عزیز التفاسیر (پښتو) (کتاب+دانلود)

عزيز التفاسیر، چې په ۲۰۰۸م کال کې په لومړي ځل چاپ او خپور شوی، له نيکه مرغه د دريم ځل لپاره له چاپه راووت.
دا کتاب چي د مولوی سلطان عزيز عزيز په زيار ليکل شوی، په پښتو ژبه کې د قران کريم يو هر اړخيز او مفصل تفسیر ګڼل کيږي، چې د ديارلسو ټوکونو او نږدي اوه نيم زره مخونو درلودونکی دی او له ۱۴۷معتبرو علمي سرچينو نه په کې استفاده شوی. د آیتونو تفسیر يې د احاديثو او آثارو په رڼا کې کړی او له اسرائیلیاتو او کمزورو خبرو څخه يې ډډه کړې.

په ترجمې او تفسير سربيره، د لوستونکو د پوهې مختلفو کچو په پام سره، ځای په ځای عقيدوي او فقهي احکام، د نزول اسباب، د کليمو لغوي او اصطلاحي معناګانې، صرفي او نحوي تحليلونه، عبرتناکي کیسي، د قران په رڼا کې په مختلفو معاصرو پيښو تبصري او د افغاني ټولني ځينو ستونزو ته کتنې هم له ځان سره لري. د کتاب په دريم چاپ کې ځيني سمونې هم شوی.

عزیز التفاسیر (په پښتو ژبه کې له لاندې لینکونو څخه وړیا ډاونلوډ کړئ)

…………………………………………………………………………………………………………………………………………

د کتاب د ترلاسه کولو پته:
رشيدیه کتابخانه، صدف پلازه، محله جنګي، عقب قصه خواني، پيښور. د تليفون شميره: 0783313169
د دې تر څنګ د کابل، کندهار او نورو ښارونو له ځينو کتابخانو هم ترلاسه کيدلی شي.

…………………………………………………………………………………………………………………………………………
د نورو معلوماتو لپاره لاندې پتی وکاروئ:
د برېښناليك پته: Dawatnews1@gmail.com
د ګرځنده تليفون شميره: 0783313169 (ابوأحمد)

…………………………………………………………………………………………………………………………………………

که تاسو غواړئ چې علمي او تحقیقاتي لیکنې او مقالې مو په دعوت نیوز کې خپرې شي نو لاندې لینک کیکاږئ او مونږ ته په انلاین بڼه خپله لیکنه را واستوئ؛

https://dawatnews.com/submit-article/

شرعي پوښتنه:

که کومه شرعي پوښتنه لری دمهربانی له مخې لاندې فورم ډک کړی او خپله پوښتنه ثبت کړئ.

https://shorter.me/75WZr

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.