د زینې سیخبندي (Stair Reinforcement)

د زینې سیخبندي (Stair Reinforcement) څرنګه چې پوهیږي په ودانیو کې د زینې شتون یوه اړتیا ده او په ټولو برخو کې تر ټولو مغلق او پیچیده کار د زینې په سمه توګه سره تطبیق او پلي کیدل دي شاید تاسو ډیره ځایه په ناسمه توګه سره د زینې د تطبق او جوړیده شاهدان اوسیدلی یاست، پدې مانا سره چې یا یې په سیخبندی کې ستونزې موجودې وي او اشتباه سیخبندي یې سرته رسیدلې وی او یاهم د زینو د پټو پلنوالی په یوه اندازه سره نه وي او یاهم لوړوالی یې کم او زیات وي.
1. پام مو وي چې زینه هم لکه د یوه فکس سلب په شکل سره عمل کوي او له هغه سره هیڅ توپیر نلري پدې مانا سره چې د زینې په منځنی برخه کې مثبت مومنټ او په اتکاوو یا څنډو کې منفي مومنټ تولیدیږي.
2. د پورته اول بند پر آساس دا ثابته شوه چې د زینې په منځنی برخه په لاندې برخه کې باید اصلي یعني طولي سیخان وکارول شي او په څنډو خواوو یا اتکاوو کې باید د منفي مومنټ د مخنیوي د پاره په پورته برخه کې سیخان و کارول شي.
3. د زینې د اتکاوو سره نږدې باید هر وخت زینه دوه جاله ولري چې لومړی جال یې د مثبت مومنټ د سیخانو څخه په لاندینی برخه کې او دوهم جال یې په پورتنی برخه کې د منفي مومنټ له امله باید ورکړل شي.
4. د زینې چوک باید هر وخت دوه جاله (پورتنی او لاندین) ولري
5. د زینې په عرض یا پلنوالي باندې باید غټ قطر سیخ و نه کارول شي ځکه پدې اړخ باندې مومنټ شتون نلري نو ځکه باید د کوچنی سلنې سیخانو څخه باید ګټه واخیستل شي.
6. د منفي سیخانو طول د اتکاوو څخه منځنی خواته باید د زینې د اوږدوالي څلورمې برخې ته ورسیږي.
7. د کانکریټ ریزی پر مهال کیدای شي د زینې پټې هم جوړې کړل شي مګر د کار د آسانتیا په خاطر کیدای شي یواځې د زینې سلب کانکریټ ریزي کړل شي او پټې وروسته جوړې کړل شي.
8. کیدای شي یوه زینه چوک سره نږي هم عرضي ګاډر ولري او یا هم هیڅ شتون ونلري چې دا د ودانی په نقشه پورې اړه لري
9. په لومړی قدم کې کیدای شي د زینه د سلب ضخامت د 40 ملي متر څخه تر 50 ملي متر په هر متر اوږدوالی د زینې کې په پام کې ونیسی.
10. د زینې پتې سیخبندی ته اړتیا نلري مګر ځینې کودونه د هغه د پاره هم سیخان پیشنهاد کوي.
Please Subscribe
دعوت نیوز در شبکه های اجتماعی

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.