۳۶۰خبرې/ اووهٔ پنځوسمه برخه

۲۸۱یمه خبره/ یتیمه او بې وسه مېلمنه

هغه چې نن ستا پهٔ ویروهلي کور کې ناسته ده، هغې ستا لپاره د پلار او مور نازونه ټول شاته کړي دي، خو نن مجبوره ده چې ستا سپکې او سپورې پرځان واخلي.

هو! همغه چې د پلار د کور ټولې خوښۍ یې ستا د بدمرغه رنګ او نامتوازنې جوسې نثار کړې دي، نن هغه ستا پهٔ کور کې هم یتیمه ده (پلار او مور یې نشته ورسره چې ناز یې واخلي) هم بې کسه ده (وروڼه یې نشته چې سوې سلګۍ یې واوري او وار یې درنه واخلي) هم بې وسه ده (دومره هم نهٔ شي کولی چې ستا د وحشتونو پهٔ وړاندې ودریږي او خپل غږ تر یوچا و رسوي) او هم مېلمنه ده (چې مړه شوه ستا نکاح ورسره پرې کیږي او بېرته یې پلارنۍ هدیرې ته درنه وړي) نو له خدایه وډار شه او رحم پرې وکړه! ګوره ظالمه انسانه! تا خو پر دغې مظلومې د ټولو محاکمو لاره بنده کړې ده، خو د خدای له محکمې سره بهٔ سبا څهٔ کوې؟ کهٔ نه، هغه دې هېره ده!؟.

 

۲۸۲یمه خبره/ چاپلوس شاعر

هغه شاعر چې د امتیاز پهٔ بدل کې، یا هم د ثروت او قدرت، یا مقام او منزلت له کبله ژوندي ستایي چاپلوس دی، ځکه خو د تاریخ پهٔ پاڼو کې چندان محبوبیت نهٔ لري.

 

۲۸۳یمه خبره/ ویاند

هغه کس چې خبرې یې خپلې نهٔ وي او نهٔ پهٔ رسمي مجالسو کې شخصي نظر څرګندولی شي، ویاند ورته وايي؛ مه ورته قهرېږئ او مه ترې خفه کېږئ، مه یې ملامتوئ او مه ګیلې ترې کوئ.

 

۲۸۴یمه خبره/ کهٔ چا ډېر ستایلې نو خامخا هدف لري!

کۀ چا دې مخامخ له حده زیاته ستاینه کوله نو تۀ پوه شه چې کار خو یې دی درته بند! مګر احمق دې هم ګڼي.

 

۲۸۵یمه خبره/ د واړهٔ خائن شا ته غټ خائن حتمي وي

کۀ مو پر کوم لوړ پست یا مقام خائن کس ولید نو کار مه ورسره لرئ، ځکه چې یو چا ګمارلی دی، نو یو څوک پرې خفه کیږي! مطلب کهٔ مو یې پر هغه لوی لالا زور رسیږي خو ښه خبره ده، کنه نو غلي شئ.

دعوت نیوز در شبکه های اجتماعی

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.