. همدا لاملونه ؤ چې مارکس او ورسره وروسته ملګری یې انګلس ، هيګل .. داسې یو نظام ته وهڅول چې د سرمایه دارۍ، او دین په سر یې پریکنده ګزار وکړ نو موږ ویلای شو چې د مارکس نظریه د امپریالیزم په وړاندې یو تغيري عکس العمل ؤ .

ددې غورځنګ موخې :
سره ددې چې د کارل مارکس نظریات په تاریخ ، فرهنګ ، ټولنپوهنه ، فلسفه ، اقتصاد کې ډیر پراخه بحثونه راپارولي او ځینې خو داسې کلیات دي چې خپله کمونستان یې هم په تفسیر کې سره ویشلي او هره ډله ترې خپل تعبیر لري، خو کوم چې په نړۍ کې د کمونیزم د نظامونو اساسي بنسټونه جوړ شول ، او وروسته عملا کمونیستي نظامونو عمل پرې وکړموږ به په هغو رڼا واچوو :
۱- د خصوصي ملکیتونو له منځه وړل: د مارکس د نظریاتو له مخې ثروت او مال د ټولو خلکو مشترک مال دی، هيڅوک به شخصي ملکيت ونلري، له همدې امله ددې غورځنک اساسي موخه او هدف د خصوصي ملکيتونو له منځه وړل ، له سرمایه دارانو د مال او جايدادونو ضبط کول او عملا د حکومت تر واک لاندې راوستل ؤ ، او د کارګري انقلاب په واسطه د ټولو ټولنیزو طبقو مساوات ؤ ، هغوی غوښتل ټولې ټولنيزې طبقې له منځه ویسي او ددوی په آند ټول خلک سره مساوي او برابر کړي چې عملا په پخواني شوروي اتحاد او چين کې یې ټول ملکيتونه ضبط او د خلکوترمنځ وویشل ، ټولې طبقې یې له منځه یوړې، البته دا د مارکس تصور او تفکر ؤ چې د هغه په ژوند کي تطبیق نه شو.

د مارکس په آند کله چې یوه ټولنه د سرمایه دارۍ نظام څخه کمونیزم ته را اوړي، دا کار یوې اوږدې پروسې ته اړتیا لري او دې پروسې ته یې د پرولتاریا د دکتاتورۍ او یا د کارګرو انقلاب ووایه .

سره ددې چې له مارکس وروسته دا نظریه په پخوانی شوروي اتحاد ، چين ، کيوبا او ځينو نورو هیوادونو کي د کودتاګانو، عسکري انقلابونو او یا چريکي جګړو په ترڅ کې تطبیق شوه، خو دوی هیڅکله هغه موخه چي مارکس درلوده عملی نه کړه، بلکه له دیکتاتورۍ څخه یې هغه دکتاتوري عملی کړه چي د مطلق ازادۍ حق یې هم له خلکو واخیست، او داسې استخباراتي شبکه یي رامنځ ته کړه چې د انسانانو خولې، او عقلونه یی هم وروتړل ، چې د ستالیني دوران (۱۰) ميلیونه انسانانو وژنه او په چين کې د مائؤ د څو ميلیونه انسانانو وژل یې ښه بیلګه ده تردې چې د ستالين له قوله حکایت شوی او هغه وایی (د نړی د نفوسو دوه په درې برخه خلک د همدې نظریې لپاره له منځه ولاړ شي هم پروا یې نشته). دا نظریه چي په لومړی سر کې څومره د کارګرو د انقلاب او کارګرو د واکمنۍ په نوم رامنځ ته شوه په عمل کي کارګر یوازې د یوې خدمتګارې وسیلې په توګه چې پرته له کار څخه یې هيڅ ارزښت نه درلود و کارول شو، نه کوم کارګر واک ته پکښې ورسید او نه هم د هغوی نظر اوریدل کيده او هر څه د کمونستي ملګرو په لاس کې ؤ .

۲- دوهم اصل د اجورې یا مزد له منځه تلل: ددې ايدیولوژي دوهم تصور د کارګرۍ اجورې یا مزد له منځه تلل ؤ، د دوی په اند ، د کمونستي ټولنې خلک او کارګر چې څومره توان لري باید هغومره کار وکړي ، او د هغه د کار په اندازه باید په لومړي قدم کې اجوره ورکول شي ، او په دوهمه مرحله کي باید هر څوک د توان په اندازه کار وکړي او د ضرورت په اندازه مزد واخلي، خو دا تصور هم په عملي کمونیستي نظامونو کې د کارګرو د مطلق بردګۍ او د د دوی د ټنبلۍ او کسالت باعث شو، ځکه کله چې یو چاته ددوی د کار په اندازه معاش ورنکړل شي ، نو د کسالت خواته ميلان پیدا کوي ، عملا په کمونیستي نظامونو کي کاریګر د کمونستو واکمنو له لوري تر شکنجو لاندې ؤ ، او دوی به د کار په جبري کمپونو کې مړه کيدل .

دریم اصل : د کمونیزم دریم اصل ماتریالیزم او ديالکتيک دی ، د کارل مارکس په فلسفه کې د منطقي ماديت او د ديالکتيک نظریې را منځ ته شوي دا نظریې د هيګل او انګلس له نظریو سره یو ځای شوې او د کمونیزم اساس یې کیښود ددې نظریو په اساس ، هر څه په دنیا کې ماده ده او له مادې څخه سرچينه اخلي اوپرته له مادې بل څه نشته ، اودوهم دا چې هر څه په تغيراو تحول کې دي ، په نړۍ کې هیڅ شی ثابت نشته ، تل ماده تحول او تغیر کوي . او دا نظریه انسان له خدای او آخرت څخه انکار ته هڅوي او دوی هم په زغرده د خدی له وجود څخه انکار وکړ ، او دا چې د دوی په عقيده هیڅ شی ثابت نشته او هر څه تغير کيدونکي دي ، نو د دوی په اند کومه ثابته عقیده او تصور نشته ، او هر څه مادي بڼه لري ، ټول موجودات او شته شیان ماده ده ، او ماده تغير کوي او ماده هغه شی دی چې په پنځو حواسو محسوس کیدای شي ، مارکس وایی نعوذ بالله ( خدای نشته او ژوند یوه ماده ده ) بل ځای وایي : (دین د ملتونو مخدر دی)

د همدې نظریی په اساس لينن په (۱۹۱۳) کال په خپل بیان کي وويل : دا سمه نده چې نړۍ د خدای له خوا رامنځ ته شوې ، بلکه سمه داده چې د خدای د وجود عقیده یوه خرافی عقیده ده چې خپله انسان رامنځ ته کړې، له همدي امله هر څوک چې د خدای د فکر څخه دفاع کوي هغه یو جاهل انسان دی .

همدا شان لینن په (۱۹۲۰) کال د ځوانانو غونډې ته وويل : لازمه ده چې زموږ ځوانان په کمونستي اخلاقو سنبال شي ، او دا هم باید واوري چې دا اخلاق له کومو الهې سرچينو ندي ترلاسه شوي ځکه موږ په خدای باور نه لرو .

