ناشر: دعوت نیوز.کام
د جګړې میدان ته نوي، کممصرف، ساده، خو مؤثر وسایل رادننه کېږي
بِسْمِ اللّٰهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِيمِ
ژباړه: «او تاسو برابر کړئ تر خپلې وسې طاقت او زين کړي اسونه، د هغوى(کفارو) د مقابلې لپاره؛ تر څو چې ؤ وېریږي په دې وسایلو او اسبابو سره د الله جل جلاله دوښمنان، ستاسې دښمنان او هغه نور دوښمنان، چې تاسې یې نه پيژنئ خو الله یې پېژني. د الله په لاره کښي چې تاسي هر څه لګوئ، د هغو پوره مكافات به تاسې ته درکول کیږي او تاسې سره به هیڅكله ظلم ونه شي.»
محترمو مسلمانانو!
لکه څنګه چې موږ او تاسې پوهېږو، د انسانانو له پیدا کېدو راهیسې تر اوسه پورې انسانان د عقیدوي یا شخصي ګټو پر بنسټ هڅه کوي چې یو پر بل د برلاسۍ وسایل او عوامل پیدا کړي. دا رقابت د دې سبب شوی چې وخت پر وخت بشري ټولنې ته نوي جنګي وسایل وړاندې شي. که موږ تاریخ ته وګورو، نو لومړی د جګړې لپاره چاقو جوړ شو، بیا په مقابل لوري د برلاسۍ لپاره توره جوړه شوه، او په هغه وخت کې چې چا سره توره وه، هماغه برلاسی و.
کله چې توره عامه شوه، د تورې د اغېز د کمولو لپاره ډال جوړ شو. ډال چې د تورې اغېز کم کړ، نو غشی جوړ شو، چې له لرې ځایه به پرې خلک ویشتل کېدل. د غشي مقابل کې بیا زغره جوړه شوه، چې د انسان بدن به یې له غشو ساته. وروسته انسان منجنیق جوړ کړ، چې غټې ډبرې به یې ویشتلې. د منجنیق مقابل کې جنګي کلاوې جوړې شوې، او د کلاوو د دیوالونو د ختلو لپاره بیا د دبابې په نوم وسیله جوړه شوه.
کله چې مسلمانانو باروت کشف کړل، د کلاوو د نړولو لپاره جنګي توپونه جوړ شول. ورو ـ ورو وخت بدل شو، هیوادونو د تورې پر ځای ابتدايي ټوپکونه جوړ کړل، او د ټوپکو د مرمیو پر وړاندې د ځان د ساتنې لپاره یې ټانکونه جوړ کړل. کله چې ټانک د ټانک پر وړاندې ودرېد، نو هېوادونو د یوې بلې وسلې فکر وکړ، چې هغه جنګي الوتکې وې.
په شلمه پېړۍ کې (د دوو نړیوالو جګړو او سړې جګړې پر مهال) ټول نظامي رقابت په درې برخو تمرکز درلود: په ځمکه کې د ټانکونو، په هوا کې د ستراتیژیکو او تهاجمي جنګي الوتکو، او په بحر کې د پیاوړو جنګي کښتیو په لرلو سره.
په هغه وخت کې هر هغه هېواد برلاسی و، چې قوي جنګي کښتۍ، پرمختللې جنګي الوتکې، او ښه ضدزره ټانکونه یې لرل.
مثلاً: یو هېواد به نوې جنګي الوتکه جوړه کړه، بل به هڅه کوله چې له هغې هم پرمختللې جوړه کړي، تر دې چې له رادار څخه پټېدونکې الوتکې (F-35) جوړې شوې. خو د دې الوتکو مقابل کې بیا د هوايي دفاع سیستمونه، لکه (S-500)، جوړ شول چې هماغه الوتکې هم را غورځولی شي. کله چې د یوې وسلې مقابل کې دفاع رامنځته شي، د هغې وسلې اغېز کمېږي، او مقابل لوری د داسې نوې وسلې په لټه کې وي چې دفاع یې نشي کېدای، دا خو د نظامي رقابت وسایل دي او ؤ، خو که موږ د جګړې عملي میدان ته وګورو، هلته د جنګي وسایلو معادلې بدلې ښکاري.
نن ورځ د نړۍ تر ټولو معاصره جګړه د اوکراین جګړه ده، په هغې کې موږ وینو چې د جګړې معادلې په بشپړ ډول بدلې شوي دي.مثلاً: پخوا جنګي الوتکې د تعرض(حملې) لپاره کارېدې، خو اوس ډېری وخت یوازې د دفاع لپاره استعمالېږي، ځکه که تعرض وکړي، د مقابل لوري هوايي دفاع سیستمونه یې غورځوي. همدارنګه، ټانکونه هم اغېزناک نه دي پاتې شوي. د میلیونونو ډالرو ټانکونه اوس د څو زرو ډالرو انتحاري ډرونونو لهخوا له منځه وړل کېږي. جنګي کښتۍ هم همداسې دي د سلګونو میلیونو ډالرو یوه کښتۍ د څو زرو ډالرو انتحاري زېردریاوو لهخوا له منځه وړل کېږي.
