امین وردګ
«««««««««««««««««««
د سکون دوه مهم فورمولونه
۱۵۱مه خبره- مخلوق ته د خالق لخوا د سکون دوه فورمولونه : الف- الله پاک چې څهٔ غواړي همغه کیږي او چې نۀ یې غواړي هغه نۀ کیږي! ب- کېدای شي تاسو یو شی بد وګڼئ او هغه ستاسو لپاره ښۀ وي او هغه چې تاسو یې ښۀ بولئ ممکن همغه بد وي؛ اوس نو کۀ چېرې بنده د ژوند پۀ چارو کې همدا دوه فورمولونه تعقیب او ځان پکې عیار کړي، نو هېڅکله هم ژور نۀ خفه کیږي.
واړهٔ خلک او غټې څوکۍ
۱۵۲مه خبره- کهٔ مو ولیدل چې حاکمانو د لویو کارو پرځای واړهٔ کارونه کول؛ نو تاسو پوه شئ چې (دغو) وړوخلکو ته چا غټې څوکۍ سپارلې.
ټولنې ته خدمت او له ټولنې سره خیانت
۱۵۳مه خبره – ټولنې ته د یوۀ روزل شوي کس وړاندې کول داسې دي لکه لویه برخه یې دې چې روزلې وي او د نا اهله پکې لویول بیا داسې لکه لویه برخه یې دې چې نړولې وي، ځکه خو تر ټولو ستر خدمت دا دی چې (پهٔ عقیدوي لحاظ) ټولنې ته خپل اولادونه سم و روزو.
داسې حاکمان عزل کړئ
۱۵۴مه خبره – هر هغه حاکم چې اهل کار خلک نۀ پېژني یا یې نۀ ګماري، عزل یې کړئ؛ ځکه چې داسې حاکمان د حاکمیت وړتیا نهٔ لري، کهٔ يې مخه و نهٔ نیسئ غرقوي مو.
له مسلمان ورور سره بدي کول بې وجداني ده
۱۵۵مه خبره – کهٔ دې غوښتل چې له خپل مسلمان ورور سره، د بدۍ پهٔ مهال خوب وکړې نو لومړی دې وجدان وټپوه او ویدهٔ یې کړه؛ کله چې هغه ویدهٔ شو، بیا تهٔ هم ویدهٔ کېدلی شې، خو کهٔ دې وجدان ویښ ؤ نو فکر نهٔ کړم چې خوب ته بهٔ دې پرېږدي.
مطلب لومړی مو وجدانونه ویدهٔ کوئ، بیا مو له وروڼو سره بدۍ پالۍ؛ ځکه چې دا کار له ویښ وجدان او قوي ایمان سره غیر ممکن دی.