د پرودا ورځپاڼې په (۱۹۵۴) کال ولیکل : د خدای د وجود تصور یو پخوانی جاهلي تصور دی. دا او داسي نوړ ډیر دلاېل شته چې دا په ګوته کوي چې د کمونیزم مفکوره یوه الحادي او په خدای تعالی د نه باور مفکوره ده .

سره ددې چې نوی کمونستان د مارکس دا خبرې په ملایمو ټکو توجه کوي او هڅه کوي چې په نورو بڼو کې تفسیر کړي ، خو عملا په کمونستي هيوادونو کې همدې ګوندونو د مذهب او دين په خلاف هغه جنایات تر سره کړل چې انساني وجدان یې د اوریدو ندی.

له همدي امله کله چې په شوروي اتحاد او چين کې کمونستي انقلابونه را منځ ته شول ، د سرمایه دارانو څخه وروسته یې دوهم یرغل په دين اوديني مراکزو ؤ ، دوی د منځنۍ اسیا ، شرقی ترکستان ، او غربي ترکستان ټول جوماتونه او په روسیه کې ټولي کلیساګانې وتړلې ، مذهبي کتابونو ته یې اور واچاوه او دینې مراسم یې ممنوع اعلان کړل، د دين په جرم یې ميلیونونه انسانان ژوندی تر خاورو لاندې کړل ، چې د ستالین په روسیه کي ، ماؤؤ په چين کي د وژنو داستانونه تاریخ نشي هيرولای .

څلورم اصل د ثابتو اخلاقو نه شتون: کمونیزم هیڅ نوع ثابتو اخلاقو ته ژمن ندی ، دوی ته اخلاق د اقتصاد برخه ده ، کله چې په کوم کار کې اقتصادي او یا حزبي ګټه وي هغه اخلاق دي او کله چې تاوان وي ، همغه شي بیا بیرته عدم اخلاق کيږي .

پنځم اصل: د کمونیزم سیاست په یو حزبي سیستم : په کمونستي ټولنو کې یواځي یوه ګوند د حکومت کولو اجازه او فعالیت درلوده چې هغه عبارت له کمونست ګوند څخه ؤ، سره ددې چې مارکس خو دې ته د کارګرانو پرولتاریا وويله خو عملا ، نه پرولتاریا وه او نه هم کارګر هلته دا توان درلود چې حکومت وکړي بلکه هر څه د کمونست ګوند په واک کې ؤ .

ددوی په آند تر ټولو عالي او پیاوړی انسان هغه دی چې کمونست ګوند ته وفادار او د کمونیزم لپاره ښه کار او خدمت وکړي ، مال او سرمایه هلته د افتخار وسیله نه وه ، نو له همدې امله کمونستانو به د مال پیدا کولو په ځای ګوند ته په خدمت کولو ترجیح ورکوله تر څو یې اعتبار زیاد او په واک کې لوړ پوړ ته ورسیږي. د دوی په تر واک لاندې نظامونو کې دوهم ګوند ، ډله حزب او هيڅ مذهب په هغې ټولنې کې د فعاليت اجازه نه درلوده.

پنځم اصل : د کمونستانو ځينې ډلې د انسان د پیدایښت او تطور به برخه کي د داروین د نظریی ملاتړ کړی ، دوی ته د داروين هغه نظریه هم د منلو ده چې ګواکي انسان د بیزو د نسل یو پرمختللی او تطوري نسل دی .

د کمونستي نظامونو اختلافات:
سره ددې چې کمونستان ځانونه د مارکس د نظریاتو پابند بولي او عملا هغه ته د خپل (پیغمبر) په سترګه ګوري، خو د هغه د تصوراتو په تفسیر او د عملي تطبیقي نظریاتو په پایله کې په دوو لویو او بیا په څو شاخونو سره ويشل شوي. چې یوه ډله یې ځان لينيني کمونستان بولي چې د ځینو نورو کمونستانو لکه ساتلیني او خروسچوفی تروتسکي کمونستان هم ورته وایی چې مرکز یې عملا پخوانی شوروي ؤ.

دوهمه لويه ډله د مائوايستي کمونستانو ډله ده چې مرکز یې په چين کې دی، دریمه ډله بیا په البانیا کې د انورخواجه په نوم د کمونستانو ګروپ دی چې د جنوبی امریکا کمونستان یې ملاتړ کوي.

د همدې اختلافاتو په نتیجه کې د چين او روسیې لښکرې څو ځله یو د بل په وړانډې سره مخاخ شوې او په ویتنام کې خو په ښکاره سره وجنګيدې، له همدي امله ډیر وخت به روسي کمونستانو د چيني کمونستانو په وړاندې مرګونی دريځ نيوه او برعکس چيني کمونستانو به د روسانو په وړاندې د همداسې دريځ څخه برخمن ؤ.

زموږ په هيواد کې هم د دواړو کمونستي بلاکونو پیروانو فعاليت درلود او اوس هم په مختلفو ګروپونو کې فعاليت لري چې په دوهمه برخه کې به په دې هکله دا موضوع وڅيړو

د کمونیزم اوسنی حالت :
د افغانستان په جګړه کې د پخواني شوروي اتحاد د ښکیل کيدو او دلته له ماتي وروسته پخوانی شوروي اتحاد له منځه ولاړ او دا امپراتوري ټوټې شوه، ورسره په شوروي بلاک کې چې د ختیځې اروپا هيوادونه هم پکښې ؤ کمونیستي مفکوره د یوې حاکمې مفکورې په اساس له منځه ولاړه ، هلته د لينن مجسمه نسکوره او عملا دا هيواد په کاپتلیزم کې شامل شو ، په چين کې هم کمونستي شديد شرائط کمزوري شوي او دا هيواد د کمونیزم او کپیتلیزم ترمنځ په يوه دوه لارې ولاړ دی .

نو کمونیستي ډلې د پخوا په شان ډیرې کمزورې شويدي ، خو بیا هم په ډیرو هيوادونو کې فعالیت لري ، هماغه لينيني او مارکسستي مفکوره تعقیبوي او د بیا رامنځته کولو هڅې کوي .

په افغانستان کې د کمونستي جریانونو لنډ تاریخي سیر

لکه مخکې مو چې وويل کمونستي تصور د مارکس د نظریاتو په اساس رامنځ ته شو او د کمونیزم په نوم ېي یوه مفکوره وړاندې کړه او په دې لاندې اصولو ولاړ دی:

۱- د خصوصې ملکيتونو له منځه وړل
۲-د مزد او اجورې ټاکلې اندازه له منځه وړل
۳-د ماتریالیزم او ديالکتيکي نظریاتو په اساس یواځې ماده منل ، او له ثابتو عقايدو انکار
۴- د کارګرانو دکتاتوري او يوګونديز نظام
۵- د دارويني نظریاتو په اساس انساني نسل د بیزو له نسل څخه منل

اوس به په دې بحث وکړو چې افغانستان کې کمونستي جریانونه او ډلې له کومه وخته راپیل شويدي اوسنی حالت یې څه دول دی:

افغانستان کې هم د نورو هيوادونوغوندي د ۱۳۲۰-۱۳۳۰ کلونو ترمنځ د کمونست ګوند نظریې خپرې شوې، دا نظریات په پټه او یواځې د نظریو په سطحه په پوهنتوني او اکاډیمیکو مراکزو کي مطرح ؤ ، ځینې کسانو چې له کمونیستي هيوادونو سره یې تړاو درلود ، یا یې هلته زده کړې ا لوړ تحصیلات کړي ؤ عملا یې دی نظریې ته کار کاوه ، کتابونه او لیکنې به یې سره تبادله کولې او دعوت یې کاوه .

