کژدمک ( Stirrups )
1. د یوې پایې لپاره د ګژدمکونو ( Stirrups ) تعداد پیداکول؟
2. په مستطیلي مقطع کې د ګژدمک ( Cutting Length ) پیداکول؟
3. د دیروي مقطع لپاره د ګژدمک ( Cutting Length ) پیداکول؟
4. په نقشه کې د ګژدمک ( Stirrups ) ښودل؟
د یوې پایې لپاره د ګژدمکونو تعداد په لاندې ډول پیدا کوو
Number of Stirrups = Actual length / spacing + 1
د بېلګې په ډول که د پایې اوږدوالی 3m وي او په 15cm کې یې ګژدمک اچول شوي وي نو د ګژدمکونو تعداد پیدا کړی؟
N. Of Stirrups = 300 / 15 + 1 = 21 Numbers
اوس راځو د مستطلي مقطع لپاره د ګژدمک ( Cutting length ) پیدا کوو
Given data:
Column size = ( 230 x 300 ) mm
Dia of stirrup = 10mm
Concrete cover = 40mm
Hook = 10 x d
Length of column = 300 – ( 2 x cover + 1/2 Dia)
Length of column = 300 – ( 2 x 40 + 1/2 x10 ) = 215mm
Breadh of column = 230 – ( 2 x 40 ) – ( 10 / 2 ) = 145 mm
Hook = 10 x d = 10 x 10 = 100 mm
دلته d د سیخ قطر دی چې د 10d په اندازه په 135 درجې سره باید قات شي
Cutting length of stirrups = 215 + 145 + 100 = 460 mm
په دې مانا که چېرته یوه پایه چې اندازې یې پورته لېکل شوي راکړل شوې وي نو د یو ګژدمک اوږدوالی یې
مساوي کېږي 460 ملي مترو سره
اوس راځو د دیروي پایې لپاره هم د ګژدمک ( cutting length ) پیدا کوو
Given data:
Dia of column = 600 mm
Dia of stirrups c/c = 8mm
Concrete cover = 40mm
لومړی د پایې د شعاع څخه لاندې برخې تفریقوو،
r = 300mm – (Concrete cover+ ½ Dia of bar)
r = 300mm – (40mm+4mm)
r = 300mm – 44mm
r = 256mm
اوس د ګژدمک لپاره طول د لاندې رابطې څخه په لاس راوړو
Cutting length for Circular stirrups = 2πr+ (2× 10d)
Cutting length for Circular Stirrups = 2 × 3.14 × 256+ (2× 10×8)
Cutting length for Circular Stirrups = 2 × 3.14 × 256+ (2× 10×8)
Cutting length for Circular Stirrups = 1690mm
په بیمونو او پایو کې د ګژدمک سیخانو ښودنه
کژدمک هم باید لکه د سلب د سیخانو په څیر باید په فاصلې سره وښودل شي مګر یو څه چې پکې زیات دی هغه دا دي چې د فاصلې تر څنګ د ګژدمکو د پایو شمیر هم باید مشخص شي یعنی یوه حلقه کژدمک ده ، دوه یا زیات ؟
په یاد ولری چې هر مربع یا مستطیل شکله ګژدمک یوه حلقه او دوه پایې (Legged) لري
په نقشه کې ګژدمک باید پدغه ډول سره وښودل شی
(2 Leggedɸ10 mm @ 200 mm c/c