ټکسي والوته

د نړۍ په ګڼ نفوسه ښارونو کې د موټرو ګڼې ګوڼې خلک تر پزې راوستې دي، ځکه په ځینو ښارونو کې خو د ښاریانو نیم ژوند په لار بندي کې تېر شو.
د همدې ستونزې د حل لپاره په جرمني کې د لیلیيم په نوم یوې کمپنۍ د داسې الوتونکې ټکسي بریالۍ تجربه وکړه چې په یو وخت کې پنځه مسافر لېږدولای شي.
د دې کپمنۍ د مالوماتو له مخې، په دې ټکسي کې د «وي‌ټي‌او‌ايل» په نوم سيسټم لګول شوی چې له ځغاست‌لیکې یا رن وې پرته لکه د چورلکې په څېر په هر ځای کې پورته او کښته کېدای شي. 
د دې کمپنۍ د ټکسي په جوړونه کې ډېره زیاته څېړنه کړې او بیا یې دا ډول ازموینه وکړه او په یوه ساعت کې یې چټکتیا ۳ سوه کیلومټرو ته رسېږي.
دا ټکسي نږدې الوتکې ته ورته سيسټم لري، ځکه په کې د خوب او استراحت لپاره ډېر منظم سیټونه جوړ شوي او ټاکل شوې په ۲۰۲۵ مېلادي کال پورې عام ښاریان ترې هم استفاده وکړي.

سرخط ورځپاڼه

دعوت نیوز در شبکه های اجتماعی

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.