بلاخره شوروي پلوه کمونستي ډلې په ۱۳۴۳ کال د جدي په (۱۱) نيټه (حزب دیموکراتيک خلق افغانستان) د نور محمد ترکي په کور کې د هغه په مشرۍ تأسیس کړ . په دې ډله کې نورمحمد ترکی ، ببرک کارمل ، حفیظ الله امین ، طاهر بدخشي ، ميرغلام محمد غبار ، او داسې نور شامل ؤ چې غبار له همدې وخت څخه ورڅخه جلا شو . د عبدالکریم میثاق په خبره ، حزب د تشکیل په مهال په ښکاره د کمونستي افکارو له بیانولو ډډه کوله ، خو د غړو تر منځ دا نظریه واکمنه ، او عملا ددوی تر منځ همغه کمونستي اصطلاحات او افکار تبادله کيدل .

د خلق او پرچم د ډلو رامنځ ته کيدل
د حزب له تشکیل څه وخت لا نه ؤ تير شوی چې د غړو ترمنځ د واک ، ژبې او تصوراتو په اساس اختلافات راپورته شول ، اوحزب د خلق او پرچم په برخو وویشل شو

۱- خلق : لومړی ډله د خلق په نوم د نورمحمد ترکي تر مشرۍ لاندې چې د حفیظ الله امين په ګډون زیاتره کلیوال او پښتانه ورسره ؤ رامنځ ته شوه چې د انقلاب تر آخره په همدې نوم مشهور وه

۲- پرچم : دوهمه ډله د پرچم تر نوم لاندې د ببرک کارمل په مشرۍ چې زیاتره ښاري او فارسي ژبی پکښې راټول ؤ په کار پیل وکړ.

۳-د طاهر بدخشي ستم ملي ډله
دریمه ډله بیا په ۱۳۴۷ کال د طاهر بدخشي په مشرۍ له ګونده د نشنلستي تصوراتو په اساس د پښتنو سره د سخت مخالفت له امله بیله شوه چې (سازمان انقلابی زحمتکشان افغانستان ) (سازا) یې تأ سیس کړ ،او په نورو کمونستانو کې په (ستم ملي) مشهوره شوه . دا ډله هم د کمونستي افکارو په اساس داسې تشکیل شوه چې غوښتل یې د پښتنو له واک او سلطې پرته افغانستان کې نوی نظام ولري ددې ډلې غړي زیاتره له تاجکو سیمو او تاجکان ؤ چې له بدخشان تر پنجشیر او قطغن پورې یې ملګري درلودل. دا ډله هم بیا په دوو برخو وویشل شوه چې یوه ډله د طاهر بدخشي په مشرۍ د “سازمان زحمتکشان افغانستان” په نوم اوبله ډله د باعث بدخشي په نوم په “سازمان فدایی زحمت کشان افغانستان” په نوم رامنځ ته شوې .

طاهر بدخشي لومړی د سردار داؤد خان په حکومت کي د نظام سره د مخالفت په اساس بندي شو، خو کله چې په (۱۳۵۷) کال کمونستي کودتا رامنخ ته شو له بنده خوشې شو ، نوموړی يو څه وخت آزاد ؤ وروسته د خلقیانو له خوا ، نظام ته د توطيي په تور ونيول شو او په زندان کي اعدام شو . ددې ډلي پیروان د مجاهدينو تر یرغل لاندې راغلل چې ځینې یې د صمد پاچا د ملیشو غوندې د کمونستي حکومت سره یو ځای او ځینو په ډیر مهارت ځانونه د جمعیت ګوند ته ورداخل کړل . چې په دې ګوند کې د پښتون ضد احساساتو لامل شول او تر اوسه هم پکښې فعال دي

د خلق او پرچم د ډلو فعالیتونه :
د ديموکراسۍ د لسېزي په وروستيو کې دواړو خلق او پرچم ډلو خپلې جریدې درلودې او خپل افکار یې پکښې خپرول تر دې چې په (۱۳۴۹) کال د پرچم جريدې د (لینن) د زوګړې سل کلنه کلیزه په ډیر شور سره ولمانځله ، او هغه یې په داسې کلماتو وستایه چې عملا یې مسلمانان محمد (ﷺ) ته کاروي په دې سره دا جریده د حکومت له لوري اسلام ته د سپکاوي په تور وتړل شوه .

همدا شان کله چې په ۱۳۴۳ کال ببرک کارمل د ملي شورا غړی شو ، نو په لوړ اواز یې په لينن درود ووایه چې د مسلمانو نماینده ګانو له خوا د سخت عکس العمل سره مخ شو

دواړو ګوندونو د اختلاف سره سره په خورا بیړه د ځوانانو په منځ کې ملاتړی پیدا کول او خپل کمونستي مارکسیستي افکار یې خپرول ، او هڅې یې پیل کړې چې په فوځ ، پولیسو او نورو موسسو کې خپل ملاتړي ومومي ، له همدې امله د خلق ډلې له لوري حفیظ الله امين ، او د پرچم ډلې له لوري ميراکبر خيبر په فوځ کې د نفوذ او تنظیم لپاره وګمارل شول (دا وخت زیاتره فوځې افسران په شوروي اتحاد او نورو کمونستي هیوادونو ته د زده کړو او تحصیل لپاره استول کيدل چې له هغې خوا به په کمونستي نظریه سنبال راتلل) دوی وتوانیدل د سردار داؤد خان د کودتا تر مهاله (۱۳۵۲) کال پورې په نوموړو مؤسسو کې پوره ملاتړي ومومي او د داؤد خان خان سره په کودتا کې پوره همکاري وکړي ، د داود خان د کودتا وروسته کمونستان وتوانيدل د حسن شرق او فیض محمد غوندې مهم غړي د حکومت لوړ پوړو څوکيو ته ورسوي ، په دې سره دوی په خلاص لاس په فوځ ، پولیسو، او نورو دولتی مؤسسو کې د خپلو افرادو په ګمارلو کار پیل وکړ ، ورسره یې د اسلامي نهضت د غړو په اړوند چې هغه مهال په اخوانيانو مشهور ؤ او د کمونستانو سرسخته رقیبه ډله وه غلط تصورات ورکول او هغه یې دې ته وهڅاوه چې د نهضت په غړو ناتار پیل کړي ، لسګونه کسان یې زندانونو ته ټیل وهل ، ځينې اعدام او نور مجبور شول غرونو ته پورته او جګړه پیل کړی. په دې خدمن کي کمونستانو د داؤد خان سره خپل موقف نور هم پیاوړی کړ.

