شیطان انسان څنګه په خپله دام کې راګیروي؟

ناشر: دعوت نیوز.کام

بسمِ اللهِ الرَّحمنِ الرَّحیم الحمدُ للهِ ربِّ العالمین، والصلاةُ والسلامُ على أشرفِ المُرسَلین، مُحمدِ بنِ عبدِ اللهِ الصادقِ الأمین، وعلى آلِهِ وأصحابِهِ أجمعین، أمّا بَعد: محترمو مسلمانانو وروڼو لکه څنګه چې موږ او تاسې پوهېږو شیطان د انسانانو ازلي دوښمن دی په دې اړه الله جل جلاله فرمايي« إِنَّ الشَّيْطَانَ لَكُمْ عَدُوٌّ فَاتَّخِذُوهُ عَدُوًّا ۚ إِنَّمَا يَدْعُو حِزْبَهُ لِيَكُونُوا مِنْ أَصْحَابِ السَّعِيرِ» سورة فاطر(۶) ژباړه: په تحقیق سره شیطان ستاسې دوښمن دی، نو تاسو هغه دښمن وګڼی، یقینًا همدا خبره ده چې هغه خپله ډله رابلي، د دې لپاره چې دوى له دوزخیانو ځنې شي، دا چې اللهﷻ صراحتاً په آيت شریف کې شیطان د انسان دوښمن ګڼلی موږ باید د شیطان د ګمراه کولو طریقې وپېژنو چې په کومو لارو انسان ګمراه کوي او د انسان د ګمراه کولو لپاره له کومو تاکتیکونو څخه استفاده کوي په دې مقالې کې د شیطان د ګمراه کولو ټولې طریقې تر جلا جلا عنوانو لاندې توضیح کوو:

۱ـ باطل ښایسته کول: د باطل لپاره تل بد صورتونه او بې حیا علامات وي، لیکن شیطان تل کوښښ کوي چې باطل په یو ښایسته پرده کې و پوښي تر څو انسان پرې غلط شي او د ګمراهۍ بدرنګه او هلاکوونکې کندې ته ولویږي، په دې اړه قرانکریم کې راځي چې شیطان وویل ژباړه« زه به خامخا په ځمکه کې باطل شیان د دوی لپاره ښایسته کوم او دوی به ټول ګمراه کوم»سورة الحجر(۲۹). ابن القیم رحمه الله وايي چې د شیطان چل دا دی تل په عقل جادو کوي او انسان په چل او فریب کې راولي، د شیطان له دې فتنې څخه نشي بچ کېدای مګر هغه خلک چې د اللهﷻپه فضل ورڅخه وساتل شي. د باطل ښایسته او حق بدرنګ ښکاره کولو یو مثال دا دی چې شیطان کوښښ کوي د انسان منکوحه مېرمن ورته بدرنګه ښکاره کړي او نا محرمه مېرمنې ورته ښایسته ښکاره کړي تر څو انسان په زنا کې واقع شي.

۲ـ ګناهونو ته محبوب نومونه ورکول: د شیطان له فرېبونو څخه یو دا دی چې باطل او بدو کارونو ته ښه نومونه ورکوي او کوښښ کوي خبیث او بد کارونه تر ښو نومونو لاندې پټ او بیا انسانان پرې خطاء کړي، همدا ابلیس ؤ چې شجرة ممنوعې ته یې د شجرة الخُلد نوم ورکړ، له کومې ونې چې اللهﷻحضرت ادم علیه السلام او بي بي حوا منعه کړي ؤ د هغې نوم یې ورته بدل کړ، په همدې ډول نن ورځ ابلیس او لارویان یې موسیقي ته د روح غزاء وايي، ډم ته هنرمند وايي، نا مشروع اړیکو ته عاشقي وايي، فاحشو او بدو خبرو ته ټوکې وايي، سود ته بزنس وايي، قمار او خمار ته ساعت تېري وايي، لواطت او بدکاري ته همجنس خوښونه وايي، زنا ته د شخصي آزادي حق وايي او دېته ورته نور زرګونه ګناهونه دي چې اصلاً او ذاتاً ډېر بد دي خو شیطان په ظاهري نومونه ښایسته کړي دي او د خلکو تر منځ بلکل عادي شوي دي.

