د هرې ساختمانی پروژې يوه مهمه برخه برآورد او قيمت ټاکنه ده .د برآورد د اهميت په هکله بايد ووايو که چيرې د يوې پروژې برآورد غلط وي نو ددې باعث کيږي چی د پروژې کار نيمګړی پاتې شي، نو پدې اساس بايد په برآورد کې جدي کوښښ وشي ترڅو قيمتونه په درست ډول وټاکل شي.
برآورد Estimating:
د مصرف کيدونکو موادو او د مزدورانو د اجورې مقدار ټاکل عبارت له برآورد څخه دی يا په لنډ ډول د ساختمان د جوړيدو ټول قيمت ټاکل عبارت له برآورد څخه دی.
د برآورد پيل:
کله چې وغواړو يوه پروژه برآورد کړو نو لومړی له کندنکارۍ څخه شروع کوو نو په دی خاطر بايد لمړی د کندنکارۍ له مخې د ځمکې ډولونه وپيژنو، په عمومي ډول ځمکه د کندنکارۍ له مخې په درې ډوله ده:
1. لومړۍ درجه ځمکه (نرمه ځمکه)
2. دويمه درجه ځمکه (سخته ځمکه)
3. دريمه درجه ځمکه
1. نرمه ځمکه هغه ځمکه ده چې د عادي وسايلو لکه بيل، کلنګ او نورو په واسطه کندنکاری کيدی شي.
2. سخته ځمکه هغه ځمکه ده چې دعادي وسايلو په واسطه نه کندنکاري کيږي او دکندنکارۍ لپاره يې پرمختللو ماشينونو ته ضرورت دی لکه اکسکواټور، لوډر او داسې نور.
3. دريمه درجه ځمکه هغه ځمکه ده چې دهغې کندنکاري دانفجاراتو په واسطه سرته رسيږي.
په لاندې جدول کې ټولی هغه پروسې او مواد چی د ساختمانی پروژې له پيل نه ترپايه پوری په کاريږي دهغوی له مربوطه واحداتو سره ليکل شوي:
ګڼه د پروسې نوم — واحد — کتنې
1 کندنکاري —– مترمکعب
2 پرکاري —— – مترمکعب
3 سنګ کاري —- مترمکعب
4 خشت کاري —- مترمکعب
5 کانکريټ بغيرله سيخ نه — مترمکعب
6 اوسپنيزکانکريټ — مترمکعب
7 لرګی —- – مترمکعب، مترمربع
8 قالب بندي — – مترمربع
9 اوسپنه —- کیلوګرام
10 ګول سيخ — — کیلوګرام
11 اوسپنيزې کټارې — مترمربع
12 اوسپنيزې دروازې – مترمربع
13 پلستر—- – مترمربع
14 عايق کاري — – مترمربع
15 سيم تاوي — – کیلوګرام
16 کاشي کاري — مترمربع
17 چپس کاري — — مترمربع
18 شيشه — – مترمربع
19 رنګ — – مترمربع
20 سمنټ – — کیلوګرام،مترمکعب
21 شګه — – مترمکعب
22 جغل- — مترمکعب
23 درطوبت ضد(عايق رطوبت) — مترمربع
24 اهن چادر — – مترمربع
25 هنګاف — – مترمربع
26 سويچ — – تعداد
27 ميز او څوکۍ — — تعداد
28 دکاناليزاسيون پايپونه — متر