خو سردار داؤد خان په ( ۱۳۶۵)کال د پرچم ډلې په شراشرتونو پوه شو نو د هغوی د اخراج په موخه لاس په کار شو ،په د داؤد خان په دې عمل سره کمونستانو ځانونه په خطر کې ولیدل نو دواړو ډلو (خلق + پرچم) بیا په ۱۳۵۶ کال کي د یوه تړون په اساس اتحاد سره وکړ او سره یو خای شول .

کله چې سر دارمحمد داؤد خان له حکومت څخه د پرچم ډلې غړي شړل نو په ځای به یې لوړ پوړو کمونستانو د خلق ډلې غړي ځای په ځای کول ، تر دې چې د همدې کال تر پایه دوی دومره ځواک پیدا کړ چې حفیظ الله امين رسما ترکي ته د کودتا د آمادګۍ خبر ورکړ.

د ۱۳۵۷ کال په لومړیو کې محمد داؤد خان د کمونستانو له شراشرت څخه سخت په تنګ شو نو ددوی د شر څخه د خلاصون په موخه یې د هغوی د مشرانو د نيولو حکم وکړ ، په دې لړ کې نورمحمد ترکی او ګڼ نور مشران ونيول شول ، خو حفیظ الله امین تر نیول کيدو مخکې په فوځ کې خپلو ملګرو ته د کودتا امر کړی ؤ د ۱۳۵۷ کال د ثور د میاشتې په ( ۷) ورخ چې حکومت باید د کمونستانود مشرانو په اړوند غونډه کړي وای ، کمونستو افسرانو ټانګونه را وایستل او کودتا یې پیل کړه ، د کودتا په ترڅ کې کمونستان ارګ ته ننوتل سردارد داؤد خان یې د خپلې ټولی کورنۍ ( ماشومانو او ښځو) او د کابیني له اکثریت غړو سره په شهادت ورسول او کودتاچيان بریالي شول چې حکومت تر لاسه کړي نو یې نورمحمد ترکی له بنده خلاص او جمهور ريس کړ.

واک ته له رسیدو سره سم ددوی ترمنځ بیا د قدرت په سر سیالي پیل شوه ، د ببرک کارمل او حفیظ الله امين ترمنځ ناندرۍ ناورین ته ورسیدي ، تر دې چې شوروي اتحاد مداخله وکړه او ددوی ترمنځ یې د قدرت ویش داسې وکړ چي حکومت به خلقیان کوي او بهرني سفارتونه به د پرچم ډلې په لاس کې وي ، په دې کار د پرچم ډله ناراضه شوه او د یوې کودتا هڅه یې وکړه ، امین ته موقع برابره شوه ، د پرچم ډیر غړي یې له دندو ګوښه کړل ، دا په داسې حال کي چې په هيواد کې د کمونستي انقلاب په وړاندې پاڅونونه پیل ؤ چې تر ټولو لوی پاڅون په ۱۳۵۷ کال د حوت په ۲۳ نيټه د هرات د خلکو پاڅون ؤ چې هلته میشت فوځي قوتونه هم له پاڅون کوونکو سره ملګری شول ، دې پاڅون حکومت دومره وارخطا کړ ، چې د روسي جنرال ګروموف په وینا نورمحمد ترکي په بار بار له روسانو د ملاتړ او مداخلې غوښتنه وکړه ، خو روسانو د عسکرو د استولو په ځای د الوتکو په مرسته د هرات ښار بمبمارد کړ چې په ترڅ کي د تاریخ لیکونکو په وينا (۲۴) زره هيوادوال ووژل شول او پاڅون خاموش شو .

د خلق او پرچم د ډلو د داخلي اختلافاتو په ترڅ کې د ارګ د ننه د حفیظ الله امين د ترور یوه ناکامه هڅه هم وشوه ،چې امين یې دې ته وهڅاوه تر څو ، په ۱۳۵۸ کال نورمحمد ترکي د وخت جمهور ريس دبالښت په واسطه په قتل ورسوی او ځان په ټولو فوځي ، حزبي او نورو ادارو واکمن کړي.

له يوې خوا کمونستي ډلو ترمنځ اختلافات له بل لوري د دوی د سخت جبروت په وړاندې د خلکو پاڅونونو ، د ګوند غړي وهڅول چې ټول مخالفتونه په سختو کارواییو سرکوب کړي ، نو د لکونو انسانانو په وژلو ، زنداني کولو او تر دې چې ژوندي خښولو یې لاس پورې کړ ، دې کار د امين د حکومت تر پایه همداسې دوام وموند ، تر څو پرچم ډله وتوانيده د روسانو د لویو فوځونو په ملاتړ او راتلو په ۱۳۵۸ کال د جدې په (۶) نيټه د افغانستان په عملي اشغال سره حفیظ الله امين د روسانو په لاس مړ او ببرک کارمل واک ته ورسوي .

د روسانو او کمونستانو دوستي غبرګه شوه ، په ګډه یې د هیواد په لر او بر کي د اولسونو په بمبارد ، ډله ايزو وژلو ،او عمومي شړلو لاس پورې کړ ، روسانو پوره لس کاله د کمونستانو په ملاتړ د هيواد ګوټ ګوټ په خپلو ټانګونو او الوتکو له خاورو سره خاوري ، او یو نيم میلیون افغانان یې په قتل ورسول ، پنځه لکه ترې پاکستان او ایران ته وتښتيدل د جګړو په لړ کې تقريبا (۵۰) زره روسي فوځیان ټپیان او ووژل شول ، زرګونه تانګونه یې وسوځیدل ، سلګونه الوتکې یې را نسکورې شوې ، داسې حالت ته ورسیدل چې له يوې خوا په افغانستان کې د تګ راتګ لاری پری وتړل شوي له بل لوری په شوروي اتحاد کې د مړو تابوتونو خلک سخت وارخطا کړل اقتصاد یې له منځه ولاړ او په نړی کې یې حیثیت ته لوی تاوان ورسید .