۳ـ نېکیو ته کرکجن نومونه ورکول: لکه څنګه چې ابلیس لعین کوښښ کوي ګناهونه تر ښو نومونو لاندې پټ کړي په همدغه ډول  تل کوښښ کوي چې نیکوکارونو ته کرکجن نومونه کیږدي او په ټولنه کې یې په کرکجنو نومونه مشهور کړي، حق باندې تل رڼا پرته وي او د هغې له پاسه حسن او تازګي وي، نو د حق کار که بغیر له کوم پوښ څخه همداسې پاتې شي خامخا انساني فطرت ورته میلان کوي د همدغه په خاطر شیطان کوښښ کوي چې ښه کارونه کرکجنو نومونه باندې مشهور کړي. همدا د ابلیس لارویان ؤ چې د حضرت موسی علیه السلام او حضرت هارون علیه السلام باره کې یې قوم ته وویل ژباړه« خامخا دا دواړه جادوګران دي، غواړي چې د خپل جادو په ذریعه تاسې له خپلې ځمکې څخه وباسي، او ستاسو غوره دین ختم کړي» سورة طه(۶۳) حضرت موسی علیه السلام او هارون علیه السلام دواړه پیغمبران ؤ، خو شیطان د هغوی د بدنامۍ په خاطر په جادوګرانو سره یاد کړل داسې حال کې که ریښتیا جادوګران وای (معاذ الله) نو شیطان به دوی خوښولی. د شیطان لخواء د نیکو کارونو او نیکو اشخاصو بدنامي نن ورځ هم جریان لري چې موږ هره ورځ ورسره مخ کېږو. مثلاً: په دین باندې واقعي عمل کوونکي ته بې ځایه تقواء کوونکی وايي، مجاهد ته ترورېست وايي، مدرسې ته د افراطیت مرکز وايي، شرعي حدودو او قصاص ته دانساني شرافت ضد سزاء ګانې وايي، جهاد ته ارهاب وايي او خپل ارهاب ته بیا د بشري حقوقو لپاره مبارزه وايي، بې حیايي، بې ديني او الحاد شخصي آزادي ته شخصي آزادي وايي، خو اسلامي شریعت چې د انسانیت د ټولو فطري تقاضاؤ ساتونکی دی عملي کولو ته بیا د شخصي ازادۍ سلبېدل وايي په همدغه ډول دوی کوښښ کوي چې ټول نیک او ښه کارونه په کرکجنو نومونو سره مشهور کړي.

۴ـ نفس ته د هغه د محبوب څیز په ذریعه د شیطان د خول: شیطان نفس ته په هغې دروازې داخلیږي کومه چې نفس خوښوي، د انسان په بدن کې نفس د شیطان لاره ده او نامشروع خواهش بیا  د شیطان کومک کوونکی او جاسوس دی چې د لازیات تاثیر لپاره ورسره ملګری کیږي، شیطان چې کله د انسان نفس ته ور داخل شي نو دا ځانته معلوموي چې دا انسان کوم نا مشروع څیز خوښوي، کله چې د هغه د خوښې څیز معلوم کړي بیا له همغې لارې څخه ورته راتګ کوي تر څو چې یې فتنه کې راګیر کړي، مثلاً: یو سړی له دنیا او مال سره مینه لري نو شیطان تل په ذهن کې د مال او دنیا سوچونه ور اچوي، په  کوم ځای کې چې ښه کور و ویني هغه ته یې ور فکر کوي او ورته وايي چې کاش دا ستا وای، کوم ځای چې ښه موټر و ویني هغه ته یې فکر کوي او ورته وايي کاش دا ستا وای، د انسان ذهن کې دا وسوسې تر دې حده ډېرې کړې چې نور انسان د همغه خواهش مجنون شي او د هغه لاسته راوړلو برخه کې په هیڅ صرفه نکوي، تاسې به داسې غله لیدلي وي چې پیسې لري بیا هم غلاء کوي، او یا به مو ځينو هیوادونو کې داسې حکومتي چارواکي لیدلي وي چې ښه لوړ معاش لري خو بیا هم بډه(رشوت) اخلي دا خلک اصلاً د دنیا مجنونان شوي دي چې په لاسته راوړلو او ډېرولو کې یې په هیڅ لارې صرفه نکوي.

۵ـ په ګمراهي کې د انسان درجه په درجه وړاندې کول: شیطان په لومړی ځل  انسان ته دا نه وايي چې دا ګناه وکړه، یا کفر وکړه، بلکې هغه د رجه په درجه د ګناه خواته مایل کوي په داسې ډول چې انسان هیڅ ونه پوهیږي، مثلاً: کله چې شیطان غواړي انسان باندې زناء وکړي په لومړۍ ځل دا نه ورته وايي چې زناء وکړه ځکه انسانان خامخا له اللهﷻ څخه ویریږي لومړی درته وايي چې یوې ښځې ته وګوره کتل خو پرواء نکوي دومره غټه ګناه نده، بیا درته وايي راځه لږ نږدې ورشه، بیا درته وايي راځه څه پرواء کوي سلام کلام ورسره وکړه، بیا درته وايي راځه ورسره کینه څه مشکل نشته، بیا درته وايي همدغه یې موقه ده زنا ورسره وکړه بیا به توبه وکړي، کله چې زناء درباندې وکړي بیا درته وايي چې بله زناء وکړه بیا به توبه وکړې عمر خو زیات دی، په همدغه ډول کوښښ کوي چې انسان د ژوند تر آخره په لویو ګناهونو یا هم کفر او شرک کې اخته کړي کله چې انسان ته په همدغه حالت کې مرګ راشي بیا همدغه شیطان ورته وايي چې زه له تاڅخه بېځاره یې او زه له الله جل جلاله څخه وېریږم چې پالونکئ د عالم دی.