له دې څخه څرګندېږي چې د جګړې راتلونکې معادلې د بدلون حال کې دي. راتلونکي وخت کې به جنګي الوتکې یوازې د هوايي حریم د دفاع لپاره کارېږي، د ټانکونو برخه کې به هڅه کېږي چې ډېر او ارزانه ټانکونه جوړ شي، او لویې جنګي کښتۍ به په کوچنیو، خو مؤثرو کښتیو بدلې شي.
په راتلونکو جګړو کې به هغه ځواک برلاسی وي، چې ارزانه، خو مؤثره وسلې ولري. لکه:
انتحاري ډرونونه: ډېر کممصرف، دقیق، په سختي سره دفعه کېدونکې، او د زرګونو ډالرو په لګښت د میلیونونو ډالرو هدفونه له منځه وړونکې اسلحه ده.
انتحاري جنګي کښتۍ او زېردریایي وې: راتلونکی وخت کې به دا هم ډېر استعمالېږي، ځکه کممصرف او مؤثر وسایل دي.
هوایي دفاع سیستمونه: د هر هېواد د فابریکو او مهمو تاسیساتو د ساتنې لپاره حیاتي ارزښت لري.
هایپرسونیک توغندي: راتلونکې جګړې کې به دا له مهمو وسلو څخه وي، ځکه د دې توغندیو مخنیوی ډېر ستونزمن دی، او په اسانه خپل هدف له منځه وړي.
د ځمکې لاندې نظامي مرکزونه او تأسیسات: را راون وخت کې به د ځمکې/ غرونو لاندې د نظامي فابریکو او تأسیساتو جوړول ډېر عام شي ځکه دا هم له مؤثره وسایلو څخه شمېر کېدای شي او خلکو یې د غزې او ایران/اسرائیل جګړې کې عملي مثالونه هم ولیدل؛ د غزې جګړې کې د حماس مجاهدینو چې له تونلونو څخه استفاده کوله یاد تونلونه دومره مؤثر ؤ چې حتا دوه کاله اسرائیلو/امریکایانو په خپل ټول قوت وغوښتل چې خپل بندیان آزاد کړي خو و نه توانېدل. په همدغه ډول د ایران د فوردو اټومي تأسیساتو برخه کې د زېربنايي نظامي تأسیساتو اهمیت موږ ته په ښکاره معلومیږي چې د فوردو تأسیساتو باندې د نړۍ پرمختللې بم غورځونکې الوتکې بي(۲) الوتکو بمبارد وکړ خو بیا یې هم ونشوای کولای چې اټومي تأسیسات تخریب کړي.
خلاصه دا چې راتلونکې کې به الوتکې د دفاع لپاره، انتحاري ډرونونه او اوبتلونه د تاکتیکي جګړې لپاره، او هایپرسونیک توغندي د ستراتیژیکو اهدافو د له منځه وړلو لپاره کارېږي او دا د دریمې نړۍ هېوادونو لپاره یو ښه چانس دی، ځکه که څوک د رادار څخه پټېدونکې جنګي الوتکه جوړوي، دا ډېرو زیاتو مصارفو، پرمختللو فابریکو، پیلوټانو او علمي پرمختګ ته اړتیا لري. خو که انتحاري ډرونونه وګورو، دا په ډېرو لږو وسایلو، ابتدايي ټکنالوژۍ او لږ لګښت سره جوړېدای شي، او هر څوک یې کارولی شي. همدارنګه، د غټو جنګي کښتیو پر ځای کوچنۍ انتحاري کښتۍ هم ارزانه دي، هم اسانه جوړېږي، او هم مؤثرې دي. د هایپرسونیک توغندیو جوړول هم د پرمختللو جیټ الوتکو په پرتله ساده او ارزانه دي.
نو دا درې شیان — ډرونونه، هایپرسونیک توغندي، او د هوايي دفاع سیستمونه — ساده، کممصرف او مؤثر وسایل دي.
مجاهدین باید دغو درې برخو ته ډېره پاملرنه وکړي، ځکه دا نه غټو فابریکو ته اړتیا لري، نه سترې پانګې اچونې ته، او نه هم ډېر علمي پرمختګ. د پوهنتون یو عادي انجینر هم کولی شي یوه ډرون جوړ کړي.
بناءً، په راتلونکو لسو کلونو کې که موږ پرمختللې جنګي الوتکې او ټانکونه ونه لرو، نو باید لږ تر لږه د ډرونونو فابریکې، د هوايي دفاع سیستمونه، او د هایپرسونیک توغندیو جوړونې وړتیا ولرو، څو د دښمن پر وړاندې د دفاع او فشار وسایل مو موجود وي.
وما علینا إلا البلاغ…
مستغفر الحنفي
سنة: ۱۴۴۷/۴/۲۳من هجرة أشرف المرسلین ﷺ