بلاخره مجبور شول د و تلو لاره ولټوي . دا وخت په شوروي اتحاد کې میخايل ګرباچوف جمهور ريس ؤ ، هغه غوښتل د لوی ناورین د مخنیوي په موخه په بیړه خپل فوځونه له افغانستان څخه وباسي ، ځکه ټول شوروي اتحاد د ورانيدو په پوله ولاړ ؤ نو یې تصميم ونيو چې د حالاتو د بدلون به موخه د افغانستان په حکومت کي تغیر راولي او ځان ته و وتلو لاره برابره کړي ، خپل لوړ پوړی مشاور ویکتور پتروویچ پلیچکا ته یې دنده وسپارله تر څو ببرک کارمل له دندې ګوښه او استعفاء پرې ولیکي ،هغه هم استعفاء ولیکله او خپله مسکو ته ولاړ په ځای یې ډاکتر نجيب چې پخوانی د کمونستي نظام د استخباراتی شبکې (خاد) ريس ؤ جمهور ریس وټاکه او عملا د روسانو په مرسته واک ته ورسید

ډاکتر نجيب الله د روسانو د وتلو سره سم د زور لاره پريښوده او ملي مصالحې اعلان یې وکړ ، ورسره يې پخواني (حزب دیموکراتيک خلق افغانستان) ګوند په (وطن) ګوند سره په داسې حال کې بدل کړ چې عملا یې هماغه د کمونستي مفکورې په اساس تشکیلات درلودل ، یوه لویه جرګه یې د خپل تر نفوذ لاندې سیمو څخه راوغوښته او نوی قانون اساسي یې هم جوړ کړ ، ددې تر څنګ یې د افغانستان بیرغ هم بدل کړ او د ملي فوځ د پیاوړي کولو په ځای ېي د قومي کنډکونو په جوړولو پیل وکړ ،زرګونه ملیشې یې په قومي کنډکونو کې تنظیم کړې ، او د هيواد په لر او برکې یې بې جلبه واک ورکړ ، چې بلاخره له دوه کاله حکومت وروسته د همدې ملیشو په لاس یې حکومت نسکور شو . او خپله بیا د طالبانو په دوران کې اعدام شو.

آیا افغاني کمونستان وتوانيدل کمونیستي مفکوره پلي کړي ؟
کمونستانو د واک په لومړیو میاشتو کې د ځینو فرمانونو په صادرولو ځینې کمونیستي کړنو ته لاره هواره کړه ، دوی عملا د کمونست ګوند د اصولو په اساس حکومتي نظام تأسیس کړ انقلابي شورا یې جوړه کړه چي یواځی کمونستي غړي پکښې فعال ؤ ، د هیواد په ټولو مؤسیسو کې د کمونست ګوند غړي واکمن شول ،او په هره موسسه کې د کمونست ګوند (حزبي) دفترونه جوړ شول چې د کمونستي افکارو د ترویج تر څنک یې د مخالفینو څارل هم دنده وه .

په اقتصادي برخه کې یې په ډیرو ولايتونو کې د لویو ځمکه والو ځمکي په بزګرانو وویشلې ، ولورونه یې (۳۰۰) افغانۍ وټاکل ، سود او ګروي یې باطلې کړې ، ورسره یې په محکمو کې هم تغیرات راوستل ، فوځي او انقلابي محکمي یې جوړې کړې چې د انقلاب مخالفین به پکښې په ډیره آسانۍ ، پرته له ټولو بشري او قانوني حقوقو محاکمه کيدل ، ددې محاکمو واک یواځې د کمونست ګوند غړو سره ؤ ، مدافع وکيل او مرافعي پکښې نه وې ، همدې محاکمو په (۱۳۵۷-۱۳۵۸) کلونو کې تر (۵۰) زره ډیر خلک په یواځې یوه تور سره اعدام او یا ژوندي تر خاورو لاندې کړل ..

دا چې ددې کودتا او ډلې په وړاندې ډیر زر د اولس عکس العملونه راپورته شول نود کمونستي پلانونو د پلي کولو په ځای یې په ملت کې د مخالفینو په سرکوبولو ، او په ښارونو کې د خلکو د خوشاله ساتلو پالیسي بدله کړه ، دا چې دوی له یوې خوا د قدرت په سر په خپلو کې سره اوښتي ؤ له بل لوري د هیوادوالو د لوی پاڅون سره مخ شول ،ونه توانيدل خپلي اساسي موخې پلی کړي ، په عوض کې یې د خپلو اصلي څیرو په بدلولو ، د شعارونو په نوي کولو په ملت کي ځان ساته ، دوی د ببرک کارمل د راتګ سره سور انقلابی بیرغ هم په تورسور زرغون بدل کړ ،او د لومړیو ورځو په خلاف یې چې د دين په علماؤ ، او مذهبی مشرانو یې ناتار جوړ کړی ؤ ،د دوی سره د تعاطف لاره غوړه کړه .

له بلې خوا دوی د ګوند دننه کومه معینه فکري تګلاره هم نه درلوده ، ځینې به پکښې دومره تند ؤ چې هر څه یې په یوه ورځ بدلول غوښتل او ځینې بیا پکښې لږ ارام ؤ چې همدې پالیسیو ددوی ترمنخ اختلافاتو ته لاره هواروله ، همدا شان دوی د خپلو افکارو د پخولو او عملي کولو لپاره خپل افغاني لیکلي اثارچې د هیواد په سطحه لیکل شوي وي او افغانی رنګ ولري ، هم نه درلود ، یواځې هماغه د مارکس ، لینن او ستالین لیکنې او افکار مطالعه او ژباړل . ددوی د یوه مشر څخه هم کومه داسې لیکنه چې ددوی لپاره خط مشي ترسیم کړي هم نده پاتې ، تر دې چې د نورمحمد ترکي څخه چې ددوی لوی رهبر ؤ یواځې د کونډې زوی د کتاب په شان چې ادبي پڼه لري پاتي دی .

نو له همدې امله دوی مجبور ؤ هغه تصورات چې په روسیه او چين کي پلی کيدل کټ مټ په افغانستان کې هم پلي کړي ، له همدې امله د ولس د سخت غبرګون او مخالفت سره مخ شول او بلاخره یې د فکري ثقافت زوال راورسید .

د سپتامبر د يوولسمې نيټې د پیښې وروسته د پخواني وطن ګوند غړو ، پخوانيو خلقبانو ، پرچميانو د ديموکراسۍ څخه په ګټه اخیستنه ، په نوی سیکولرستي ايډیولوژی فعالیت پیل کړ ،چې په دې لړ کې یې ګڼ ګوندونه رامنځ ته کړل .

البته دا ګوندونه په ښکاره د کمونستي تصور په اړوند څه نه وایي ، په اساس نامو کي یې هم ترې یادونه نه ده کړې ، خو په خپل منځیو کړیو کې هماغه کمونستي ادبیات کاروي ، او اوس هم يو بل ته د ملګري او رفیق نوم کاروي ، له بل لوري یواځیني شی چې اوس پرې سنبال دي او له پخوا ورته پاته دی ، الحادي تصورات دي چې د سیکولرم په جامه کې یې خپروي ، او د ملت لپاره د نوي تصور په لړ کې د ديموکراسۍ سندرې وایی .

