د زینې برآورد

د زینې برآورد
دزينې دمحاسبې لپاره مارشونه،پتې او چوک جدا،جدا محاسبه کوو:
1. دمارش محاسبه: ګورو چې دمارش مقطع دمستطيل شکل لري او ضخامت یې هم 15سانتی متره طول يې 3.019متره دی چې تقریبا 302 سانتي کیږي او عرض يې له پلان څخه معلوميږي چې 1متردی
V1=3.02×0.15×1=0.453×2مارش=0.906cum
2. دپتو محاسبه :څرنګه چې دپتی مقطع د مثلث شکل لري نو دمثلث مساحت دمارش په عرض کې ضربوو دپتو حجم لاسته راځي:
دمثلث مساحت=قاعدهxارتفاع/2=0.3×0.15/2=0.0225sqm
دپتې حجم=دمثلث مساحتxدمارش عرض=0.0225×1=0.0225cum
دټولوپتوحجمV2=ديوپتې حجمxدپتو تعداد=0.0225×18=0.405cum
3. دچوک محاسبه : چوک ديو مکعب مستطيل شکل لري او محاسبه يې په لاندې ډول ده:
دچوک حجمV3=LxBxH=2.2×1.15×0.15=0.38cum
اوس ټول حجم پیداکوو
Total V=V1+V2+V3=0.906+0.405+0.38=1.7cum*1.05=1.78cum
په نوموړې زينه کې 1.78مترمکعب کانکريټ استعماليږي د فی مترمکعب ساده کانکریت قیمت 5000 افغانی نیسو نو،
Concrete cost= 1.78×5000=8900 AFN
د سیخ د وزن پیداکولو لپاره له فیصدۍ څخه کار اخلو، څرنګه چی زینه د سلب په شکل ډیزاین کیږی نو سیخان تقریبا یو فیصد نیسو.
Steel bars=1.7cumx0.01=0.017cumx7850kg/cum=134kgx50 AFN=6700 AFN
د قالب مساحت په لاندی ډوی پیداکوو، البته دقالب بندی مصرف په زينه کې لږ زیات محاسبه کيږی ځکه چی کار یی نسبتا سخت دی.
A= (3.02+1.15) x2.2=9.2sqmx200 AFN/SQM= 1840 AFN
نو دزينې ټول مصرف په لاندې ډول پيداکوو:
Concrete =8900 AFN
Steel bars =6700 AFN
Form work= 1840 AFN
Total Coast= 17440+460(extra) = 17900 AFN
یادونه: باید په یاد مو وي چې د ساختمانی موادو د براورد په وخت کې پنځه فیصده ضایعات په نظر کې نیول کیږي.
دوهمه یادونه: کله چې عملا برآورد کوو باید د راکړل شوې نقشې مطابق ابعاد او دکانکریټو مارک په محاسبه کې په نظر کې ونیسو. خصوصا د سیخانو براورد – سیخانو ته باید دقیقه محاسبه وشي دلته خو مونږ د مثال په ډول په فیصدي نیولي خو عملا باید له نقشی نه د سیخانو قطر – طول او تعداد راواخیستل شی جدول ورته جوړ شي او د هر قطر سیخ بیل بیل وزن محاسبه شي.
دعوت نیوز در شبکه های اجتماعی

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.