حسد، كينه، غيبت، بدګماني، دا هغه ناوړه خويونه دي چې اسلام په كلكه غندلي دي.
د حسد په اړه رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي: حسد مه کوئ، حسد د سړي نيکۍ داسې خوري لکه اور چې وچ لرګي سوزوي، د رسول الله صلى الله عليه وسلم په بې شميره احاديثو کې په تاکيد سره د دې خبرې ذکر راغلى دى چې يو د بل سره د خبرو مقاطعه مه کوئ، هيڅ مسلمان ته دا جايزه نه ده چې د خپل مسلمان ورور سره له درې ورځو څخه زيات اړيکې پرې کړي.
د نفس پالنې، خود خواهۍ او انانيت دريم قدم د بدګومانۍ په لور پورته کيږي او د تجسس په کولو سره، سړى د نورو خلکو د عيبونو لټول شروع کوي، د بدګومانۍ حقيقت دا دى چې انسان د نورو په اړه فکر کوي چې هغه بد سړى دى اوپه ظاهره چې دهغه کوم کار د اعتراض وړ ښکاري، همېشه د ښې توجيه پرځاى د هغې بده توجيه کوي او په دې اړه د پلټنې او تحقيق ضرورت هم نه محسوسوي، چې تجسس د همدې بدګومانۍ نتيجه ده
انسان لومړی د چاپه اړه يوه منفي او ناوړه رايه قائمه کړي بيا د هغې د اثبات لپاره د هغه سړي د حالاتو پلټنه او تجسس پيل کړي.
قرآنکريم دا دواړه اعمال ګناه ګڼلې ده، الله تعالى د حجرات په سورت کې فرمايلي دي:
يَاأَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اجْتَنِبُوا كَثِيرًا مِنْ الظَّنِّ إِنَّ بَعْضَ الظَّنِّ إِثْمٌ وَلَا تَجَسَّسُوا …
ای مومنانو ! د ډيرو ګمانونو څخه ځانونه وژغورئ، ځکه چې ځينې ګمانونه ګناه وي او د خلکو د پټو رازونو پلټنه او تجسس مه کوئ.
رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي: بدګوماني مه کوئ، ځکه چې بدګوماني ترټولو ناوړه درواغ دي.
عبدالله بن مسعود رضي الله عنه فرمائي: مونږ د خلکو د حالاتو د پلټنې او تجسس څخه منع کړل شوي يو.
د معاوية رضي الله عنه څخه روايت دى چې رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي: که تاسې دمسلمانانو دپټو حالاتو دمعلومولو هڅه او کوښښ وکړئ، په ټولنه کې به فساد رامنځ ته کړئ .
د دې پړاوونو وروسته د غيبت مرحله پيل کيږي، غيبت که په بدګومانۍ بنا وي او که په حقيقت، په دواړو صورتونو کې د چا د تذليل په خاطر او يا د هغه د تذليل څخه د خوند اخيستلو په خاطر، په غياب کې، د هغه بدې بيانول غيبت دى. په حديث شريف کې د غيبت تعريف داسې بيان شوى دى: د خپل ورورپه غياب کې د هغه داسې يادونه کول چې که هغه پرې خبرشي نو پرې خفه کيږي.
د نبي صلى الله عليه وسلم څخه پوښتنه وشوه يا رسول الله صلى الله عليه وسلم! که زمونږ په ورورکې هغه عيب موجود وي چې مونږ يې يادونه کوو، بياهم غيبت کې شميرل کيږي ؟ هغه وفرمايل: که په هغه کې دغه بدي چې تاسې بې ذکرکوئ، موجوده وي، نو غيبت مو وکړ اوکه هغه په کې نه وي، نو بهتان مو ورپورې تړلى دى .
قرآنکريم دې کارته حرام ويلي دي، په سورت حجرات کې الله تعالى فرمايلي دي:
وَلَا يَغْتَبْ بَعْضُكُمْ بَعْضًا أَيُحِبُّ أَحَدُكُمْ أَنْ يَأْكُلَ لَحْمَ أَخِيهِ مَيْتًا فَكَرِهْتُمُوهُ وَاتَّقُوا اللَّهَ إِنَّ اللَّهَ تَوَّابٌ رَحِيمٌ
تاسې څخه دې هيڅوک د بل غيبت نه کوي، آيا له تاسې څخه کوم يو دا خوښوي چې د خپل مړ ورور غوښې وخوري له دې څخه تاسې ارومرو کرکه او نفرت کوئ.
رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي: چې د هرمسلمان ځان، مال او عزت پر بل مسلمان حرام دى، له دې څخه يوازې هغه صورتونه مستثنى دي چې په هغو کې د چا د بدۍ بيانول، د ضرورت پر اساس جائز وي اوپه هغه کې د ضرر رسولو نيت او اراده نه وي.