زه به د دې لیکنې په پای کې د هغو کمونست نظره ګوندونو نومونه یاد کړم چې د افتاب انترنيتي جریدي معرفی کړي

۴- د افغانستان کمونست (مائوست) ګوند
دا ګوند هم په افغانستان کې د ديموکراسۍ په لسیزه کې را څرګند شو ،ددې ګوند غړي هم د مارکس او لینن د افکارو څخه پیروي کوي ، دوی له لوړې سره د افغانستان د ديموکراتيک ګوند څخه بیل شول ،

د دې ګوند د ځينو لیکوالو په اند ، کله چې د خلق دیموکراتيک ګوند د خروسچوف په لارښوونه په ۱۳۴۳ کال تأسیس شو، نو قدرت ته د رسیدلو لاره یي د پارلمان لاره اختیار کړه او عملا ځینې کسان پارلمان ته داخل شول ، خو ځینې کسان چې د چيني کمونست ګوند څخه متأثره ؤ د خلقیانو دا عمل یې وغنده او دا یې د کمونست ګوند د لارښوونو خلاف کار وګاڼه ، ځکه چينې کمونیزم په قهري انقلاب باور درلود نه په مسالیمیت امیز پالماني ډول ، دوی نه یواځې د خلقیانو دا کار محکوم کړ و بلکه خروسچوف (د هغه مهال د اتحادجماهير شوروي) کړنې یې هم وغندلې او هغه یې هم د کمونزم د اصلي تګلارې څخه بې لارې وګاڼه ، له همدې امله د کمونستانو ترمنځ لوی درځ رامنځ ته شو چې مختلفې ډلې رامنځته شوې چې د محمودي ، ياري ، او باختري ډلې یې بیلګه ده دې ډلو په (۱۳۴۴) کال (سازمان جوانان مترقي افغانستان) رامنځته کړ ،چې مشري یې اکرم یاري په غاړه واخیسته ، ددوی په وینا په هغه مهال کې ددې ګوند موخه په افغانستان کي د یوه قهري انقلاب چې مسلحانه پروګرام یې هم درلود راوستل ؤ ، دې ډلې په (۱۳۴۷) کال د (شعله جاويد) په نوم یوه نشریه راوایسته ،چې له یوولسو جریدو وروسته د تندو او حکومت ضد خپرونو له امله وتړل شوه ، په (۱۳۴۹) کال دا ډله د حکومت له لوري تر تعقیب لاندې شوه ، ورسره پکښې انشعابونه رامنځته شول ، لومړی انجنير عثمان ترې بیل ، بیا په (۱۳۵۱) کال کله چې په پوهنتون کي د اخوانیانو سره لاس ګريوان شول ، او سیدال سخندان ووژل شو نوی اختلافات رامنځته شول چې ځينې نورې ډلې په یوه نوي نوم (ګروه انقلابی خلقهای افغانستان) د ډاکتر فیض احمد په مشرۍ کې را ټولې شوې ، چې د جوانان مترقي د ډلې په خلاف یې خپل تبلیغات پیل کړل.

په ۱۳۵۴) کال له همدې انقلای ډلې يوه بله ډله د انجنير توريالي په مشري بیله شوه او د (سازمان تدارک و مبازره برای ایجاد حزب کمونست) په نوم یې نوې ډله جوړه کړه چې د هغو پخوانیو په مقابل کې ودریده او د اخګر په نوم چې جریده خپروله ، دا جریده وروسته د مآؤستي فکر څخه واوښته د انورخوجه د کمونستانو لاره یې تعقیب کړه .چې توریالی بیا په (۱۳۶۲) کال په کنړ کي ووژل شو .

په دوی کې نورې ډلې هم رامنځته شوې ، مجید کلکاني په شمالي کې د(محفل شمالي) په نوم ډله جوړه ،او صادق یاري په (۱۳۵۶) کال د (سازمان رزمنده خلقهای افغانستان) یا (سرخا) په نوم بله ګروه جوړه کړه ، چې دې ډلې د ثور د اوومي د کودتا په خلاف لومړی بیانيه خپره او دا کودتا یې وغندله ، چې څه موده وروسته ددې ډلې یوه غړي د خلقیانو د حکومت (اګسا) ته دا ډله افشاء کړه ، خلقیانو هم ددې ډلې دمشر اکرم یاري په شمول ګڼ نور غړي اعدام کړل .

همدا شان مجيد کلکاني هم په (۱۳۵۸) کال خاد ونیوه او ډیر زر یې اعدام کړ ، د مجيد له اعدام وروسته دا ډله بیا په څو برخو وویشل شوه چې مشران یې بیا خلقیانو په (۱۳۶۰) کال اعدام کړل

۵- (سازمان رهایی افغانستان)(الو) او (راوا )
دا سازمان د ډاکتر فیض محمد په نوم یوه پیاوړي او فکري شعله یي په مشرۍ جوړ شو، او د هیواد دننه او بهر یې فکري او تبلیغاتي کار پیل کړ دا ډله تر نورو په پاکستان کې ډیره پیاوړې وه ، ګمان کيږي چې نوموړی د کندهار اوسیدونکی ؤ او د پاکستان کوټه ښار کې یې د فعالیت مرکز جوړ کړی ؤ ، دې ډلې یوه بله څانګه د خپلي ميرمني ( مينا) په لاس د (جمعيت زنان انقلابی افغانستان) (راوا) په نوم جوړه کړه ، راوا په مستقل ډول خپل فعالیتونه پرمخ وړل تر دې چې په (۱۳۶۵) کال د (رهایي) مشر داکتر فیض محمد په پیښور کي (ددوي په وینا) د حزب اسلامي په لاس له څو نورو ملګر سره یې اعدام شو، او داسې ويل کيږي چې چا دا سړي حزب اسلامی ته په لاس ورکړی ؤ انجنير خان محمد د فضل حق مجاهد ملګری ؤ چې (ګمان کيږي) دا دواړه بیا په حيات آباد کي د شعله یانو په لاس ترور شول ، د نوموړي له اعدام روسته د هغه لور مينا چې په (کشور کمال ) هم مشهوره وه او د (دریا) د مجلې په اساس یې ځان ته د کشورکمار په نوم هم ګرځیده ،خپل فعالیت ته د (راوا) په نوم په یوه نوي سازمان کې کار پیل کړ ، هغه وتوانيده چې د ډیرو بهرنيو هيوادونو توجه ځان ته راجلب کړي ، هغې هڅه وکړه د لویديځ په خلاف له تبلیغاتو ډډه وکړي او ټوله توجه اسلام پالو ، جهادیانو او خلقي کمونستانو په خلاف راوګرځوي . خو نوموړې په (۱۳۶۶) کال په کوټه کي ددې سازمان په قول دخلقیانو د خاد د سازمان او يا حزب اسلامي په لاس ، خو د (دریا ) مجلې د په وینا د داخلي اختلافاتو له امله ووژل شوه ، ددې ډلې رهبري هڅه وکړه تر څو په ښکاره له کمونستي مائوستي افکارو ځان ګوښه ،د لویديځ په خلاف له تندو شعارونو تیر شي او د مبارز موخه اسلام پالو او پخوانیو خلق+پرچم ډلو ته راوګرځوي ، له همدې امله اوس ددوی په رسمي پاڼو او جریدو کې د مائوستي افکارو څخه څه نه لیدل کيږي ، خو ددې ډلې د نشریې (پیام زن) مضامين تر ډیره د شعله یانو سره د همدردی او د هغوی سره د خواخوږي څخه لیکني خپروي ، دي مجلی د شعله یانو د یوې بلې ډلې د مشر (ساما) لوی تصوير په خپله مجله کېي خپور کړ او قاتلین یې جنایت کاران وبلل ، له بلې خوا د مجلې ډیر مضامين او اشعار هماغه د شعله جاويد د مشرانو دي لکه :عبدالله رستاخيز (داؤد سرمد) ،سیدال سخندان ،انیس اذر(بشیر بهمن) سعيد سلطانپور، سیداحمد رهزاد(جولیوس واتل روزنبرګ)، اتونه کاستيلو او داسي نور.

