چین د نوي ځمکې د کشف کوښښ کوي

بیجینګ د ځمکې 2.0 په نوم یو ماموریت پلان کوي ​​چې زموږ د لمریز سیسټم هاخوا د سیاراتو په لټه کې به وي.
د دې دندې اصلي هدف په شیدو لار کهکشان کې د خپل ستوري د استوګنې وړ زون (ساحه) کې سيارات موندل دي. په ياد زون کې هغه سيارات شامل دي چې کيمياوي نښې نښانې او کيداى شي اوبه پر خپله سطحه ولري ترڅو ژوند او ژوندي موجوداتو ته زمينه برابره کړي.
دا ماموريت به د يو ستر فضايې ټيلسکوپ پواسطه ترسره کيږي. دا ټیلسکوپ به زموږ د لمریز سیسټم څخه بهر په فضا کې ژور سیارې وڅیړي، او هغه سيارات به مطالعه کوي کوم چې د کیمیاوي نښو په درلودلو سره زمونږ ځمکې ته ورتوالى او شرايط ولري.
د راپور له مخې، دا ماموریت به په اوو ټیلسکوپونو سمبال وي چې د کیپلر ماموریت لخوا لیدل شوي. د کيپلر فضايې ټيلسکوپ داسې زياتې ځمکې ته ورته سيارات موندلي او کشف کړي چې ټول معلومات يې ډيټابيس کې اوس هم ثبت دي. د کيپلر فضايې ټيلسکوپ يوه عمده او اساسي ستونزه دا ده چې سيارات له نږدې نشي ليدلى چې مونږ ته وښايې ياد سيارات څه ډول ساختمان لري او سطحه يې د څه نه جوړه ده ايا ژوند پکې وجود لري او کنه؟ ايا د ژوند کولو دپاره وړ شرايط لري او که نه؟ ددې ټولو پوښتنو ځوابونه به مونږ ته د بيجينګ 2.0 فضايې ټيلسکوپ په مرسته بربنډ شي او د کيپلر پواسطه د شيدو لار کهکشان هغه ساحات چې سکين شوي او کوم سيارات چې موندل شوي د بيجينګ 2.0 ټيلسکوپ پواسطه به سکين شي.

دعوت نیوز در شبکه های اجتماعی

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.