زما سوال دا دی که یو سری د بل چا په ځمکه کشی کار کوی او کوم قیمتی شیان لکه انتیک شیان پیدا کری نو دا دچا حق کیزی
وسلام —— حميد الله
ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
اول دا چې : که په دغه مال يا کنز باندې داسې علايم وي چې د کفارو په مال يعني د اسلام نه مخکې د جاهليت پر وخت دلالت کوي نو په دغه مال کې خمس لازميږي .
إذا كان هذا المال أو الكنز عليه علامات تدل على أنه من دفين الجاهلية ، مما قبل الإسلام ، سواء كان من أموال الروم أو الفرس أو غيرهما ، ففي هذه الحال يلزم التصدق بخمسه ؛ لقوله صلى الله عليه وسلم : ( فِي الرِّكَازِ : الْخُمْسُ ) رواه البخاري (1499) .
د امام ابوحنيفه رحمه الله په نزد په دوو شيانو کې خمس واجب دی
۱- په جهاد کې هغه اموال چې د کافرانو څخه په غنيمت نيول شوی وي .
۲- هغه مال چې په ځمکه کې دفن وي د کافرانو په مال دلالت وکړي چې په اسلامې شريعت کې رکاز بلل کيږي .
خمس د مسلمانانو د مصالحو د پاره مصرفيږي .
او که چيري دا مال په دې دلالت کوي چې مسلمانانو به خښ کړی وي نو هغه بيا د ورک شوی شي د پيدا کيدو چې په شريعت ورته لقطة وايي حکم لري چې خپل مالک ته به سپارل کيږي .
جاء في “الموسوعة الفقهية” (23/102) : ” لاَ خِلاَفَ بَيْنَ الْفُقَهَاءِ فِي أَنَّ دَفِينَ أَهْل الإْسْلاَمِ لُقَطَةٌ .
دوهم دا چې : دا مال چې چا پيدا کړ د هغه کس به وي او که د ځمکې د مالک ؟
په دې باره کې د فقهاوو تر مينځ اختلاف دی
د جمهورو مذهب دا دی چې دا مال د ځمکې د څښتن يا د هغه د وارث دی .
او د امام احمد او امام يوسف او ځنو مالکيه رايه بيا دا ده چې د خمس له ادا کولو وروسته دا مال د دوهم کس دی چا چې پيدا کړی دی ځکه چې رکاز اصلاً مالک نه لري .
إذا عَثر على الكنز في بيت ، أو أرض قد اشتراها ، أو وُهبت له ، فاختلف العلماء فيمن يملك الكنز :
” فَذَهَبَ جُمْهُورُ الْفُقَهَاءِ إِلَى أَنَّهُ لِلْمَالِكِ الأْوَّل ، أَوْ لِوَارِثِهِ لَوْ كَانَ حَيًّا ؛ لأِنَّ الْكَنْزَ مُودَعٌ فِي الأْرْضِ ، فَلَمَّا مَلَكَهَا مَلَكَ مَا فِيهَا ، وَلاَ يَخْرُجُ مَا فِيهَا عَنْ مِلْكِهِ بِبَيْعِهَا …
وَذَهَبَ الإمام أَحْمَدُ – فِي رِوَايَةٍ – وَأَبُو يُوسُفَ وَبَعْضُ الْمَالِكِيَّةِ إِلَى أَنَّ الرِّكَازَ الْبَاقِيَ بَعْدَ الْخُمُسِ لِلْمَالِكِ الأْخِيرِ …؛ لأِنَّ الرِّكَازَ لاَ يُمْلَكُ بِمِلْكِ الأَْرْضِ لأَِنَّهُ مُودَعٌ فِيهَا ، وَإِنَّمَا يُمْلَكُ بِالظُّهُورِ عَلَيْهِ “. انتهى من “الموسوعة الفقهية” بتصرف (23/106)
وَقَدْ صَحَّحَ ابن قدامة المقدسي القول الثاني ، ثُمَّ قَال : ” لأِنَّ الرِّكَازَ لاَ يُمْلَكُ بِمِلْكِ الدَّارِ ؛ لأِنَّهُ لَيْسَ مِنْ أَجْزَائِهَا ، وَإِنَّمَا هُوَ مُودَعٌ فِيهَا ، فَيُنَزَّل مَنْزِلَةَ الْمُبَاحَاتِ مِنَ الْحَشِيشِ وَالْحَطَبِ وَالصَّيْدِ يَجِدُهُ فِي أَرْضِ غَيْرِهِ فَيَأْخُذُهُ ، فَيَكُونُ أَحَقَّ بِهِ “. انتهى ” المغني” (2/327) .
مګر مرکز الفتاوي الشبکة اسلامية بيا ليکي : که دغه مال د مسلمانانو تر منځ د جنګ جدال او قتال سبب جوړيږي نو هغه به د مسلمانانو امير په خپله قبضه کې را ولی که يې دوی ته بخښښ کوي او که يې د مسلمانانو په مصالحو کې مصرفوي .
مګر هر چې معادن دي د هغه اسخراج د مسلمانانو په امير او اسلامې حکومت پورې اړه لري .