د ۲۰۰۱ کال د دسامبر پیښه دې ډلې ته خوښنه تمامه شوه ، نو د امریکا له لوري زلمي خلیل زاد او د هغې میرمن ، له نوموړې ډلې سره اړيکې ټینګې کړې ، او دا ډله یې د خپلو موخو لپاره په غیږ کي ونيوه ، لودیځوالو ، دې ډلې ته په ګڼو هيوادونو کې د فعالیت اجازه ورکړه تر څو مالي او معنوي منابع ومومي ، تر دې چې د خلیل زاد د ښځې په واسطه یې مشرانو ته د پاسپورت سهولتونه هم برابر شول ، دا ډله اوس هغه کمونستي شعارونه نه ورکوي په ځای يې ټوله توجه د اسلام پالو په خلاف را اړولې .

دا ډله ګڼي مالي سرچيني لري ، د مهدي نيک آین یوه لیکونکي په وينا ، دا پیسې د خلکو سره د مرستو، ښونځيو، کلینیکونو . لپاره راټولوي خو دا پوښتنه او حساب چاته نه ورکوی چې دا پیسې په کومو لارو په مصرف رسیږي او له چا سره دي ؟ دا ډله اوس هم په ټول هيواد کې فعالیت لري ، تر دې چې په لومړۍ ملې شورا کې یې هم خپل غړي درلودل ، او ویل کيږي چې ملالۍ جویا هم د همدې ډلې غړې وه .

له امریکایانو او نورو اروپایي هیوادونو سره نيژدې اړيکې لري او د هغوی له لوري یې ملاتړ کيږي . تر دې چې پنتاګون چې کومې ويدیوګانې چې ددوی څخه یې ترلاسه کړې وې کله خپرې کړې نو دې ډلې سخت احتجاج پرې وکړ .

۶-(سازمان ازادي بخش افغانستان) (ساما) دا ډله د مجيد کلکاني له مرګ وروسته د هغه ورور (قیوم رهبر) ته په ميراث ورسیده هغه له څه مودې وروسته اروپا ته ولاړ او په اروپا کي فعالیت کاوه ، د نوموړې دلي فعالین په پاکستان کې هم فعال ؤ خو د فکري او مادي اختلافاتو په نتیجه کې ، ددې ډلې څخه یوه بله ډله د (حزب کمونست مائوست افغانستان) په نوم جلا شوه چې (او اوس هم فعاله او د (شعله جاويد ) په نوم انترنيتي مجله خپروي) ، رهبر ددې ستونزې د حل په موخه پيښور ته ولاړ ، خو هلته بیا ترور شو ، او آوازه دا خپره شوه چې دا ترور هم حزب اسلامي کړيدي .

د ساما او د رهایي سازمانونه ، داسې دوه خفیه سازمانونه ؤ چې د کمونستي انقلاب په ډول دوران کې په داخل او بهر کې فعال ؤ او خپل وسلوال ګروپونه یې درلول چې تل به له حزب اسلامي او جمعیت اسلامي سره په جګړو کي ښکيل ؤ .

د داکتر فیض محمد له مرګ وروسته د (رهایي) سازمان هم په وړو ډلو وویشل شو چې وروستۍډله یې په (۱۳۸۵) کال د (سازمان انقلابی افغانستان) په نوم رامنخ ته شوه .

اوس چې کومې ډلې په بهر او داخل کې د همغه پخواني (شعله جاوید) په لاره د حرکت او کار په حالت کې لاندې ډلې یادولای شو (حزب کمونست ماؤست افغانستان ، تشکيلات مائوستهای افغانستان ، سازمان کارګران افغانستان (م.ل.م) ، جنبش انقلابی جوانان افغانستان ، هسته کارګری مبارز افغانستان ، سازمان رهایی افغانستان ،او داسی نوری وړی ډلی چې په پټه په فعالیت بوختې دي .

د افغانستان د ماؤستي ډلو په هکله لنډه تبصره :
د دې ډلو تاریخي سیر ته که څوک ځير شي نو په ښکاره به وویني چې دې ډلو کومه ثابته ايډیولوژي نه درلوده او نه یې کومه ثابته خط مشي درلوده ، ډیری پکښې احساساتي ځوانان ؤ چې د واکمن نظام د مامورینو له لاسه یې نادودې ليدلې وې ، له همدې امله به دوی زر زر تجزیه کيدل او په وړو ډلو به ویشل کيدل ، همدا شان دا ډلې دې ته هم متوجه نه وې چې ددوی انقلابي افکار چې په الحاديی تصور ولاړ ؤ څه ډول د افغانستان په سنتي اسلامي ټولنه کي ومنل شي ، زما په اند دوی له اسلام سره هم اشنایي نه درلوده ، او اسلام ته یې هم د پخوانۍ کلیسا په سترګه کتل ، نو ځکه به تل له ولس ، خلکو او حکومت سره لاس او ګريوان ؤ ،اوسني شعله یان هم ددې په ځای چې د افغانستان واقعيتونه په نظر کي ونیسي د ځینو خود خواه او افراطي اشخاصو ښکار دي چې نه د ټولنې ترکيب ورته معلوم دی او نه د هیواد حالات درک کولای شي. او دا چې دوی د حالاتو په بدلیدو خپل تصورات او بڼې ته بدلون ورکوي ، دا هم ددوی د کمزوری مفکورې ښه بیلګه ده . زما په آند دا ډلې به تل همداسې ویشلي او بې اساسه وي او تل به د نورو هيوادونو په بازارونو کې د مظلوميت چندې ټولوي ترڅو پرې خپلې خيټې ډکې کړي ، او دا ملت به کله د یوه ښامار او کله د بل ښامار په خوله کې وراچوي.

په اوسني نظام کي رسمي کمونستي بنسټه ډلې او ګوندونه :
دا لاندې ډلې عملا په حکومت کې رسميت لري او فعالیت کوي ، د آفتاب د انترنيتي ورځپاڼې څخه ما را کاپي کړي ، او هغوی ورته پخواني او اوسني تمايلات لیکي، سره ددې چې د لاندې ګوندونو ځينې غړي له دي تشریح شوو اساسونو سره موافق ندي خو بیا هم زه د همدې مجلې په استناد سره لاندې جدول کې ترتيب کوم :

