چکډیمونه هغه کوچني او لنډمهاله ساختمانونه دي چې په فرعي درو او ناوو (Catchment Area ) کې د فصلي اوبو د جریان په مقابل کې جوړیږي .
موخې:
1. د اوبو ساتنه یا ذخیره کول: اوبه د باراني موسم په جریان کې په چکډیمونو کې ساتل کیږي چې د ځمکې لاندې اوبو په بیا چارجولو کې مرسته کوي. اوله ذخیره شویو اوبو څخه په ورځنیو چارو کې هم استفاده کولی شو.
2. دځمکې د تخریب مخنیوی : د چکډیمونو پورتنۍ برخه (Up Stream)د خاورې د تخریب څخه مخنوی کوي، ګړندی حرکت کولی شي د خاورې پورتنۍ طبقه تخریب کړي ، پداسې حال کې چې چکډیمونه سرعت کنټرولوي ، او اوبو ته اجازه ورکوي چې ځمکې ته ننوځي.
3. د سیلابونو څخه مخنیوی: په هغه حالتونو کې چې سیلابونه واقع کیږی چکډیمونه د اوبو د سرعت او حجم کمولو لپاره کار کوي، په ممکنه توګه په لاندې سیمو کې د سیلاب مخه ونیسي.
4. د ځمکې لاندې اوبو بیا چارج کول: چکډیمونه اوبو ته اجازه ورکوي چې ذخیره شوې اوبه ځمکې ته ننوځي او د ځمکې لاندې اوبو کچه لوړوي.
5. دځمکی میل کنټرولول: کله چی دچیکډمونو کاسه له رسوباتو ډکه شي نو د ځمکې میل هم کمیږي.
چکډیمونه د ساختماني موادو په اساس طبقه بندي کیږي.
چکډیمونه عموماً د محلي موادو لکه خاورین، ډبرین، کانکریټي، ګبیونی او لرګیو څخه جوړیږي چی په سیمه کی موجوده موادو ته په کتو ساختماني موادو ډول ټاکل کیږی.