د نړۍ په ګڼ نفوسه ښارونو کې د موټرو ګڼې ګوڼې خلک تر پزې راوستې دي، ځکه په ځینو ښارونو کې خو د ښاریانو نیم ژوند په لار بندي کې تېر شو.
د همدې ستونزې د حل لپاره په جرمني کې د لیلیيم په نوم یوې کمپنۍ د داسې الوتونکې ټکسي بریالۍ تجربه وکړه چې په یو وخت کې پنځه مسافر لېږدولای شي.
د دې کپمنۍ د مالوماتو له مخې، په دې ټکسي کې د «ويټياوايل» په نوم سيسټم لګول شوی چې له ځغاستلیکې یا رن وې پرته لکه د چورلکې په څېر په هر ځای کې پورته او کښته کېدای شي.
د دې کمپنۍ د ټکسي په جوړونه کې ډېره زیاته څېړنه کړې او بیا یې دا ډول ازموینه وکړه او په یوه ساعت کې یې چټکتیا ۳ سوه کیلومټرو ته رسېږي.
دا ټکسي نږدې الوتکې ته ورته سيسټم لري، ځکه په کې د خوب او استراحت لپاره ډېر منظم سیټونه جوړ شوي او ټاکل شوې په ۲۰۲۵ مېلادي کال پورې عام ښاریان ترې هم استفاده وکړي.
سرخط ورځپاڼه