د مثال په توګه په دې سره د کوم مظلوم مرسته وکړي، د دې خبرې اجازه پخپله قران کريم ورکړې ده:
لَا يُحِبُّ اللَّهُ الْجَهْرَ بِالسُّوءِ مِنْ الْقَوْلِ إِلَّا مَنْ ظُلِمَ وَكَانَ اللَّهُ سَمِيعًا عَلِيمًا
الله تعالى په ښکاره اوپه جهرسره د بدې خبرې کول نه خوښوي مګر په هغه صورت کې چې په چا ظلم شوى وي.
د مثال په توګه څوک د چا د لورسره نکاح کول غواړي او يا ورسره تجارتي کار او بارکول غواړي او د دواړو خواوو څخه يو د هغه د کوم پيژندګلوو څخه په دې اړه مشوره وغواړي نو په دې صورت کې، که واقعي کومه بدي يانيمګړتيا د هغه په علم کې وي نو د خير خواهۍ په اساس د هغې بيانول نه يوازې جائز، بلکې ضروري دي، پخپله رسول الله صلى الله عليه وسلم هم په داسې وختونوکې د خلکو نيمګړتياوې اوبدۍ بيان کړي دي، په حديث شريف کې راغلي دي چې دوه کسانو فاطمة بنت قيس ته د نکاح پيغام واستولو، هغې د رسول الله صلى الله عليه وسلم څخه مشوره وغوښته، رسول الله صلى الله عليه وسلم هغې ته وفرمايل: په هغوى کې يو مفلس دى او بل يې د ښځو د وهلو ټکولو عادت لري .
همدا راز شريعت د غيرمعتبرو راويانو له روايتونو څخه د دين د ساتلو په موخه، د هغوى عيبونه بيانول په اتفاقي ډول جائز ګڼلي دي او د احاديثو عالمانو عملا دا خدمت ترسره کړى هم دى، ځکه چې دا يو ديني ضرورت وو .
په انسانانو باندې د ښکاره ظلم کونکو، فسق او فجور خپرونکو او څرګندو ناوړه او بدکرداره خلکو غيبت کول هم روا دى.
دنبي صلى الله عليه وسلم د عمل څخه د دې جواز ثابتيږي. د دې څومستثنى صورتونو څخه پرته، غيبت کول حرام او اوريدل يې هم ګناه ده.
د غيبت په اوريدونکو دا لازم دي چې غيبت کونکى له غيبت څخه منع کړي او يا د خپل هغه ورور دفاع وکړي چې غيبت يې کيږي او يا اقلا هغه مجلس پريږدي او ورځينې ولاړ شي چيرته چې د هغه د مړ ورور غوښې خوړل کيږي .
د غيبت په وجه چې کوم اور لګيږي د هغه اصل محرک هم همغه د خود خواهۍ او انانيت جذبه وي.
چغل خور د هيچا خيرخواه نه وي نه د هغه چې بديې بيانوي او نه د هغه چې د بل بد ورته بيانوي، ځان دواړو ته دوست معرفي کوي خو په اصل کې د دواړو دښمن او بدخواه وي له همدې امله د هريوه خبره په غور سره اوري، بياهمدا خبرې د هغه دوست او ملګري ته رسوي، ترڅو هغه اور چې تر اوسه په يو ځاى کې لګيدلى وي په بل ځاى کې هم ولګيږي . الهي شريعت دا کار حرام بللى دى، ځکه چې دا عمل (چغل خوري) د غيبت څخه هم د فساد په خپرولوکې ستره ونډه لري.
په قرانکريم کې چې د انسان تر ټولو بدصفات ښودل شوي، يو له هغو څخه چغل خوري او نمامت دی . په حديث شريف کې رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي: (لايدخل الجنة نمام) چغل خور جنت ته نه شي تللى . په يوه بل حديث شريف کې رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي: ترټولو بد سړى دوه مخى سړى دى چې چاته په يومخ او نوروته دبل مخ سره ورځي .
اسلامي رويه او عمل دا دى چې انسان چيرته دچا غيبت واوري، يا خو دى د هغه ترديد وکړي او يادې د دواړو ډلو د موجوديت په صورت کې موضوع په داسې توګه رامنځ ته کړي او تصفيه کړي چې هيڅ خواته شک او اشتباه پيدانشي چې د هغه دغياب په وخت کې داسې غلطي يابدي بيان شوې ده .
که هغه بدي په واقعي توګه په بل لورکې موجوده وي بايد له يوه پلوه غيبت کوونکى د غيبت کولو ګناه ته متوجه کړی شي اوله بله پلوه هغه څوک خپلې اصلاح ته متوجه کړل شي چې غيبت يې شوى دى .
—————————————