د ګوند نوم، د رهبر نوم ، د ګوندپالیسي او پخواني اساس
۱ حز‌ب‌جمهو‌ري خو‌اهان‌ افغانستان صبغت الله سنجر سابقه ی وابستگی فکری و سیاسی به حزب کمونیستی دموکراتیک خلق (حزب وطن) ، فعلآ سکولار و طرفدارغرب.
۲ حزب وحدت ملی افغانستان عبدالرشید جلیلی سابقه ی کمونیستی و وابستگی به حزب دموکراتیک خلق افغانستان.
۳ نهضت آزادی و دموکراسی افغانستان عبدالرقیب جاوید کوهستانی سابقه گرایش کمونیستی و عضو سازمان خاد در زمان رژیم کمونیستی.
۴ حزب سعادت مردم افغانستان محمدزبیر پیروز سابقه فکری کمونیستی و روابط با رژیم کمونیستی سابق.
۵ حزب افغانستان واحد محمدواصل رحیمی سابقه گرایش به رژیم کمونیستی.
۶ حزب حرکت ملی وحدت افغانستان محمدنادر آتش دارای سابقه گرایش کمونیستی و در حال حاضر طرفدار دموکراسی غربی .
۷ حزب ملی افغانستان عبدالرشید آرین دارای سابقه فکری کمونیستی و عضویت در حزب دموکراتیک خلق ( جناح پرچم) و ازکارمندان امنیتی رژیم کمونیستی سابق.
۸ حزب کنگره ملی افغانستان عبدالطیف پدرام سکولارِ طرفدار غرب، و دارای سابقه همکاری با رژیم کمونیستی سایق و شورای نظار.
۹ د افغانستان دسولی غورزنگ گوند شهنواز تنی دارای سابقه کمونیستی و از اعضای بلند پایه حزب دموکراتیک خلق( جناح خلق) و وزیر دفاع رژیم کمونیستی در زمان دکتر نجیب.
۱۰ حزب رسالت مردم افغانستان نور اقاروئینی گرایش سکولاریستی و سابقه گرایش کمونیستی.
۱۱ حزب رفاه مردم افغانستان میا گل وثیق گرایش سکولاریستی و سابقه روابط با رژیم کمونیستی.
۱۲ حزب تفاهم ودموکراسی افغانستان احمد شاهین گرایش کمونیستی و سابقه همکاری با رژیم کمونیستی.
۱۳ حزب همبستگی افغانستان عبدالخالق نعمت گرایش فکری کمونیستی و سابقه گروهی مائوئیستی، مربوط به جریان شعله ی جاوید.
۱۴ حزب آرمان مردم افغانستان سراج الدین ظفری گرایش سکولاریستی و سابقه گرایش کمونیستی.
۱۵ حزب آزادی خواهان مردم افغانستان فدا محمد احساس گرایش فکری کمونیستی و سابقه گروهی مائوئیستی.
۱۶ حزب آزادی افغانستان عبدالملک گرایش سکولاریستی و قومی ازبک و دارای سابقه همکاری با رژیم کمونیستی.
۱۷ حزب رستاخیزمردم افغانستان سید ظاهر قائید
ام البلادی گرایش سکولاریستی و کمونیستی وسابقه همکاری با رژیم کمونیستی سابق.
۱۸ مجمع ملی فعالین صلح افغانستان شمس الحق نورشمس گرایش کمونیستی و وابسته به یکی از شاخه های حزب دموکراتیک خلق افغانستان.
۱۹ حزب همبستگی ملی اقوام افغانستان محمد ظریف ناصری گرایش سکولاریستی، سابقه کمونیستی.
۲۰ حزب ترقی ملی افغانستان دکتر آصف بکتاش گرایش سکولاریستی و سابقه کمونیستی در رابطه با مائوئیستها.
۲۱ حزب جنبش ملی اسلامی افغانستان سیدنورالله (رهبر اصلی‌ژنرال‌دوستم) گرایش سکولاریستی و قومی ازبک وسابقه ی عضویت و خدمت در حزب دموکراتیک خلق و دولت کمونیستی.
۲۲ حزب ملی هیواد غلام محمد گرایش کمونیستی و سابقه عضویت در جناح خلق از حزب دموکراتیک خلق و عضویت در رژیم کمونیستی سابق.
۲۳ حزب متحد ملی افغانستان نورالحق علومی گرایش کمونیستی و از رهبران مهم نظامی حزب دموکراتیک خلق.
۲۴ حزب مردم افغانستان احمد شاه اثر گرایش به لیبرال دموکراسی غربی و دارای سابقه کمونیستی.
۲۵ د افغانستان دملی مبارزینوگوند امانت ننگرهاری دارای گرایش کمونیستی و سابقه عضویت در گروه مائوئیستی بنام حزب عدالت دهقانان، و همکاری با رژیم کمونیستی.
۲۶ حزب دموکرات افغانستان عبدالکبیررنجبر گرایش کمونیستی و از شخصیت های مهم حزب دموکراتیک خلق.
۲۷ حزب ملی دریز حبیب الله جانبداد گرایش کمونیستی و از فعالین حزب دموکراتیک خلق، جناح پرچم.
۲۸ حزب دموکراسی افغانستان محمد طاووس عرب گرایش سکولاریستی و سابقه ی فعالیت در گروه های مائوئیستی.
۲۹ حزب نهضت فراگیر دموکراسی وترقی افغانستان شیرمحمد بزگر گرایش کمونیستی و از فعالین حزب دموکراتیک خلق.

اخذلیکونه:
۱- : http://www.bbc.com/persian/ ويب پاڼه
۲-https://arashbikhoda.wordpress.com/2011/06/ پیشینه اندیشه چپ در افغانستان
۳-https://www.dw.com/fa-ir/%D مارکس و مذهب و کشمکش بی‌پایان بر سر “افیون تودها
۴-http://www.bbc.com/persian/Afghanistan پیشینه اندیشه چپ در افغانستان بصیراحمد حسین زادهنویسنده و پژوهشگر
۵=https://fa.wikipedia. کمونیسم
۶-http://www.bbc.com/Persian پیشینه حزب دمکراتیک خلق افغانستان
۷-حزب کمونیست (مائوئیست) افغانستان https://fa.wikipedia.org/wiki/%D8%
۸- http://www.payam-aftab.com/fa/Afghanistanology/Parties احزاب و سازمان‌ها
۹- http://www.startimes.com/?t=30867871 النظام الشيوعي
۱۰- https://www.sholajawid.org/update/index_farsi.htmlجریده شعله جاويد ،حزب کمونست مائوئست افغانستان
https://fa.wikipedia.org/wiki/%D8%B4%D8 شعله جاويد ۱
۱۲-http://www.rawa.org/rawa-f.htm RAWA.ORG: معرفی مختصر «جمعیت انقلابی زنان افغانستان»
۱۳-جمعیت‌ انقلابی‌ زنان‌ افغانستان (راوا)
http://database-aryana-encyclopaedia.blogspot.com/2009/01/blog-post_8181.html
۱۴-https://fa.wikipedia.org/wiki جمعیت انقلابی زنان افغانستان
۱۵-BBC News | SOUTH ASIA | Afghan activist’s killers hanged
۱۶- http://aftabnews.ir/ برخی احزاب سیاسی:
۱۷-https://www.sholajawid.org/update/index_farsi.html جريده شعله جاويد ارګان مرکزی حزب کمونست مائوست افغانستان
۱۸- https://www.rahrawan.com/aahinger/ ” شعله ای ” کیست ؟

***********************************************************************************************************************

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

error: Content is protected !!
چیټ خلاص کړئ
مرسته
Scan the code
سلام 👋
زه څنګه مرسته کولی شم؟