۶ـ له حق څخه د خلکو منع کول: شیطان د خپلو انسي او جني ملګرو په واسطه تل کوښښ کوي چې انسانان له حق څخه منحرف او باطل طرف ته مایل کړي، دوی باطل دومره زیات ستايي چې د حق د لارویانو دا ګمان شي ګني دا باطل حق دی او زموږ لاره باطله ده، مثلاً: د اسلام سیاسي نظام حق نظام دی، د ټول بشریت لپاره خیر دی او په ځمکه کې د ټولو ژوندیو موجوداتو حقوق پکې خوندي دي، خو نن ورځ انسي او جني شیطانانو ډیموکراټیک او سیکولر نظامونه دومره ستایلي او د خلکو ذهن دومره ورسره عام شوی چې او سمهال خلکو ته حق سیاسي نظام باطل او باطل سیاسي نظام چې نه د انسانانو نفس پکې خوندي دی، نه یې عزت او نه مال هغه بیا خلکو ته حق ښکاري دېته اصلاً تبلیغاتي جنون وايي چې یو څوک له تبلیغاتو دومره متأثره شي چې تور ورته سپین او سپین ورته تور ښکاره شي.

۷ـ  د انسانانو لپاره د خیر خواهۍ مظاهره: شیطان تل کوښښ کوي چې ځان د انسانانو خیر خواه معرفي کړي، کوم وخت چې انسان ګناه ته تشویق کوي نو دا نه ورته وايي چې دا ګناه وکړه چې په جهنم کې دغه عذاب وڅکې، بلکې ورته وايي چې دغه کار وکړه، دا ښه کار دی په دنیا کې دغه دغه ګټې درسیږي لکه څنګه چې شیطان زموږ مور او پلار (آدم علیه السلام  او بي بي حوا) ته وویل ژباړه«زه خامخا تاسې ته د خیر خواهانو له جملې څخه یم» په همدغه شکل موږ ته هم په هر کار کې د نیوي اړخ او ګټه یې راڅرګندوي او تل کوښښ کوي چې د یوې ګناه اُخروي عذاب راڅخه هېر کړي. مثلاً: شیطان موږ ته وايي چې بیت المال سره خیانت وکړه(رشوت واخله یابل څه)پیسې پیداء کړه؛ ښه موټر به ولرې، ښه کور به ولرې، ښه ژوند به ولرې، خلک به دې هم ښه قدر او عزت کوي، اوس خو دې څوک په هېڅ هم نه شماري، ظاهراً ځان راته نصیحت کوونکی معرفي کوي خو دا نه رایادوي چې بیت المال سره خیانت په جهنم کې څومره دردناک عذاب لري، او  اللهﷻڅومره پرې خفه کیږي او جواب ویل خو یې بلکل ممکن ندي…!

۸ـ د انسي شیطانانو په واسطه مدد غوښتل: ځينې وخت له شیطان سره په ګمراهۍ کې  انسي شیطانان هم مرسته کوي، لکه څنګه چې نن ورځ موږ او تاسې وینو ټوله نړۍ کفر، فحاشي، عیاشي او عریانت نیولې ده، دا ټول د انسي شیاطینو د کوښښونو نتیجه ده، انسي شیاطین دي چې د جني شیاطینو د عملیاتو لپاره یې زمینه سازي کړې ده موږ باید د جني شیطانانو ترڅنګ له انسي شیطانانو څخه هم ځان وساتو، لکه کفارو سره د ولاء او براء عقیدې پر اساس مخته ولاړ شو، د هغوی هیوادونو ته فناء یونسو…!

دغه پورتني هغه موارد او لارې دي چې له هغو لارو څخه په استفادې شیطان انسانان د ګمراهي په طرف ټېل وهي، له دې لارو څخه د خلاصون لنډه طریقه داده چې موږ باید په دغو ټولو لارو کې له لومړي قدم اېښودلو څخه ډډه وکړو، حتا د شیطان وسوسو څخه هم په اللهﷻ فناء وغواړو. الله جل جلاله دې موږ او تاسې ته د عمل توفیق راکړي.

 ستاسو د دعاؤ محتاج: مستغفر الحنفي

سنة:1447/6/3 من هجرة اشرف المرسلینﷺ

دعوت نیوز در شبکه های اجتماعی

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.